Home+په ملګرو ملتونو کې؛ د افغانستان اتیا کلن مزل| پوهاند ستانکزی

په ملګرو ملتونو کې؛ د افغانستان اتیا کلن مزل| پوهاند ستانکزی

پوهاند نصرالله ستانکزی

(دویمه برخه)

– له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۱ زیږدیز کال پورې:

د ملګرو ملتونو د سولې د پنځه فقره‌ییز پلان تر ماتېدو وروسته او د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې د افغانستان د جمهوریت تر پرځېدو وروسته، د ملګرو ملتونو ماموریت یوه نوي پړاو ته ور دننه شو.

د مجاهدینو د حکومت په راتلو سره د مختلفو جهادي ډلو تر منځ جګړې رامنځته او هېواد د یوه واکمن واحدې ادارې له نه شتون سره مخ شو. په دې پړاو کې ملګرو ملتونو دوه ماموریتونه درلودل:

۱- د متخاصمو ډلو تر منځ د جګړې درول او د یوه پراخ‌بنسټ انتقالي دولت جوړول وو؛ چې د مختلفو جګړه‌مارو د نه همغږۍ او نه همکارۍ له امله، د ملګرو ملتونو هڅو کومه پایله نه درلوده؛

۲- ملکي وګړو ته چې د جګړه‌مارو تنظیمونو په سیمه کې پاتې وو او زرګونو داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو ته چې د جګړو له امله یې خپلې مېنې پرېښې وې، د بشري مرستو رسول وو. په دغه ماموریت کې هم ملګري ملتونه د جګړه‌ییزو ډلو او نامسوولو ډلو د نه همکارۍ له امله له لویو ستونزو سره مخ وو.

په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو د اسلامي غورځنګ په راتګ سره، د ملګرو ملتونو ماموریت لا هم پېچلی شو. په دغه دوره کې دا ټکي د یادونې وړ دي:

الف – ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت چې د افغانستان د اسلامي امارت په نامه یادېده، په رسمیت ونه پېژاند او په دغه سازمان کې د افغانستان استازولي د تېر په څېر د استاد رباني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د اسلامي دولت په لاس کې پاتې شوه؛

ب- ملګرو ملتونو هڅه وکړه چې د طالبانو او د استاد رباني تر مشرۍ لاندې ډلې د یوه پراخ‌بنسټ دولت د جوړولو لپاره وهڅوي؛ خو دې هڅو هم کومه پایله نه درلوده؛

ج- د طالبانو د تحریک او بیا وروسته اسلامي امارت تر منځ بله لانجمنه مسئله د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو د حقونو وه، چې تر پایه حل نه شوه؛

د – په ۱۹۹۶ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د وسلو پر لېږد بندیز ولګاوه؛

هـ – په ۱۹۹۹ کال کې ملګرو ملتونو د طالبانو پر ضد تعزیرات د دې لپاره وضع کړل چې له یوې خوا د بشري حقونو د تأمین لپاره پاملرنه نه کوي او له بلې خوا یې ترهګرو ډلو، د هغو له ډلې القاعدې او د هغې مشر ته په افغانستان کې پناه ورکړې وه؛

و – په ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه نېټه، کله چې طالبانو کابل ونیو، ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور احمدزی یې، چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې یې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه او دغه سازمان یې د ساتلو مسوولیت درلود، وایستل او په دار یې وځړول. دا عمل د ملګرو ملتونو په تاریخ کې د شرم او ناکامۍ لوی ټکی ګڼل کېږي؛ او

ز – د طالبانو په حاکمیت کې هم ملګرو ملتونو د خپلو بشري مرستو د اړوندو کسانو ته د رسولو هڅه وکړه.

– له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ زیږدیز کال پورې:

د طالبانو د لومړني حکومت تر پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو ماموریتونه، په تېره بیا سیاسي دندې، د تېر په پرتله ډېرې شوې. دا دي، دلته یې په لنډه توګه شمېرو:

۱- د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ایتلاف د عملیاتو ملاتړ وکړ؛

۲- د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په ۵مه نېټه د بن کنفرانس جوړ شو. د بن کنفرانس د جوړولو او د دغه کنفرانس د تړون د موادو د پلي کولو مسوولیت د ملګرو ملتونو پر غاړه شو، چې له مخې یې دا اقدامات ترسره شول:

  • د شپږو میاشتو لپاره د موقتې ادارې جوړول؛

  • د انتقالي دولت د جوړولو لپاره د بېړنۍ لویې جرګې جوړول؛ د دولت د درې‌ګونو قواوو رامنځته کول؛ د بشري حقونو په اړه عملي اقدامات؛ د نوي اساسي قانون د مسودې په چمتو کولو کې همکاري او تخنیکي مرستې؛

  • د اساسي قانون د لویې جرګې جوړېدل او د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون تصویبول.

– په ۲۰۰۴  کال کې د جمهوری ریاست انتخابات ؛ او

– په ۲۰۰۵ کال کې پارلمانې ټاکنې.

 د پورتنیو چارو ټول مالي، لوژستیکې او نورې اړونده چارې د ملگرو‌ملتونو په مستقیمو مرستو تر سره شوي.

 ۳-  ملگرو ملتونو د ۲۰۰۱ کال په شلمه د افغانستان د امنیت د مرستې ځواک یا ایساف د جوړیدو پریکړه وکړه؛

 ۴ – د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸ نیټه په افغانستان کې د ملگرو ملتو‌د مرستو ماموریت یا یوناما رامنځ ته شوه، چې موخه یی د بشری او سیاسي همکاریو همغږي او تنظیم ؤ.

 ۵ – له د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ملگرو ملتونو‌ ماموریت پر لاندي  ټکو متمرکزه  وه:

 –  د سولې او ملې روغې جوړې پر فعالیتونو څارنه او مرسته؛

 – د ټاکنو او نورو دیموکراتیکو بهیرونو څخه ملاتړ او د هغو په ترسره کولو کې مرستې،

 – د بشر د حقوقو پر وضعیت څارنه؛

 – د ښځو او کوچنیانو د حقوقو څخه ملاتړ؛

 – د بشري مرستو همغږې کول؛

 – د قانون د حاکمیت او د دولتي موسساتو څخه ملاتړ؛

 – د افغانستان د بیا رغونې او ودې په پروژه کې مرسته.

 په دې دوره کې په ملگرو ملتونو کې ( ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۷ پورې ) د افغانستان  د سفیر فرید ظریف موقفونه هم په دغه سازمان کې د یادونې وړ دي؛ ظریف د ملگرو‌ملتونو په موسسه کې بیلابیلې دندې درلودلې چې له هغه ډلې نوموړي له کال ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ کاله پوري په کوسووا کې د ملگروملتونو د سرمنشي ځانگړی استازی او له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ کاله پورې لایبریا کې د سرمنشي ځانگړی استازی په ؤ.

   خو؛

 د ۲۰۲۱ له اگست څخه وروسته چې کله طالبان بیا واک ته ورسیدل د ملگرو ملتونو او د طالبانو حکومت اړیکې یوه پیچیلې پړاو، ته ورننوتې، په دې مانا چې له یوې خوا ملگري ملتونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني او له بلې خوا خپل تعامل یې د یوناما په چوکاټ کې فعال ساتلی دی.  ملگري ملتونه او د هغه اړوند موسسات خپل تخنیکي او د بشري مرستو، لړۍ ته دوام ورکوي، خو ‌په سیاسي لحاظ د ښځو د حقونو او په ټوله کې د بشر د حقوقو او د قانون د حاکمیت په هکله د ملگرو ملتونو او ‌طالبانو د حکومت تر منځ لا تر اوسه هم اوږد واټن شته.

  په ملګرو ملتونو کې؛ د افغانستان اتیا کلن مزل| پوهاند ستانکزی – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...