پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+په دې ورځ ببرک کارمل په مسکو کې ومړ

په دې ورځ ببرک کارمل په مسکو کې ومړ

تاند- ببرک کارمل د ۱۹۲۹ د جنورۍ په ۶ مه زېږېدلی دی. د ۱۹۹۶ د دسمبر په ۳ مه (د ۱۳۷۵ د قوس ۱۳ مه) په مسکو کې مړ شوی دی.

(له ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۳ پورې د افغانستان د ولسي جرګې غړی و.)

ببرک کارمل له نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین وروسته د خلق دیموکراتیک ګوند درېیم دولتمشر دی په دې توپیر چې لومړني دوه د پوځي کودتا له لارې واک ته ورسیدل خو ببرک کارمل د شوروي اتحاد له یرغل او د شوروي پوځونو له لوري د وخت د دولتمشر حفیظ الله امین له وژل کېدو وروسته د واک پر ګدۍ کېښنول شو.

ببرک کارمل لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په اماني (نجات) لېسه کې وکړې، په ۱۹۴۸م کال کې له ښوونځي تر فارغت وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې شامل شو.

د ببرک کارمل د ظاهرشاه د سلطنت په دوره کې د ملي اردو د یوه پوځي ډګرجنرال محمد حسين هاشم زوی دی.

دی د ۱۹۲۹م کال د فبروۍ په مياشت کې د کابل په قمري کې زېږېدلی دی. د کارمل پلار یوه موده د پکتیا والي پاتې شوی دی. خو ويل کيږي چې د کارمل پلار د خپل زوی له سياسي نظریو خوښ نه و او په همدې اساس يې نوموړی له ځان شړلی و.

د کارمل د قوم په په اړه ډیر وضاحت نه شته خو ده په خپله په هغه بیوګرافي کې چې د ولسي جرګې د وکیل په توګه یې خپره کړې، ځان پښتون بللی خو ورور یې (بریالي) بیا په خپله بیوګرافي کې ځان تاجک بللی دی. ځینې نور بیا وايي چې کارمل له اره کشمیری و او مخالفان یې وايي چې کارمل اصلاً هندي الاصله و.

کارمل په ۱۳۳۴ لمریز کال د افراطي سیاست په خاطر د لنډ وخت لپاره بندي شو خو یو کال وروسته په پلان وزارت کې مقرر شو.

له دې لس کاله وروسته یعني د ۱۳۴۳ په جدي کې یې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د نورمحمد تره کي په کور کې جوړه شوې وه او په لړ کې یې د خلق دیموکراتیک ګوند تاسیس شو.

کارمل په ۱۳۴۳ لمریز کال د اساسي قانون له تصویبېدو وروسته د ولسي جرګې په لومړنیو انتخاباتو کې د کابل د استازي په توګه غوره شو. په ولسي جرګه کې د ده ویناوو د کمونیزم او لینینزم په وړاندې حساسیتونه وپارول.

په ۱۳۴۵ لمریز کال د خلق دیموکراتیک ګوند په دوو برخو ووېشل شو؛ یوه یې خلق او بله پرچم وه. د خلق مشري د نورمحمد تره کي په غاړه وه او د پرچم مشري ببرک او میراکبر خیبر ته ورسیده.

خیبر نرم دریځی و خو ببرک کارمل، چې په ستالنیزم – لینینزم باور درلود، افراطي کمونیست و.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په اوومه له کودتا وروسته، چې امین او د خلق ګوند پوځیانو بریالۍ کړه، ببرک کارمل د انقلابي شورا مرستیال او د صدراعظم مرستیال شو خو ډېر وخت تېر نه شو چې د کودتايي واک له اصلي ترلاسه کوونکي حفیظ الله امین سره یې اختلاف زیات شو او د هغه له لوري له یو شمېر نورو پرچمیانو لکه نجیب الله بیلابیلو سفارتونو ته ولېږل شو. ببرک کارمل د چکسلواکیا سفیر ونومول شو. خو ببرک کارمل په چکسلواکیا کې د سفارت پیسې له ځان سره یووړې او تر یوې مودې پورې د سلواکیا په یوه ښارګي کې تر هغو واوسیده چې شوروي اتحاد ته یې قناعت ورکړ چې افغانستان ته پوځونه ولیږي.

ببرک کارمل د جدي د شپږمې په ماښام د تاجکستان او تاشکند له راډیوګانو وینا وکړه چې د «جلاد امین» تخته نسکوره شوې ده او واک خلکو ته په لاس ورغلی دی.

ببرک کارمل په ۱۹۹۶ ز کال کې د ۶۷ کلونو په عمر د روسيې په پلازمېنه مسکو کې مړ شو. د ده مړی د بلخ ولایت په حیرتان ښارګي کې خاورو ته هغه مهال وسپارل شو چې جنرال دوستم پر دې ولایت واکمن و خو کله چې طالبانو د حیرتان په شمول بلخ ولایت ونیوه، د ببرک کارمل مړی یې امو سین ته واچاوه.

8 COMMENTS

  1. دا په دې مانا چې کشمیري ببرک کارمل چې خلکو به ورته کارغل ویلې دومره په کمونیزم لینیزم مین وو چې مړی یې هم بېرته اوبو وروړ.
    ببرک ، بریالی ، فرید مرده ، نجم الدین کاویانی ، نبي عظیمي ، سلطان علي ګوسپو اصلي او واقعي کمونستان وو. هغه چې مړه دي اوس به ټول د دوزخ په لمبو کې له جنرال ضیاالباطل سره یوځای سوځی .

  2. دغه سړی ډیره بیړه کوله ، هغه افغانان او د هغوی کلک باورونه نه پیژندل غوښتل یی په یوه میاشت کی افغانستان لکه شوروی یا المان شرق ترقی وکړی او هرڅه نوی شی خبر نه و چی پرمختګ ډیر وخت ته اړتیا لری هغه وخت دافغانسان ۹۵فیصده خلک بیسواده و نو کوپراتیف یی څه پیژاند هی هی بیړه حتماً کلک غورځیدل لری

  3. سلامونه
    یو خو د ده زیږیدلو کلی قمری نه (کمري )نومیده .کابل کې. او که دوی کشمیریان و پلار ته ې ولې ظاهر خان جنرالي ورکړې وه؟
    د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس، او د پورته وروڼو مبصرینو په تایید ،زما په نظر د دوهم شاه شجاع د روسانو پر ټانک راوستل او د بر حال پریزډنټ امین وژل او دا چې وروسته په وطن کې څه غمیزې راغلې هماغه د افغانستان د دښمنانو ستراتیژیکه ډیپ ابلیسي پلان پلی کول و چې لا اوس هم دوام لري یعنې لکه یوګوسلاویا پلیده تجزیه!!!
    له الله غواړم چې ټول ملي او اسلامي وروڼه شعوب او قبایل د سپیڅلي افغان نامه لاندې لکه یو زړه متحد وي او د دښمنانو دا توطيې، دسیسې او پلیدې موخې ګورستان او قبرونو ته یوسي. آمین ثم آمین.

  4. سیاسی – اجتماعی – فرهنګی مبارزه او تلاښ د هر افغان مدنی حق او حتی ملی رسالت ؤ او دئ خو خبره دا ده چی زموږ د ټولنی ډیره برخه د علم او سواد په ګاڼه سمبال نه وه او نه ده ضمناً د علم او سواد او مبارزې شوقی قِشر مو د مبارزې د اصولو د رعایت څخه لیری وه او د ټولنی د روحی – اجتماعی بافت او جوړښت د څرنګوالی د درک څخه عاجزه وه بناً د مختلفو مبارزینو مبارزاتی ( تئوریکی – پراکتیکی – ستراژیکی) آس د ریګی طوفانونو سره مخامخ سو او سترګی ئې کمزوری او حتی ړندې سوې البته زموږ د روشنفکرانو او مبارزینو د فکری تجهیز شا ته د لویو شرقی او غربی قدرتونو سلیقه ای لاسونه او مداخلې له ورایه ښکارېدې او ښکاری.
    په هره توګه، کارمل زموږ د هیواد د روانی پېړۍ د سیاسی مشرانو له جملې څخه تر ټولو احمق او کرغېړن او پردۍ ایډیولژی ته وفادار او ناکام او بدنام کس ؤ البته ها نور درې ئې هم د ډیرو منفی نقاطو او نکاتو درلوونکی وه.
    د ثور پر رهبرانو باندی ډیر تُند او وارد اعتراض دا دئ چی:
    هغوی ولی د چپی افکارو تر څنګ خپل نشنلیسټی او تباری افکار او احساسات په ځان کی روزلی وه؟
    یا باید له اولی ورځی ئې ځانونه ۱۰۰ % په چپی افکارو سمبال کړی وای یا ۱۰۰% ئې ځانونه په نشنلیسټی – تباری افکارو سمبال کړی وای چی نتیجه به دا نه وای چی مثلاً نن ورځ یو بل ته د ملی غلو ( دزدانو ) په سترګه وګوری.
    بله مهمه خبره دا ده چی:
    زموږ د سیاسی – اجتماعی کړکیچ عوامل د ” اشخاصو ” په څرنګوالی کی د تعریف او بحث وړ نه دی بلکه ددې کړکیچ عوامل د قدرتونو د نُسخو په تجویز او اِعمال کی نغښتی دی ( مثلاً که ببرک کارمل نه وای نو دا ماموریت به د هغه یا هغوی د ګوند بل غړی ته ور سپارل سوئ وای چی البته هغه کس به هم ببرک غوندی منفور وای ، زما د ادعا د ثبوت سند دا دئ چی د شوروی د یرغل په وړاندی د خلق او پرچم د ګوند هیڅ غړی منفی مقاومت نه ؤ کړئ ) .
    بله مهمه خبره دا ده چی:
    د یو پښتون شخص لخوا په قومی او تباری انګېزه د بدبخته ببرک کارمل غندنه د منلو وړ نه ده لکه څنګه چی د یو غیر پښتون لخوا په قومی او تباری انګېزه د ها نورو درو بدبختو غندنه د منلو وړ نه ده.
    ملی قضاوتونه باید فقط او فقط په ملی – انسانی روحیه او منطق تر سره سی نه په غیر ملی روحیه.

  5. سلام
    ببرک کوم ګلان کرلی چې نه شنه کیږی؟
    راځی انصافا لږ شان ته قضاوت وکړو او د معادلې پراصلی محراق اوټکوباندې بحث وکړو هغه فرضيې چې دلته باید مطرح شی هغو باندې رڼا واچوو. لومړی سواد یوازې په لوستلو اولیکلو پورې نه محدود کیږی بلکې پراخ پوهاوی او سم دریځ ا و انسانی رسالت دی.دمثال په توګه کله چې په انسانی علومو کې دا خبره راځی کوم چې غلام حضرت ورور ګوته ور ته نیولې لکه : سیاسی، اجتماعی، فرهنګی، مدنی او حقوقی ، هلې ځلې او حتی د ملی رسالت یادونه شوې داهریو جلا تعریف ،پېژندګلوی، اصول محتوا او اساسات لری. سم کارول یې زموږ کار دی .افکار ،احساسات او لیدلوری ظرفیت او کدری شخصیت یا په بل عبارت رهبری بیاد قضیې بل اړخ جوړوی. مشران اوکشران ، بګیر او نمان ، کامیاب او نا کام هغه پراګماتیک ابزار دی چې بیاهم سوادی او یسوادی ته راڅرخی.ځکه زموږ ټولنه دسواد هغې مرحل ته په فکری لجاظ نه ده رسیدلی نوځکه به لوړه کچه سلیقوی برخورد لرو به ساده نیوکه کې یو اوبل نه شو تحمل کولی ولو که حقیقت او دخلکو په ګټه هم وی چې دابیا کلتوری او فردی اړخ لری.
    تاسې ټول په تاند کې دزاخیلوال او کرزی تصویر وینی چې الوتکې کې ناست دی اوبهر ته روان دی( شرم او حیا څه شول؟؟؟؟؟؟؟) دچا له برکته ۲۳ میلونه ولس دفاجعې په پاڼ ولاړ دی ، بربادی او نابودۍ ، تباهی او رکود،قلع اوقمع دهمدې دیګ او ټېپرو په بی ایمانی او بې غیرتی . فلهذا یوه بېسواده ټولنه کې دخاین ،غدار، جنایت کار، وطن پلرونکی، ناکام مزدور لپاره د مدنی حقوقو په تیوری کې دجنایت کچه څرګنده ده دملی صیانت سره خیانت خورد پاو چارک من اوخروار ،ژبه او رنګ ، مقام او قدرت منطق نه لری.
    ببرک کارغل یوګوډاګی وه فاسد ترین مکروب بې ایمان او عقیدې ولس ته مخ توری بې سیاسته اوبې فرهنګه دتاریخ کندې ته ولوید اناهیتا یې دامبریالیزم به مکتب کې سا ورکړله نجیب ګاو یې دکابل پوهنتون دطب پوهنځی له دریم ټولګی ډراپ شو او بیا په ناکامی سره یې دملګرو ملتو په دفترکې شپې او ورځې سبا کولې
    تبصره دهرچانظر اوحق دی خو دوچو په زور لانده سوزول به مناسب کار نه وی وایی مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید! ما له تکړه او با استعداده مرکه کوونکی سره مجیب الرحمن بهیر سره دعبداللطیف نظری داقتصاد وزارت د معین خبرې واوریدلې هغه وایی چې زه د پوهنتون استادوم زه حیران شوم چې دده زده کوو نکو به له ده څخه څه زده کړی وی کله چې دي دومره مشکلات لری. اوکله چې دپوهنتون داستادی له ادر س دغه ډول پوهه لیدل کیږی نو خبره ذلیل ابن ذلیل ته وخی چې زاغ زنده باد!

  6. په دی هیواد کي د کمونیزم، مجاهد، اسلام پاله، دموکرات او ټکنوکرات تر نامه لاندې ښه د سیاسی قدرت لوبه وشوه او لا هم روانه ده. د افغانستان خلک نه هغومره تیوریستان وه چی کمونیزم یی منلی وی، نه دومره لیبرالان وو چي امریکایی او غربی دموکراسی یی منلی وی او نه دومره تنګ نظره او اسلام پاله دي چي طالبی نسخه قبوله کړی. دلته به مجاهد د ورځی له روسانو سره جنګیده او مکتب به یی سوځاوه، خو د شپی به بیا موسیقی محفل ته ناست او خپل مزاج سماوه. هماِغه متل دی چی نه دی دین سوی نه د غږږږږږږږږږږږږ
    ولسواکه حکومت که هرڅومره ضعیف وی ، له استبدادی نظام نه بهتره دی. مهمه نده جی دا استبداد د مکتب او نظریی له آدرسه وی یا ددین او مذهب له آدرسه.

  7. دا په دې مانا نه ده چې نورو ته برات ورکړو

    که له امو راغلی که له پنجاب راغلی
    د انقلاب په نامه خانه خراب راغلی
    زمونږ د ژوند خونه یې زیرو زبر کړله
    یو له رواجه بهر بل بې کتاب راغلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب