تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۶ مه) د امریکا د بهرني سیاست د څېړنو یوې خپرونې په یوه شننه کې ویلي، له طالبانو سره د اړیکو پرېکون او د هغوی سیاسي انزوا د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره اغېزمنه لار نه ده او ښايي د افغانانو پر اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي وضعیت لا ناوړه اغېز وکړي.
د «رېسپانسبل سټېټکرافټ» خپرونې په لیکنه کې، چې مایکل شنک لیکلې، ټینګار شوی چې د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د خبرو او تعامل له لارې نړیواله ټولنه کولی شي پر هغوی د بدلون لپاره اغېز وکړي؛ خو که اړیکې پرې وي، د اصلاحاتو لپاره د هڅونې زمینه هم له منځه ځي.
لیکوال چې تېره میاشت افغانستان ته تر سفر وروسته یې دغه شننه لیکلې، وايي د طالبانو منزوي کول نړیواله ټولنه له هغو لارو بېبرخې کوي چې له مخې یې پر افغان واکمنو اغېز کولی شي. نوموړي د ناروې د کډوالو شورا د مشر یان اېګلنډ هغه غوښتنه هم تایید کړې چې لوېدیځ هېوادونه دې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او له افغان چارواکو سره دې مخامخ خبرې وکړي.
شنک په لیکنه کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره درې مهم دلیلونه وړاندې کړي دي: د نړیوالو اصولو په پلي کولو کې یو شان چلند، د افغانستان په نړیوالو بحثونو کې ګډون او پر طالبانو د اغېز او بدلون لپاره د لارو پرانیستې ساتل.
د لیکوال په باور، نړیواله ټولنه د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د محدودیتونو له امله طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له ځینو نورو هېوادونو سره، چې د بشري حقونو په برخه کې له جدي نیوکو سره مخ دي، رسمي اړیکې ساتي. نوموړی استدلال کوي چې دا ډول دوه ګونی چلند د نړیوالو د اصولو او دریځونو اعتبار کمزوری کوي.
په شننه کې د افغانستان د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي ستونزو یادونه هم شوې ده. لیکوال وايي، د طالبانو د حکومت د نه پېژندلو له امله افغانستان د ملګرو ملتونو په مشرۍ په ځینو نړیوالو غونډو کې د رسمي ګډون او د خپلو ستونزو د مطرح کولو فرصت نه لري. د ده په وینا، د کابل د اوبو کمښت او د لمریزې برېښنا د پراختیا په څېر موضوعات باید په نړیوالو بحثونو کې شامل شي.
شنک همداراز لیکلي چې نړیوال بندیزونه او د مرستو محدودیتونه د افغانانو بشري وضعیت لا ستونزمنوي او د نړیوالې ټولنې تعامل کولی شي د اقلیمي بدلونونو او نورو ګواښونو پر وړاندې د خلکو د مقاومت وړتیا پیاوړې کړي.
د لیکوال په باور، له طالبانو سره خبرې کول د هغوی د کړنو تایید نه دی؛ بلکې د دیپلوماتیکو اړیکو ساتل د دې فرصت برابروي چې نړیواله ټولنه د خبرو، هڅونې او فشار له لارې د بدلون غوښتنه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د تعامل له لارې د اصلاحاتو تضمین نشته، خو د اړیکو پرانیستې ساتل تر بشپړ پرېکون غوره دي، ځکه له خبرو پرته د اغېز او بدلون لپاره عملي لاره نه پاتې کېږي.
سرچینه: رېسپانسبل سټېټکرافټ، د مایکل شنک شننه.