د اختریزو رخصتیو په مناسبت مي د شعر د میني ماتولو په پار د ” زلمۍ سندري ” مجموعې پاڼي را واړولې. البته دې ورځو کي مي د دوو آثارو د لوستلو تابیا کړې وه چي یو یې د پاولو کوئیلو اثر ” کیمیاګر ” او بله د هارون حکیمي شعري مجموعه ” زلمۍ سندري ” وې. زلمۍ سندري د هارون حکیمي د بېخي تاندي ځوانۍ د زلمیتوب شعرونه پخپله منځپانګه کي رانغاړي چي په ۱۳۹۲ لمریز کال کي نارنج خپرندویه ټولني په کندهار کي چاپ کړې. د مجموعې اشعار پر څلورو برخو غزلو، نظمونو، آزاد شعرونو او څلوریځو ویشل سوي. د هارون حکیمي د دې شعري ټولګي زیاتره اشعار د ده د محصلتوب او جلا وطنۍ (هندوستان – پنجاب پوهنتون) د وختونو محصول دي. پر ” زلمۍ سندرو ” عبدالباري جهاني او استاد لطیف بهاند خپلي خبري کړې او تر ډېره یې د هارون د ځواني شاعرۍ ستاینه کړې. ښاغلي جهاني هارون د پښتو ادب پر اسمان ځلېدونکی ستوری یاد کړی او د هارون د غزل خیال یې د ده تر عمر لوړ بللی. دغه راز یې د هارون د هري غزلي د ښه پیغام او د هر پیغام د افاده کولو لپاره د ښکلو کلماتو او ترکیبونو یادونه کړې. جهاني صاحب د هارون حکیمي د غزل د صنف ستاینه کوي او لیکي چي ځیني شاعران خدایي ځینو صنفونو ته ښه جوړ وي او د ده په وینا کوم شرنګ چي د هارون حکیمي په غزل کي احساسوي په نورو برخو نظم، شعر او څلوریځو کي یې دغونه خوند نه وي. یعني جهاني صاحب سره له دې چي د هارون د شاعري نور اړخونه یې هم یاد کړي او ستایلي، هارون یې عزل لیکلو ته ډېر هڅولی. دا چي هارون لا هم ډېر مزل د لوستلو او لیکلو په مخ کي درلودلی، جهاني صاحب د هغه د شاعرۍ راتلونکی روښانه ویني او دا چي د ښاغلي جهاني دا اټکل به څونه پر ځای وي دا خبره د هارون حکیمي د نوې شعري ټولګي ” وزرماتي ” د لوستلو وروسته ښه جوتېږي.
استاد لطیف بهاند د هارون پر کم سن د لوړي شاعري علت د هغه پوهنتونونه، کورنۍ، کلی، ناکامي، ناخبري، راډیوګاني، ټلویزیونونه، مجلې، ورځپاڼي، په وزارتو کي مختلف دفتري ماموریتونه، زده کړي، د پښتو کلاسیکو آثارو مطالعه، د معاصرو شاعرانو مطالعه او پېژندګلوي بولي چي هارون یې پر کم عمر په ډېر څه پوه او مخته بوتی. دغه راز د نویو تصویرونو خبره بهاند صاحب یاده کړې چي د هارون حکیمي و ځواني شاعري ته یې ښکلا ورکړې:
د شپې د ملا پر پلونو پلونه ایښودل، د رڼا پلو ټولول، د تاوده لمر الهام، د دردونو غر، د جفا زلزله، د عزرایل پوځونه، د ضمیر لپه او د شرابو چینه هغه تصویرونه دي چي ښاغلي بهاند د هارون په ځواني شاعري کي موندلي او ستایلي. بهاند صاحب دا خبره هغې زمانې ته په کتو هم کړې چي اوسني ځوانان د یو بل ایجاد سوي ترکیبونه او تصویرونه را اخلي او د شعر چوکاټ ته یې ور اچوي چي د ښاغلي بهاند په قول علت یې د شاعرانو نه مطالعه، د مالوماتو نشتون او د هڅو نه کول دي.
د هارون حکیمي دا دوهمه شعري مجموعه ده چي زه یې لولم، خو عمر ته په کتو یې شعر پر مشر دی. که څه هم د نثر په برخه کي ما د ښاغلي حکیمي کوم اثر نه دی لوستی، یا به یې ښایي نه وي. د جهاني صاحب پر یوې شعري ټولګي مي یو وخت دا خبره لوستې وه چي: شعر د ژبي زړه او نثر یې ماغزه دی. څنګه چي جهاني صاحب حکیمي د نثر په برخه کي هم په راتلونکي کي برلاسی لیدلی هغسي د نثر په برخه کي هم توقع ورته زیاته ده. د حکیمي صاحب د ” زلمۍ سندرو ” اشعار چي ده د خپل نسل څخه پورته سوی آواز بللی تر ډېره د هیواد حالاتو ته شاعرانه عکس العمل، د خپلو دردونو، بې وسیو، تراژیدیو بیان، د ټولنو د ناخوالو انځور او د خپل شاعرانه الهام یو جوړ تصویر دی. دی پر خپلي مجموعې د خبرو په لړ کي لیکي:
” که مي د خیالونو په ټالونو کي هم د ښکلاګانو په فصلونو د ورګډېدلو تکل کړی دی نو تر یوه ګام حسن ستایلو وروسته پر بل ګام توپک د خپل موجودیت تعریف راڅخه غوښتی دی. دغه علت دی چي سندرو مي د ساندو یا تراژیدو خبرو رنګ اخیستی دی. ” حکیمي صاحب پر کم سن د مبارزې پر آس د سپرېدلو یادونه کوي او زیاتوي چي د انارشۍ په میدان د ورګډېدلو سره له عجیبو او جالبو سره مخ سو چي ښایي یو وخت یې خپلي اوټوبیوګرافي لیکلو ته وهڅوي. ” دغو څلورو کلونو مي د درسونو تر څنګ شعرونه هم متاثره کړل؛ په هر شعر مي د ارمانونو او مشاهدو رنګونو ځانونه ښکاره کړل او یا بالکل د دغو الهامونو څخه وبهېدل. “
د هارون حکیمي اشعار د انځور، روان والي او ښکلا له پلوه ښه برېښي او خاصتاً یې بیا په غزل کي ښکلا او پر غوږو شرنګ ښه احساسوو:
پر زړه دي پاته څو خبري له پخوا ښکاري
پر خوله دي ګرځي، خو له سترګو دي حیا ښکاري
دشپې د ملا پر پلونو پلونه ږده که لاره وهې
هارونه دغه لاره تللــــــــــــې تر سبا ښکاري
د ” زلمۍ سندرو ” چي هارون خپله د فنا له غېږي د زلمیتوب سندري نومولې ډېری اشعار د ناهیلۍ، ویر او مرګونو له شتون څخه ډک ښکاري. د دې خبري ثبوت هله نور هم ښه په ډاګه سي چي کله و ځینو اشعارو ته په لمن لیک کي د یادوني په ډول داسي الفاظ ووینو:
پر اطلاعاتو او کلتور وزارت د برید په تاثر د پېښي په سیمه کي، د کندهار په زنګاواټ کي د اولسي وګړو د مرګ ژوبلي؛ د غمجني پېښي په تاثر، د ۱۳۸۷لمریز کال د خونړیو پېښو او په شاه ولي کوټ کي د واده پر مراسمو د بمبار په تاثر، یا ورته نوري پېښي. د هغه وخت حالاتو او ناورین ته په کتو به ښایي د هر شاعر کلام د خپلي جنګ ځپلي ټولني انځور په ځان کي درلودلی وي. د هارون د شاعري یو تر ټولو قوي اړخ د وطن پاللو، یادولو او د وطن په یاد کي د کړېدلو دی. زه ګومان کوم دا اړخ به یې وي چي ما د ده شاعري و ځان ته ورکشوي او یا ځان را باندي لولي. د دې خبري ثبوت دا بیت دی چي باید ټول شعر یې سندریز سي:
چا به څوک رانه پوښتل څه به یې غوښتل؟
ما بل څوک لرل وطــــــــنـه ته مي یاد کړې
په ” زلمۍ سندرو ” کي دا څلوریځه لولو چي بیا ورته بیتونه نور هم باندي اضافه او سندره سوه:
در څخه تلم، درته مي ونه کتل ومي بخښه
ږغېدای نه سوم درته ومي ژړل ومي بخښه
ستا د سپېڅلو ارمانو ګلانو مینه غوښته
خو ما په اوښکو درته ولمبول ومي بخښه
د دې بیتو څخه مخاطب زه هیواد انګېرم، د شاعر چي هر مطلب وي. البته حکیمي صاحب دا څلوریځه امریکا ته د یوه کاري سفر پر مهال لیکلې، او خپله یې هم په یوه مرکه کي یادونه کړې. ښایي د شاعر به هم مخاطب هیواد وي، خو بیا به هم د شعر پر مطلب او باطن قضاوت سخت کار وي.
د هارون حکیمي په شاعري کي ناهیلي او یوازیتوب هم وینو، چي علت یې ښایي د ده مسافري او محصلي وي:
څوک یې نسته د بې شناختو په محل کي
زړه یواځي پروت، په خونه د کوګل کي
د اوبو په منځ کي نه مري څوک له تندي
هارون مړ له تــــــنهایي دی په کابل کي
د حکیمي صاحب د څه باندي یوې لسیزي مخکینۍ څلوریځي درد چي دی یې احساسوي زه نن احساسوم، فرق یې یوازي دونه دی چي دی تنها دی او زه ستړی او هم یوازي. نور نو هغه کابل، هغه محصلي او هغه ځواني ده. د آزاد شعر په برخه کي هم حکیمي صاحب قلم تاو کړی خو تر ډېره چي یې آزاد شعر لولو نو په مخه د هغه وخت حالات راته راځي. مثال یې ” کندهار ته بیا آسمان په قهر سوی ” شعر دی. د غزل په برخه کي یې دا بیتونه د ژوند پر مسیر د دوام داره تګ په مانا دي چي لوستونکي استقامت ته هڅوي:
عمر خپله یو الـــــــهام د تاوده لـمر دی
دا واورین انـــــنګي ژر زبېښه ویلـیږي
د ژوندي ګلاب خاصیت اسـتقامت دی
چي خزان سي بیا د باد پر اوږو لویږي
د ” زلمۍ سندري ” د اشعارو هنریت، روان والی او موسیقیت به ښایي هغه څه وي چي لوستونکي د ځان لور ته لېواله کوي. هغه د سلېمان لایق خبره: ښه شعر که هر څومره په خرابو اوبو کي پاته سي، بیا هم نه مري. د ” زلمۍ سندري ” ځیني اشعار چي څه باندي یوه لسیزه مخکي پنځول سوي اوس یې هم زما په شمول ځوانان د میرخان په ږغ کي اوري او لا ژوندي دي. حکیمي صاحب ته د لا ښې شاعرۍ او پنځونو په هیله، قلم یې روان او د شعر الهام یې تازه.
۲۰۲۶/۶/۱ – زابل، شاه جوی