تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د افریقايي هیواد یوګانډا د تورو ( Tooro) سلطنت پاچا، (اویو نمبا کبمبا اګورو روکیدي څلورم)، د ۳۴ کلونو په عمر ومړ.
ښايي د یوګنډا د تورو پاچا نوم د نړۍ د پاچهانو په منځ کې تر ټولو اوږد نوم وي، خو عمر یې د نړۍ د پاجهانو پيه منځ کې تر ټولو لنډ و.
د پاچا د مړینې خبر د یوګانډا صدراعظمې اعلان کړ، خو د تورو سلطنت د هغه د مړینې لامل نه دی څرګند کړی. د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د حکومت یوه وزیر ویلي چې پاچا اویو سخت ناروغ و او په امریکا کې یې درملنه کېده.
پاچا اویو په ۱۹۹۵ کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، هغه مهال چې یوازې درې کلن و، د تورو سلطنت مشري پر غاړه واخیسته. د کم عمرۍ له امله یې پر تخت کېناستل په نړیواله کچه پام ځان ته واړاوه او د ګینس نړیوالو ریکارډونو هغه د نړۍ تر ټولو کمعمره پاچا وباله.
په یوګانډا کې حکومت د ټاکل شوي ولسمشر له لارې اداره کېږي، خو په دغه هېواد کې لا هم څو دودیز سلطنتونه شته. دغه سلطنتونه سیاسي واک نه لري، خو په کلتوري او ټولنیزو چارو کې د پام وړ اغېز لري.
پاچا اویو د تورو سلطنت ۱۳م پاچا و. د تورو سلطنت بنسټ د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې اېښودل شوی و او پاچا اویو د څه باندې دوه میلیونه وګړو د دودیز مشر په توګه دنده ترسره کوله.
پاچا اویو چې په درې کلنۍ کې پر تخت کښېنستی و، د خپل ژوند ډېره برخه د تورو د کلتوري هویت او دودیز نظام په استازیتوب کې تېره کړه.
د هغه له مړینې وروسته په یوګانډا کې د ویر او ماتم فضا خپره شوې ده.