تاند- نن د ډسمبر درېیمه د معذورانو (معیوبانو) نړیواله ورځ ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) اټکل کوي چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانان له «جدي» معلولیتونو سره ژوند کوي.
دا ورځ له ۱۹۹۲ کال راهیسې هر کال د دسمبر په درېیمه، د معلولانو د حقونو، اړتیاوو او ونډې په اړه د پوهاوي لوړولو په هدف نمانځل کېږي.
یوناما نن (د ۲۰۲۵ د دسمبر ۳ مه) په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې ګڼ شمېر افغانان له لسګونو کلونو جګړو ځورېدلي، او تر ټولو ستر بار د افغان ماشومانو پر اوږو دی.
یوناما لیکلي: «د معلولیت په ورځ موږ د معلولیت لرونکو اشخاصو درناوی کوو او د ټولو لپاره د یو شامل، عادلانه او دوامدار افغانستان غوښتنه کوو.»
تېر کال، د معلولینو او شهیدانو چارو وزارت (MoMDA) د همدې ورځې د لمانځلو په مناسبت اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې یې د ۱۸۹،۶۳۵ معلولیت لرونکو کسانو نومونه ثبت کړي دي — چې پکې ملکي وګړي، هغه کسان چې د طبیعي پېښو له امله معلول شوي، او هغه قضیې شاملې دي چې د اوسني اسلامي امارت او پخواني حکومت پر مهال ثبت شوې دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د تېرو کلونو د معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې شاوخوا ۴،۴ ميليونه کسان بېلابېل جسمي معلولیتونه لري.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنلارې له مخې چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال چمتو شوې وه، هر کال معذورانو ته ۶۰ زره او جزوي معلولانو ته ۳۰ زره افغانۍ مرستې ورکول کېدې، خو د دغو معذورانو په وینا اوس د مرستو اندازه ۳۶ زره او ۱۸زره ته راټیټه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د پرېکړې پر اساس، له ۱۹۹۲ راهيسې هر کال د دسمبر درېیمه د معذورانو یا معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نومولو موخه د معلولیت اړوند مسئلو په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د معلولیت لرونکو کسانو د وقار، حقونو او هوساینې ملاتړ کول دي.
د معلولینو ( جسمی – بدنی ) په هکله یو څو لنډی څرګندونی:
۱ – تر ۵۰ کلونو مخکی پوری افغانستان له معدودو هیوادونو څخه شمیرل کیدی کوم چی د نفوس په تناسب جسمی معلولین پکی ډیر کم وه ( خصوصاً مور زاده معلولین، علت ئی د والدینو لخوا د کیمیاوی او مخدره موادو او الکولو څخه نه استفاده وه ).
امّا
کله چی زموږ روشنفکران د وخت د قدرتونو د لمسون او تشویق په اساس په فکری – عقیدتی تسمّم یا ووایو ایډیولوژیک معلولیت اخته شوه نو نتیجه ئی د مظلوم وولس پر لمنه او نغَری باندی د زرګونو زرګونو جسمی معلولینو تحمیل ۇ.
۲ – جسمی معلولین عموماً د غیرت او شهامت خاوندان دی او تر وس پوری کوښښ کوی چی خپلی ورځنی ستونزی خپله حل کړی. ما وطن ته د سفر په ترڅ کی له نژدی ولیده چی د ګدایانو او سۇالګرو په ډله کی ۹۰٪ ئی سالم کسان او فقط ۱۰ ٪ ئی جسمی معلولین وه او اکثرو معلولینو ځان په یو شغل بوخت کړی او ځانته ئی حلاله ګوله موندله.
۳ – جسمی معلولین د سخت زړه سوی او ځانګړی پاملرنی وړ دی چی البته مرسته ور سره ستر ثوابونه لری.
۴ – د یو منصفانه قضاوت له مخی، جمهوریت ډیری لاسته راوړنی درلودی چی یوه مهمه او د پام وړ لاسته راوړنه ئی دا وه چی د هیواد ټول معلولین ( د هری فکری جبهی قربانیان چی وه) د اقتصادی او معیشتی چتر لاندی راوستی او لاس نیوی ئی شوی ۇ حتی ډیرو معلولینو ته تخنیکی امکانات ور کړه شوی وه.
۵ – د اوریدو څخه اوسمهال طالب چارواکو د معلولینو سره مرستی درولی یا محدودی کړی دی او ممکن توجیه ئی دا وی چی د معلولینو یا متقاعدینو سره اقتصادی مرستی د ملا ابوحنیفه کاکو د فِقه خلاف کړنه ده.