Home+شنه زرغونه (لنډه کیسه)احسان الله ارینزی 

شنه زرغونه (لنډه کیسه)احسان الله ارینزی 

دې سهار له هغه پرونیو او بل پرونیو سهارونو څخه توپیر درلود. د اسمان مخه سپینو وریځو نیولې وه او داسې ښایسته ورښت و، چې مخامخ ونې، بوټي او مرغې یې وینځلې وې او هر څه ډېر ګلالي ښکارېدل.

زه په مور پسې له کوټې څخه برنډې ته ووتم. هغې مخکې ویلي و چې په داسې ورښتونو کې شنې زرغونې جوړېږي او که داسې شنه زرغونه لکه نن، د روژې په پنځلسم جوړه شي؛ نو د پېغلو هر غوښتنه منل کېږي. په برنډه کې مور بیا وویل:

– شنې زرغونې په وخت کې ملایکې هر کور ته ورځي، د پېغلو هیلې په ورغوو کې پورته وړي او له هماغه ځایه د آمین زیری راوړي!

ما فکر کاوه چې څه وغواړم؟ هیلې خو په زرګونو وې. غوښتل مې چې د کلي تر ټولو پېغلو ښایسته اوسم. غوښتل مې چې د میمونې په شان تورې، سرې، زرغوڼ جامې ولرم. غوښتل مې چې د کلي چینه هېڅکله وچه نه شي؛ ځکه چې دا ګودر زموږ نجونو  بنډار ځای و، غوښتل مې چې پلار مې ژوندی راستون شي، غوښتل مې چې زموږ په سیمه کې دا اوږده جګړه پای ته ورسي او خلک د آرام سا واخلي. غوښتل مې چې …

زه د همدې سلګونو او زرګونو هیلو او آرمانونو په څپو کې لالهانده وم، چې مور وویل:

– ما ته ښکاري چې شنه زرغونه جوړېږي، ته ځان هیلو او دعاوو ته برابروه!

ما وویل:

– دعا به وکړم چې پلار مې پخیر ژوندی کور ته راشي.

مور داسې را ته وکتل چې زما د زړه مراندې یې غوڅې کړې.

– هغه لاړ او جګړې وخوړ! څلور کاله وشول چې په مړه او ژوندي یې پوه نه شوو.

بیا یې پورته وکتل او وې ویل:

– دعا وکړه چې دا خونړۍ جګړه پای ته ورسي … کلي په ما غوندې کونډو ډک شول!

او خونې ته لاړه.

«««

په خپه غوندې یوازېتوب کې د حاجې بابا پخوانئ خبرې په یاد رغلې:

– ها وینئ لورانو. هغه شنه زرغونه ده.

او موږ ډله نجونو د مخامخ اسمان لمنې ته وکتل. د ښایسته رنګونو یوه لویه ښایسته لیندۍ ښکارېده. د لیندۍ منځ تر وریځو جګ و؛ خو دواړه څوکی یې په ونو کې پټې وې.

حاجي بابا وویل:

– ما اورېدلي چې که تاسې غوندې پیغلې تر شنه زرغونه ووځي؛ نو په ښایسته بریتورو ځوانانو اوړي او که ځوانان دا کار وکړي، په تاسو غوندې ګلالیو پېغلو بدلېږي!

موږ نجونو یو بل ته وکتل او له خندا شنې شوو.

حاجي بابا وویل:

– ټوکه یې مه بولئ. ما خپله داسې څوک په ژوند نه دي لیدلي؛ خو زموږ مشران داسې وو لکه ولیان. دروغ یې نه ویل.

یوې پېغلې بلې ته ګوته ونیوه او بابا ته یې وویل:

– دا شنه به ولېږو چې شین ګل ځنې جوړ شي!

بابا او موږ ټولو ځکه وخندل چې شین ګل د کلي تر ټولو بدرنګه او توربخون ځوان و.

شنې د بابا لاس ونیو.

– زه نه ورځم، زه خپله شنه ښه م.

بابا ما ته وویل:

– لېمې ته لاړه شه. 
 ما ته خندا راغله او ځان مې غلی ونیو.
بابا وویل:

– دریغي داسې وشي. زموږ ډېر ځوانان په جګړو کې وژل شوي. شا او خوا کلي تش غوندې ښکاري!

موږ نجونو یو د بل په تېل وهلو پیل وکړ. هرې یوې هڅه کوله چې ها بله د شنې زرغونې په لور وشړي؛ خو هغې به ځان ټینګ نیولی و او بله به یې مخې ته کوله.

لږ وروسته شنه زرغونه لږ پیکه غوندې شوه، د تالندې او برېښنا غږونه ورو شول، شین اسمان له ورېځو راووت او په سلګونو ګلالي مرغئ بېرته له ځالو  څخه راووتې او سیمه یې په سندرو ډکه کړه.

«««

په کور کې زه د حاجې بابا او مور د خبرو په ټال کې زنګېدم، مخامخ د شنې زرغونې تت انځور لا هم ښکارېده. نه پوهېږم چې هغه لا هم ژوندی و، که زما سترګې په شنه زرغونه ډکې وې. د ماښام روژه ماتې ته لا  وخت پاته و، بالښت مې سر ته برابر کړ، خونه ټوله په شنه زرغونه ډکه وه. ژړ، سره، شنه او زرغون رنګونه یو په بل اوښتل.

ژړ به سور شو، سور به شین شو، شین به زرغون شو او دا ننداره همداسې روانه وه؛ خو لکه په ما چې سم اورېدل او د رنګونو ځلا او ښکلا له ځایه پورته کولم. ما هڅه درلوده چې ژر ورسېږم او د حاجي بابا په خبرو د شنې زرغونې ها بل پلو ته ووځم او …

«««

د دې جګ ښایسته بریتور ځوان په څېره، سترګو او خبرو کې دومره اغېز پروت و، چې ټولو یې خبره منله. د دریو څلورو کورنیو زړې – زړې تربګنئ یې پای ته ورسولې او دواړه خواووې یې یو د بل کورونو ته بوتلي.

د کلي د نجونو د ړنګ ښوونځي د بیا جوړولو کار یې پیل کړ. په ورځو ورځو به هلته په خټو لګیا و. ورو – ورو پنځه شپږ هغه ځوانان هم په حشر راغلل چې جګړه یې پرېښې وه او د خپلو وسلو د خرڅلاو پیسې یې دلته لګولې.

جګ بریتور ځوان بله ورځ د کلي د وران پل په رغولو لاس پورې کړ. کلیوالو له خپلو زمکو د چنار پریړې ونې راوړې او پنځه شپږو په عمر پخو کسانو حشر جوړ کړو، چې لومړی د کمکي سیند د دواړو غاړو ډبرین دیوالونه پورته کړي او بیا لرګي پرې کېږدي.

بله میاشت بریتور ځوان د کلي د جومات د منارې د بېرته جوړولو خبره یاده کړه. د کلي ملا او ګڼ شمېر سپین ږیرو د خیر لاسونه پورته کړل، خوږه حلوا ووېشل شوه. لومړنې ډبرې کېښودل شوې او خټګرو ژمنه وکړه چې تر اختره به مناره بشپړه کړي.

د همدې کار په بهیر کې برېتور ځوان او ملا دواړه خټګر نواب ته جرګه شول، چې پاته ولور خپل زوم ته وبښي؛ ځکه چې لور یې شپږ کاله په کور ناسته وه او زوم د ولور او توی پیسې نه شوای پوره کولای!

په کومه ورځ چې د جومات مناره بشپړ شوه، نواب خان په برېتور ځوان زېری وکړ، چې د شلو کسانو په مېلمستیا به خپله لور واده کړي!

د درېیمې میاشتې په پای کې برېتور ځوان ښار ته لاړ، چې د کلي د نجونو او هلکانو زده کوونکو د پاره کتابونه راوړي. درخانۍ ابئ خو د خپلې دوا کاغذ هم ورکړی و. هغې د څلورو مید تنکیو زلمو د پاره، اشتو دوایي غوښته. بله ورځ برېتور ځوان کلیوال په دې سلا کړل، چې د ګودر د څنګ به په لویو ونو کې د کلي د نجونو د پاره زانګووې او د هلکانو د پاره له ښوونځي پورې غاړه، د والیبال ځای جوړوي. حاجي بابا پرېکړه کړې وه چې مازدیګر مهال به هېڅ نارینه د ګودر او زانګوو په لور نه ورځي.

 درې – څلور میاشتې وروسته، داسې وه لکه په کلي کې چې یوه نوې سا چلېدلې وي؛ خو یو نیم مخالف غږ به هم اورېدل کېده.

یوه ورځ د ښکته کلي یو بزګر، بریتور ځوان ته وویل چې دې ښوونځیو، کتابونو، ګودر، زانګو او د خلکو په شونډو موسکا د ښکته او پورته کلیو، د ځینو ټوپکیانو غوسه پارولې او دی باید په ځان پام وکړي.

د دوبي په یوه تاوده ماښام کې، هغه وخت چې خلک د کلي له جوماته راوتلي او هر څوک د خپلو کورونو په لور روان و، د څه ډزو غږونو واوریدل شول.

«««

د همدې ډزو په اورېدو زه پورته وغورځېدم، لکه له یوې بلې دنیا چې راغلی وم. زه چېرته او داسې کارونه چیرته! په ځان مې کلیمه وویله او ژر پاڅېدم چې له مور سره د ماښامني روژه ماتي په برابرولو کې مرسته وکړم.

ناڅاپه مې پام شو چې په کلي کې شور دی. مور هم کور کې نه وه، د ګاونډي ښځه په بام ولاړه وه، د جومات خوا ته یې لاس نیولی و او ژړل یې.

ما په بیړه پوښتنه وکړه!

– ترور څه خبره ده؟

ترور هماغسې په ژړا کې ځواب ورکړ:

– د بازي هغه ټوپکي زوی، د مولاداد په لور ټوپک ویشتلی او غږ یې کړی چې دا پیغله زما شوه!

دا وخت مور هم کور ته راغله، هغې هم ژړل.

– د بازي دوه پیسو زوی د مولاداد په ښایسته لور،  ډزې کړي او اوس په کلي کې لویه غوغا روانه ده!

او ما شکر ویست چې له شنې زرغونې وتلی نه وم!

پای

استانبول – د مې ښپږمه ۲۰۲۵
بیا کتنه قبرس — د فبروري ددولسمه ۲۰۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې چارې» علمي- څېړنيز سیمینار

 محمد آصف احمدزی ادبي راپورتاژ ماشومان که د مشرق که د مغرب دي د ژړا او د خندا انداز یې يو دی د افغانستان د علومو اکاډمي هر...