Homeخبرونهد ترکمنستان د برښنا د شبکې تخنیکي ستونزې؛ د افغانستان اووه ولایتونه...

د ترکمنستان د برښنا د شبکې تخنیکي ستونزې؛ د افغانستان اووه ولایتونه بې‌برېښنا شول

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په ترکمنستان کې د برېښنا په شبکه کې د تخنیکي ستونزې له امله افغانستان ته له دغه هېواده وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

برښنا شرکت ویلي، د دې ستونزې له امله د بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او سمنګان ځینې برخې له برېښنا بې‌برخې شوې دي.

د افغانستان برښنا شرکت په وینا، د ستونزې د ژر تر ژره هوارولو او افغانستان ته د برېښنا د بېرته لېږد د پیل لپاره د ترکمنستان د برښتا له ملي شرکت «ترکمن انرګو» سره په اړیکه کې دي او په ترکمنستان کې د برېښنا د شبکې د ترمیم بهیر څاري.

له بلې خوا، د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د برېښنا د کمښت د یوې برخې د جبران لپاره یې له ازبکستاني چارواکو سره هم خبرې پیل کړې دي. د دې شرکت په وینا، هڅه کېږي چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا له لارې بلخ، شبرغان، میمنې، سرپل او سمنګان ته  موقتي برېښنا ورسول شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي چې ازبکستان د دې برخې په اړه د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې په ترکمنستان کې به تخنیکي ستونزه څه وخت هواره شي او افغانستان ته به د برېښنا لېږد څه مهال بېرته پیل شي. دا هم نه دي ویل شوي چې په ترکمنستان کې صادراتي برېښنا ته څه ډول ستونزه پېښه شوې او ولې پیدا شوې ده.

افغانستان اویا سلنه برېښنا له ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...