Homeخبرونهد سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو وړاندوینه شوې

د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو وړاندوینه شوې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د ترانسپورټ وزارت د هوا پېژندنې ریاست د نن (دوشنبې، د وږي ۹مې) لپاره د افغانستان په ځینو برخو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست په وینا، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌متره پورې د باران اټکل شوی دی.

دا هغه ولایتونه دي چې په وروستیو کې د سختو ورښتونو او سېلونو له کبله پکې د سرومال ډېر تاوانونه پېښ شوي دي.

دغه ریاست ویلي چې د افغانستان په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، جنوب‌ختیځو، ختیځو او مرکزي سیمو کې د سختو بادونو او دوړو اټکل کوي چې سرعت یې ښايي په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

د هوا پېژندنې ادارې په زیانګالو سیمو کې د ناڅاپي سېلونو د راوتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

دا خبرداری په داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو اوونیو کې سختو بارانونو او سېلونو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سر و مال زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پنځه‌دېرش کاله له تا سره | آصف بهاند

پلار ته مې «... د ښو وختونو له‌پاره مننه، د سختو وختونو له‌پاره مننه، د هر هغه څه له‌پاره مننه چې تا ماته راکړل، او د هر هغه...