Homeخبرونهمتروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

متروپولیس؛ هغه فلم چې د اوسني وخت وړاندوینه یې کړې وه

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۹ مه) میتروپولیس Metropolis، چوپ یا بې خبرو فلم، چې په ۱۹۲۷ کال جوړ شوی او د جرمني د اکسپرسیونیستي سینما له شاهکارونو ګڼل کېږي، د ۲۰۲۶ کال داسې نړۍ انځور کړې وه چې نن ورځ یې ډېر عناصر په حیرانوونکي ډول حقیقت ته نژدې شوي دي.

دغه فلم یوه مستقبل‌محوره ښاري نړۍ ښيي؛ داسې نړۍ چې پکې ستر اسمان‌څکې ودانۍ، پرمختللې ټکنالوژۍ او ژور طبقاتي اختلافات موجود دي. په دې ښار کې شتمن او واکمن قشر په هوسا ژوند لري، خو کارګران د صنعتي زېربناوو تر ځمکې لاندې د همدې نظام د ساتلو لپاره سخت کار کوي.

د فلم له مهمو او اغېزناکو برخو څخه یوه، د سینما د لومړنیو روباټونو نندارې ته وړاندې کول دي، چې نن یې ډېر کسان د مصنوعي ځیرکتیا یا AI لومړنی سمبول ګڼي. د کیسې په بهیر کې یوه ښځه په روباټ بدلېږي.

دغه روباټ د کارګرانو په غولولو هغوی د ښار ویجاړولو ته ټېل باسي. دا کیسه د نننیو اندېښنو څرګند انعکاس ګڼل کېږي؛ لکه د مصنوعي ځیرکتیا له امله د دندو له منځه تلل، د انسان له کنټروله د ټکنالوژۍ وتل، او د پرمختللو سیستمونو ناوړه کارونه.

د «متروپولیس» اغېز پر علمي ـ تخیلي سینما خورا پراخ و او وروسته یې د The Terminator او Blade Runner په څېر مشهورو فلمونو ته الهام ورکړ؛ هغه فلمونه چې په هغو کې هم د انسان او ماشین اړیکه د ګواښ او بحران سرچینه بلل شوې ده.

خو متروپولیس فلم یوازې بدبینانه لید نه وړاندې کوي. په ځینو برخو کې د مرستندویو روباټونو انځور د ټکنالوژۍ مثبت اړخونه هم بیانوي؛ هغه بحث چې نن ورځ د مصنوعي ځیرکتیا د ګټورو کارونو په اړه هم کېږي.

«متروپولیس» یوازې د راتلونکو ټکنالوژیو وړاندوینه نه ده، بلکې پر واک، صنعتي مدرنیزم او نابرابرۍ ژوره نیوکه هم ده. فلم ښيي چې اصلي ستونزه خپله ټکنالوژي نه ده، بلکې دا ده چې په نابرابرو نظامونو کې څنګه کارول کېږي.

په داسې نظامونو کې ماشین د واک د پیاوړتیا وسیله ګرځي. همدا لیدلوری نن د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې هم خورا مهم بلل کېږي؛ ځکه اساسي بحث د ټکنالوژۍ تر شا د واک، کنټرول او عادلانه وېش په اړه دی، نه یوازې د ټکنالوژۍ د موجودیت په اړه.

په مجموع کې، «متروپولیس» نه یوازې د تصویري اړیکو، پرمختللي ترانسپورټ او روباټونو په اړه حیرانوونکې وړاندوینې کړې وې، بلکې د پرمختګ او خطر ترمنځ یې داسې اساسي پوښتنې راپورته کړې چې لا هم د مصنوعي ځیرکتیا په زمانه کې د بحث او اندېښنې موضوع جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...