Homeخبرونهطالبانو په بلخ کې په اسنادو کې د ښځو پر نومونو بندیز...

طالبانو په بلخ کې په اسنادو کې د ښځو پر نومونو بندیز ولګاوه

د راپورونو له مخې، د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې طالب چارواکو په رسمي اسنادو، د روغتیايي درملنې په دوسیو او نورو اسنادو کې د ښځو د نومونو پر لیکلو بندیز لګولی دی.

د افغانستان انلاین خپرونې «زن ټایمز» او د بریتانیا ګارډین راپور ورکړی چې په بلخ کې روغتیايي کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې د ښځو د نومونو پر ځای «بي‌بي» ووایي. دا کلمه په افغانستان کې د هر عمر ښځو ته د درناوي لپاره کارول کېږي او نژدې معنا یې «مېرمن» یا «درنه ښځه» ده.

د هسپانیا «ال پایس» ورځپاڼې د ښځو او فعالانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی چې طالبانو په ځینو مواردو کې ښځو ته د سپکاوي لپاره د «وزې» او «غوا» په څېر نومونه هم کارولي دي.

د ښځو پر حقونو د طالبانو محدودیتونو روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم له ستونزو سره مخ کړی دی. د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي چې ښځې په افغانستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي او روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود شوی دی.

په راپور کې د کونړ یوې ښځې ویلي چې د روغتیايي مرستې د نشتوالي له امله یې څو ځله سقط کړی او نه یې شوای کولی چې تداوي وکړي.

د سعودي عربستان د العربیه د راپور له مخې، په ډېرو ولایتونو کې نارینه ډاکتران د طالبانو له لوري له ښځینه ناروغانو سره له درملنې منع شوي دي. روغتیايي برخه یوه له هغو محدودو برخو څخه ده چې افغان ښځې پکې د کار اجازه لري؛ خو طالبانو د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې ښځې په روغتیايي څانګو کې له زده‌کړو هم منع کړې.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) خبرداری ورکړی چې دې پرېکړې دوه اړخیز کړکېچ رامنځته کړی دی؛ ځکه روزل شوې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د تقاعد یا له هېواده د وتلو له امله له دندو لرې کېږي، خو د هغوی د ځایناستو لپاره نوې ښځې نه روزل کېږي.

راپورونه خبرداری ورکوي چې که نارینه ډاکتران د ښځینه ناروغانو له درملنې منع پاتې شي او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو روزنه هم بنده وي، ښايي په پایله کې ښځې په عملي ډول له طبي درملنې بې‌برخې شي.

د بلخ تر وروستي بندیز مخکې هم په ټول افغانستان کې ښځې د رسمي اسنادو د ترلاسه کولو پر مهال له ستونزو سره مخ وې. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال د یوه راپور له مخې، ښځې اړې دي چې د تذکرې او نورو مدني اسنادو د ترلاسه کولو لپاره یو نارینه خپلوان له ځان سره بوځي.

خو ځینې نارینه د اوږدو اداري پړاوونو، د سفر د واټن او د کار له عاید څخه د بې برخې کېدو له امله د خپلو ښځینه خپلوانو ملتیا ته زړه نه ښه کوي. ځینې نور بیا په دې باور دي؛ د دې لپاره چې ښځې د کار اجازه نه لري، اسنادو ته اړتیا هم نه لري.

هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي، له لا زیاتو ستونزو سره مخ دي؛ ځکه د دغو کورنیو ښځې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره نارینه ملګری نه لري چې له ځان او خپلو ماشومانو سره یې ملتیا وکړي.

مدني اسناد د روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، بشري مرستو او بانکي حسابونو په ګډون ګڼو ضروري خدمتونو ته د لاسرسي لپاره مهم دي. د طالبانو حکومت په تېره بیا د هغوی ویاند په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي او نه یې په دې اړه د نړیوالو رسنیو راپورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لالا ګادیوان …| لعل پاچا ازمون

د هجري شپېتم کالونه وو چې د باران په نامه یوې ځوانې ډلې پخپلو خوږو غږونو او لاسونو غورځولو د تلویزون پرده ونڅوله، د...