جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهد لیک پای| محمداکبر کرګر

د لیک پای| محمداکبر کرګر

نه٫ نه ٫ همدی  و٠ همدی له ماسره په کوټه کې اوسيده٠ په کوټه قلفي کې و ٠
-ته څوک يادوې ؟
-همدا چې سرباز يې نوم واخيست ٠
-څوک ؟
-سربلند !!
په حيرانۍ مې وپوښته : نو هغه څه شو ؟
-دهغه کيسه ډيره اوږده ده ٠ کيسه يې ډيره اوږده ده ٠ ته اوس چوپ شه دلته عسکر گرځي چې خبرې مو وانه وري ٠
سرباز بيا بهر څو وارې دسربلند نوم واخيست ٠ تورن صمد دهغه دنوم په اوريدو سر وخوځاوه ٠ څه يې ونه ويل ٠
۞۞۞
دحوت دمياشتې وروستۍ جمعه وه ٠ تنکۍ غرمه لگيدلې وه چې دزمانخان کلا دخاورين او د دوړو اوخاورو ډک سړک نه په تنگو کوڅو چې سرونه يې دکلي له نسه په يو شان بهر راوتلي و٫ په منځ کوڅه ورننوتم ٠ ښايسته داوږدې کوڅې له نيمايې نه زيات ورننوتم چې دهغه دکور دمخې دروازې ته ودريدم ٠ په لويه دروازه کې ديوستوى کوچنۍ کړکۍ پر تمبه چې يو تن په کې په اسانۍ ننوتلى شو داوسپني يوه ټوټه دټک ټک لپاره ځوړنده وه ٠ هغې ته مې زور ورکړ ٠ له دننه دپښو اواز واوريدل شوه ٠  غږوشو ٫ درغلم ٠
هغه راووت ٠ له روغبړ نه وروسته په کوټه کې کښيناستو ٠ بيرته له کوره راووتو ٠ اودزمانخان کلا له تنگو کوڅو څخه خاورين اود دوړو ډک سړک ته راووتو ٠پسرلى په لگيدو ٠ هوا دچا خبره ماته شوې وه ٠ شين اسمان اوځلانده لمر وينځلې هوا ځانگړی اغيز درلود ٠ خو بوږنوونکې فضا دويرې اوترهې نه ډک ماحول هر څه پردي کړي وو٠ موږ دواړه له تنگې کوڅې دسړک سورورې غاړې ته راووتو ٠
موټر ته تم شو سړک دوړو اوگرد نيولې و ٠ دښاريانو ذهني فضا هم داسې تته اونا روښانه وه ٠ کله چې به موټر تير شو د دوړو يوه اوږده ليکه به يې په ځان پسې راکښله ٠ ځيني لاروي ورسره عادت وو٠ خو ځينو به بيا دسمال اويا دڅادر پيڅکه تر سږمو نيولې وه ٠ مخ به يې پټ کړی و٠ چې گرد اوخاورې  يې په سږمو کې داخلې نه شي ٠
خو زه دسربلند کيسه کوم ٠ هغه جگ نرى زلمى و ٠ نري بريت يې دمخ دراوتلو بارخوگانو له پاسه دليکاڼي دښکلي خط په څير بريښيدل ٠ ببر او ښه ببر ويښتان يې پر اوږو پراته و٠ دچپه تڼۍ خت يې په غاړه و ٠شميرلې خبرې يې کولې ٠ په حساب گړيده ٠ په حالاتو يې خبرې کولې ٠ له مانه يې دخپلې مينې رازونه هم پټ نه ساتل ٠ دگاونډۍ پيغلې سره يې دخپلې مينې په باب ډير څه وويل ٠ هر وخت به يې دهغې خبرې کولې خو دا وار يې ډير څه وويل ٠ کورنۍ هم راضي وه چې اوس دچا خبره دهغه پښه بنده کړي ٠ داوخت هغه خپلې زده کړې پاې ته رسولې وې ٠ په راډيو تلويزيون کې يې په کار پيل کړی  و ٠ اوله خپله کاره هم ډير خوشحاله مالوميده ٠ له خپله کاره اوله خپلې مينې ٠
په خبر خبرو کې دبس تم ځاى ته ورنژدې شو ٠ بيا بيا يې دحالاتو يادونه وکړه ٠ همدومر ه يې وويل: زموږ ډير دوستان اوملگري  يې بنديان کړل ٠ډير لانتي سړى دى ٠ بې رحمه جلاد دى ٠ ٠.٠ دوخت واکمن ته يې اشاره وه ٠

           په خبرو کې د بس تم ځاى ته ورسيدو ٠ غاړه مو سره ورکړه ٠ خداى پاماني مو وکړه ٠ په بس کې يوې څوکۍ ته کښيناستم ٠ هغه ستون شو ٠ له ليرې مې کاته چې يو وار يې بيا شاته وکتل ٠ ببر سر يې دولو په منځ کې راستون کړ اوبيا يې لاس وخوځاوه ٠ په دې هيله چې ژر ووينو ٠ اوبيا ووينو ٠ گاډي حرکټ وکړ ٠ په دوړو کې ورک شو ٠ گاډى پنا شو ٠ هغه هم په کوڅه کې ننوت ٠ اوبيا مو سره ونه ليدل ٠ زه له څو بسونو دبدلولو وروسته کورته ورسيدم ٠ خو دهغه خبرې اوانديښنې مې  همداسې پر سر کې تاويدلې ٠ ((٠٠ داسپي موږ نه پريږدي ٠٠ زموږ پايڅو ته خوله رااچوي ٠ موږ ځوروي ٠ بنديانوي ٠ اوشکنجه ٠٠))
له زمانخان کلا نه تر ميرويس ميدان پورې په ټوله لاره کې دهغه دمانا داره خبرو سره په سوچونو کې زنگيدم ٠ دهغه خبرو د شپې هم خوب ته پرې نه ښودم ٠خوب نه راته ٠
اوونۍ دوه وروسته زه هم جيل ته ولاړم ٠ دجيل فضا ډيره ځوروونکې وه ٠ په جيل کې مو بهر انگړ ته دوتلو اجازه نه درلوده ٠ شپه اوورځ به دجيل په چټل اوبويناک دهليز کې پراته وو ٠ پنجرې به راپسې تړلې وې ٠ هره جمعه به دبنديانو پايوازان راتلل او په وار به يې دهر چا نوم اخيست ٠ ټول بنديان به خپلو نومونو اخيستلو ته غوږ وو ٠

څو مياشتې وروسته کوټه قلف دهليز ته يوړل شوم٠ هلته په يوه تنگه کوټه کې چې ايله بيله څلور تنه به خوا په خوا سره ځاييدل ٫ پريوتلو ٠ سرباز يو نوم واخيست ٠ سرباز دعادت له مخې دا نوم څو وارې تکرار کړ ٠ سربلند ٫سربلند ٫!
خو د نامه ځواب چا ونه وايه لکه چې دلته نور سربلند نه و ٠ لکه چې سربلند هماغه يو کس و ٠ چې اوس نه و ٠ لکه چې د نورو سرونه دهغه په څير جگ نه و ٠ خو په هر حال دلته نور سربلند نه و ٠
خو د نامه په وړاندې څوک پيدا نه شول ٠ ارومرو چې دهغه پايواز به هغه ته جامې هم راوړې وې ٠ دا کار څو څو وارې تکرار شوی و ٠ دهغه پايواز به څو څو وار ې ناهيلى ستون شوى و ٠ اوپه کور کې به يې دهغه بوډۍ مور ته څه ويلي و؟ ددې تصورکول  نو بيله  اوجلا خبره ده چې څنگه چا کولی شول دهغه زړه خوږې مور ته قناعت ورکړي٠ ما ته هغه مهال دا ټولې پوښتنې په مخ کې ودريدې ٠
ناڅاپه مې له خولې ووتل ٠ دا به هماغه سربلند وي ٠ هماغه زموږ سربلند ٠ هماغه زلمى سربلند ٠ اوپه زړه کې مې دهغه دليدو تنده يو وار بيا په غزونو شوه ٠ کوم سربلند ؟ دنوم په اوريدو مې بيا ذهن دزمانخان کلا تنگو کوڅو ته ننووت٠ ديو ښکلي زلمي سره په خبرو بوخت شوم ٠ بس ته تم شوم٠ ودريدم ٠ بس حرکت وکړ ٫ ما مخ بيا واړاوه٠ هغه له ليرې مخ راواړاوه٠ لاس يې وخوځاوه ٠ خو نه٠ نه   ٠ نه خو  بس بيرته شاته راغى اونه  خو هغه له تنگو کوڅو بيرته راووت همداسې په تنگو کوڅو کې دتورتمونو ٠٠٠٠٠اوترږميو په کوڅو کې ٠

۞۞۞
کوټه قلف ته نوي راغلي افسر تورن صمدوويل : هغه زه پيژنم ٠ زما ملگرى و ٠ له ماسره په دهمزنگ کې په يوه کوټه کې و ٠ د صدارت  په کوټه قلفۍ کې  هم يو ځای و ٠ دى هماغه سربلند دى ٠ داچې سرباز يې ورته نوم واخيست ٠
اوس يې هم يوه نښه له ماسره شته ٠ دډيرو خطرونو سره سره مې له لاسه ورنه کړه گوندې که ژوندى  له  زندانه ووځم چې  مورته يې وروسپارم ٠
ما د صمد خبره ونيوله ترې ومې پوښتل :
ښه ته دسربلند نوره کيسه وکړه ٠
هغه زياته کړه : موږ په يوه کوټه کې و ٠ يوه ورځ ماښام يې هغه کوټې ته راننويست ٠ خبرې يې نه شوی کولاى ٠ هغه يې ډير وهلی اوټکولی و٠ دبرېښنا مزي يې ورته په پښو کې ورکړي وو ٠ په کاليو يې دوينو رټې پرتې وې ٠ زموږ کوټه دخطرناکو بنديانو دکوټې په نوم ياديده ٠ ويل کيدل چې دلته د رژيم پر ضد خطرناک بنديان دي ٠ نو ځکه خو لويو کسانو پخپله تحقيق کاوه ٠ سربلند يې هم په پوځ کې دکارکولو په تو ر نيولي وو ٠ په اوله شپه يې دوهلو اوبرېښنا له امله خبرې نه شوی کولى ٠ ډير وروسته په خبرو راغى ٠ څو ورځې يې څه شى نه وو خوړلي ٠ نار نهور و٫ اوله دې سره شکنجه شوی  هم و ٠ ماترې وپوښتل :
څه يې ترې غوښتل :
صمد وويل : لست يې ترې غوښت ٠ دافسرانو لست ٠ همدومره پوه شوم چې هغه اوڅو تنه نور استادان يې دکودتا په تور بنديان کړي وو چې په پوځ کې کار کوي ٠
پوښتنه يې ترې کوله : وروڼه دې چيرې دي ؟
ملگري دې کوم دي ؟ له چا سره روابط لرې ؟ اوداسې نور ٠٠٠
په اخيره شپه له وهلو گونگى شو ى و ٠ په ډير کړاو يې  په پنسل يو ليک وليکه ٠ پر مايې ټينگه وکړه چې ارو مرو يې دهغه کورته وسپارم ٠ هغه پنسل په گوتو کې نه شو نيولى٠ گوتې يې پړسيدلې وې ٫ برېښنا يې گوتې پړسولې وې٠ خو ددې پرزې له راکولو وروسته ورپسې عسکر راننوت  ٠هغه يې په څنگلوکې ونيو او کش يې کړ ٠ اوپه زوره يې تور موټر ته پورته کړ ٠  بيا راستون نه شو ٠ ويل کيدل چې مرگ اووژلو ته بنديان له لسو بجو وروسته له کوټو ويستل کيدل اوبيرته نه راستنيدل ٠ مايې ليک وپوښته چې څه شو :
– فکر کوم چې ليک به اوس هم له ماسره وي :
صمد له ځايه پورته شو ٠ دکوټې په ديوال کې لوړې  کړکۍ ته ودريد٠ کړکۍ ته  ايله بيله دسړي سر وررسيده ٠ اخوا دې خوا يې وکتل بيرته کښيناست ٠
وې ويل :څو ک نشته ٠ دکاليو غوټه يې را پرانيسته پرتوگ يې ترې راوويست ٠ دپرتوگ واښ په غل بازي کې يې گوتې ننويستې ٠ يوه کوچنۍ پرزه يې ترې راوويسته اوماته يې راکړه ٠ ويل يې دا گوره امانت دى ٠ دا ورکه نه کړې ٠ژر يې بيرته راکړې چې که ازاد شوم  بايد دهغه مور ته يې  وسپارم ٠
په کوچني ليک کې يې ليکلي و :
گراني مورې ٠ اودکور ٠٠٠٠
سبا ته دنوي کال لومړۍ ورځ ده تاسې ته مبارکې وايم ٠ مانن شپه چانواري کوي ٠ زه په دې خبره ښه پوهيږم چې دوی مانه پريږدي ٠ خو ما داسې څه نه دي کړي چې زه پرې وشرميږم اوپښيمانه شم ٠ ما اصلآ کوم کار نه دى کړى ٠ دوی غوښتل چې له ما اوله نوروکسانو  ددروغو سند واخلي ٠ خو وايې نه خيست ٠ هر څوک په ژوند کې يوه لاره غوره کوي ٠ زه هم ديوې لارې سړى وم ٠ اوس زه دلمر خاته پر لور خوځم ٠ مورې دوعا راته کوه ٠ ملگرې ته مې  ډيره مينه٠ مخ يې دوروستي وار له پاره ددې ليک دتورو  په وسيله ښکلوم ٠ پر ما پسې مه خپه کيږئ په جگو سترگو له تاسو سره په خوبونو اوخيالونو کې٠
دليک په خلاصيدو سره زما ستونى وپړسيد ٠ صمد ددروازې ښکالو واوريده ٠ کاغذ يې ژر دبالښت لاندې کړ ٠ عسکر راننوت ٠ اوصمد يې هم په توره شپه له کوټې وويست ٠اوبيا يي پته ونه لگيده ٠

٢٠٠٥ کال اپريل ٤

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب