شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهطبیعت زما استاد.... | محسن امین

طبیعت زما استاد…. | محسن امین

داستاني طرح

نن زه ډير خوشحاله يم، نن ما وكولى شو چې زه خپل يو ښوونكى وپيژنم، چې هغه طبيعت دى.

طبيعت ماته ډير څه را وښودل، زه خو په دي حيران يم چې هغه زه څرنګه په شاګردۍ ونيولم، دا ماته ډيره لويه خبره ده.

هغه څوك طبيعت خپل استاد بولي چې طبيعت څه ور زده كړي وي، دي درجې ته رسيدل ډير پړاوونه لري، زه نه يم خبر چې ما به دا پړاوونه تير كړي وي او كه نه، خو هسې مې په زړه كې دا راځي چې هغه زما د ښوونكو نه يو ښونكى دى.

راځئ! زه به تاسې ته دا ټول حال ووايم:

د ورځو نه يوه ورځ زه روان وم، دومره هم نه پوهيدم چې زه په څه شي باندي روان يم، دا يو سرك وْ او كه يوه خړه دښته، يا هيڅ نه وْ په دي نه پوهيدم.

د لږ مزل نه وروسته ګورم چې يو سړى راته مخكې ولاړ دى، او همدا ماته راګوري، په څيره كي يې ډير سكون خور وْ، په تګ تګ كې كله به چې زما سترګي دهغه د سترګو سره

 وجنګيدي، نو زما سترګو به رپ وخوړ او د خپلو شُعاوو لورى به يې بدل كړ.

ورو ورو ورنژدي كيدم، د زړه ټكانونه مې هم شيبه په شيبه زياتيده، لږ وروسته داسې پوه شوم چې ډير ورنژدي شوى يم.

سلام يې راباندي واچاوه او لاس يې راته د ښه راغلاست لپاره ونيوه.
ما زر د سلام ځواب وركړ او د هغه لاس مې په خپل لاس كې ونيوه او بيرته مې زر خوشي كړ، دا هغه وخت وْ، چې ما په كې دا اټكل نه شو كولى چې، ايا زه ډير خوشحاله يم او كه زيات ويريږم؟

په غير معمولي موسكا يې راته وويل” ځوانه! پخير راغلي”

ما ورته په ويريدلي لهجه وويل” خير يوسي، خو دا كوم ځاى دى او ته څوك يې؟!”

هغه په وقار وويل” د ځاى په اړه خو نشم درته ويلى، دومره پوه شه چې د طبيعت سره ولاړ يې؟!”

ما زر خو په بند بند اواز وويل” ططط… طبيعت! د څه شي طبيعت، دا ته څه وائي؟!”

هغه وويل” هو، زه طبيعت يم!”

زه په زړه كې وويريدم، چې دا كوم بل شى نه وي او هسې به ما ويروي.

خو دا ويره مې له زړه نه ژر ووته، دا ځكه چې د دي سړي په خبرو كې ليوالتيا، په ښكلي او زړه راښكونكي څيره باندي يې غير معمولي سكون او په شونډو باندي يې خوره وره موسكا دي ته قانع كړم چې دا رښتيا هم طبيعت دى.

ما ترينه په معصوم انداز وپوښتل” ته انسان يې او كه طبيعت؟”

هغه وويل” زه انسان نه يم، زه صرف طبيعت يم!”

ما ترينه زر وپوښتل” ښــــــه نو د انسان په جامه كې راته ولي ښكاري؟!”

هغه په موسكا وويل” دا ځكه چې ته زما په خبرو باندي يقين او باور وكړي، كه چيري زه تاته د ګل په شكل راغلى وم او يا د شين بوټي په څيره نو تابه هيڅلكه هم يقين نه واى كړى”

بيا مې وويل” يعني ته د ځان نه هر څه جوړولى شي؟!”
هغه وويل” هغه څه شى، چې په ما كې شامل وي هغه زه له ځان نه جوړوم، ته په خپله ووايه چې انسان په طبيعت كې شامل دى او كه نه؟!”

زه د دي سړي په خبرو سخت حيران شوم، ما دا سوچ له ځان سره كاوه چې دا څه په ما كيږي او زه چيرته يم؟

طبيعت ولي زه ځان خواته رابللى يم، چې د هغي څيري ته مې وكتل، نو زما د ځواب په انتظار وْ.

هغه ماته ويلي وْ، چې انسان په طبيعت كې شامل دى او كه نه؟ د دي سوْال ځواب خو ماته پخوا ښه څرګند وْ، خو اوس يې په ويلو كې زړه نا زړه وم، دا ولي؟

هغه راته وويل” ځوانه! زما د سوْال ځواب راكړه، ووايه ايا انسان په طبيعت كې شامل دى او كه نه؟”

زه وويريدم، خبره مې په ستوني كې ونښته، د ستوني تازه كولو نه وروسته مې ورته په ويريدلي اواز وويل” خلك خو وائي چې انسان په طبيعت كې شامل دى…..”

هغه زما خبره راپري كړه، په ډاډ يې وويل” ما د خلكو نه نه،  تا نه پوښتنه كړي وه! ته يې  ووايه”

ما خپل سر باندي د ډير بوج له امله لاس كيښود، ورو مې ورته وويل” وبخښه! زه د دي سوْال ځواب نشم دركولى!”

دا خبره مې چې وكړه، ډير عميقه چوپتيا زما او د هغه ترمينځ خوره شوه، ما لاندي خپلو پښو ته كتل، چې سر به مې پورته كړ او د هغي څيرې ته مې چې وكتل نو هماغسې يې په ډاډ او په نه منونكي انداز يې  راكتلي.

زه په دي حيران وم، چې هغه ولي دومره ډاډمن دى، څيره يې ډيره ښكلي ده، ايا هغه په هر څه پوهيږي؟ ايا هغه رښتيا هم طبيعت دى.

هغه نه مې وپوښتل” تا زه ولي رابللى يم؟!”

هغه وويل” دا ځكه چې ته ما وپيژني، او ما وګوري!”

زه به بيا انديښمن شوم، ترينه مې وپوښتل” ته ماته داسې ثبوت وړاندي كړه چې زه په تاباندي باور وكړم!”

هغه يوه درنه موسكا وكړه، او زما په اوږو يې خپل لاس كيښود، ماسره ترڅنګ ودريد، راته يې وويل” يعني تا تراوسه پوري په ما شك كاوه….”

دا خبره يې راته وكړه، د دي خبرې په اوريدلو سره سم زړه مې يو وړوكى شان سخت ټوپ وواهه، ساه مې زرزر واخيسته او سخت وويريدم.

ستونى مې يو ځل بيا تازه كړ، زه حيران وم چې ما باندي څه كيږي، ايا هغه په ما باندي لوبي كوي!

زه ولي يو ځل ورخطا شوم، ټول بدن كې مې يو لوى بدلون راغى، دا راته ويل كيده چې دا رښتيا هم طبيعت دى…، همدا طبيعت دى…..
هغه زما په اوږه باندي لاس ايښى وْ، ما چې ور وكتل نو ماته يې نه ليدل، يو بل ځاى ته يې كتل او په شونډو يې يوه اثرناكه موسكا وه.

بيا يې دا موسكا ودروله او خپلو شونډو ته يې خوځښت وركړ، ويې ويل” دا وګوره!”

ما وويل” څه شى….” دا خبره مې لا نه وه پوره كړي، چې هغه خپل بل لاس را اوچت كړ او زما د مخې نه يې تير كړ.

لكه يو كس چې په كوم شي باندي لاس تيره وي، لاس يې بيرته په خپل ځاى ودراوه، لږ وړاندي هلته يو څو واړه ډير روښانه ستوري وځليدل، دا ستوري په خپلومنځو كې وخوځيدل راخوځيدل.

لږه شيبه وروسته په هماغه ځاى باندي د شين چمن يوه بيله شوي څنډه مونږ ته ښكاره شوه.

په دي چمن كې د ښكلو او رنګارنګ ګلانو يو څو بوټي ولاړ وْ.
څومره چې فكر كوم البته دا به د سهار وخت وْ، ځكه چې د ګلانو په ښكلو او ښويو پاڼو باندي پـــــــرښو ځانونه ښويه كول او خپلو نورو ملګرو سره به يې په كې لوبي او خنداګاني كولي.

د ګلانو د بوټو نه لاندي د شنو وښو يو لوى فوج ولاړ وْ، د هغوي په سر باندي هم يوه يوه پرښه وه، خو د غو پـــــرښو د ګل د پرښو په څير منډي او لوبي نه شوي كولى.

نو ځكه په بل سبا باندي هره پرښه غواړي چې، د ښكلي، تازه او

نوي غوړيدلي ګل په زينت، ښكلا او ملګرتيا كې  ځان برخمنه او وياړمنه كړي.

دا د پرښو يو اميد وي، د همدي اميد لپاره دوي د ګل لاندي خپل د لنډ او تنګ ژوند شيبې تيروي.

په دي وخت كې د اسمان په غزيدلو څادرنو كې واړه واړه درزونه پيداشول، زه لږ حيران شوم، د ګل او د پرښې نه مې خپل نظر پورته كړ او اسمان ته مې وكتل.

اسمان ته په كتو باندي، سخت خوښ شوم، د دي منظري په ليدلو باندي زما زړه د خوشحالۍ نه په ټوپونو شو.

زما د زړه دا هغه ټكانونه وْ چې، زه پري بلكل نه ستړى كيدم، د ستومانۍ دنيا رانه لرې تښتيدلي وه، بلكې ډير هوسا وم، بعضي وختونو كې خلك چا ته وائي، چې روح ته دي غذا وركړه، په دي ځاى كې پوه شوم چې دا د روح غذا ده.

څو څو ځلي مې ژوره ساه واخيسته، ما تاسې ته خبره د اسمان په اړه كوله، زما نظر په اسمان باندي وْ، په هغه كې سرې سرې ليكې پيدا كيدلي، چې ځير شوم د همدي چمن نه ډير وړاندي يو لوى غر وْ، او دا سرې سرې ليكې د همدي غر شا نه راځليدلي.

داسې ښكاريده لكه د همدي سرو او ژيړو ليكو يوه لويه سرچينه، د دي غر شاته وي.

ورو ورو د غر شاته دا لوى او ځليدونكى څيز په پورته كيدو شو، دي وخت كې طبيعت يو غږ وكړ، ويې ويل” اى غــــــره! ته څه ووايه؟!”

غـــــر وويل” اى كائيناتــــــو، وګورئ! زما شا ته څه شى پټ دى؟ زه كه هر څومره ستاسې په وړاندي څه نه يم، خو د لمر غوندې لوى شى زما شاته پناه اخلي، او زه دومره كولى شم چې تاسې ته د شـــــــــپې په نوم يوه راحت وركونكي ليلى در وبــــښم، او همدارنګه بيرته تاسې باندي د سبا په نوم يو مجنون در وسپارم !”

غر چوپ شو، دي وخت كې ما له ځان سره دا سوچ وكړ، چې رښتيا هم غـــــر سهي وويل، كه دا غرونه نه واى، نو لمر به هميشه زمونږ پر سر ولاړ واى، او ډير وخت وروسته به مونږ ته سپوږمۍ  راتله، او د لمر په څير هغي به هم ډير وخت تيراوه.

ورو ورو مونږ ته د غر شاته د لمر يوه څنډه ښكاره شوه، لمر ورو ورو راپورته كيده، د لمر هغه تيزي او سوزونكي وړانګي اوس تتې وي، او په ټوله نړۍ كې خورې ورې شوي وي.

لمر نړۍ ته دا څرګندوله چې وګورئ زه څومره لوى يم، ټولي نړۍ ته زه رڼايې وربښم.

طبيعت لمر ته وويل” لمـــــره! څه ووايه!”

لمر وويل” اى د الله مخلوقاتو! ماته وګورئ، اوس وخت كې زما په ديدن باندي خپلې سترګي مړې كړئ، دا هغه وخت دى چې ټول ماته كتلى شئ، اوس مې خپل زور را كم كړى دى، وروسته به زما د زور له امله يو هم پورته نشئ راكتلى”

لمر چوپ شو، رښتيا هم اوس مونږ په اسانۍ سره لمر ته كتلى شول.

ما له ځان سره فكر كاوه، دا خو هماغه لمر دى چې  د ورځي په دولس بجو كې مونږ ورته نه شو كتلى.

كله چې لمر پوره ځان را ښكاره كړ، او د سور ټيكلي په څير د غر په سر او د اسمان په يو څنډه كې لږ دمه شو،

نو طبيعت ماته وويل” ځــــــوانه! اوس لاندي د ګل او پرښې ننداري ته وګوره!”

زمونږ اصلي مسئله خو په ګل او پرښې كې وه، نو په دي خبرې باندي ماته ګل او پرښه را په ياد شول.
لاندي مې چې وكتل، نو ما په خپلو سترګو باور نه كاوه، په ګل باندي پرتې پرښې خپل اخرنى كمال وښود، هغه دا چې د لمر په سهارني رڼا كې دې پرښې څومره ښكلا او ځلا دې ګل ته وربښلي وه.

پرښې ګل نور هم ښايسته كړ، لنډه دا چې د لمر په رڼا كې د ګل او د پرښې خوږه  او په زړه پوري خواله ډير زر زړه ته لار پيداكونكي وه.

دواړو سره په مينه يو بل ته خندلي، دا ټول ځكه چې نور د پرښې د تللو وخت رارسيدلى وْ او د دوي ترمنځ به لږ وروسته د وصال پړى شليده.

په دې ښكلي او زړه وړونكي منظري باندي زما سترګي ميخ پاتي شوي وي، زما دا تلوسه وه، چې زه به كله هغه صحنه ګورم چې پرښه د ګل نه رخصت اخلي او خپل اخري پړاوو د ګل په بيخ كې اچوي.

 ما داسې احساسوه چې زه كټ مټ په هماغه چمن كې د ګل او د پرښې اداګانو ته مدهوش ولاړ يم او د هغوي سيل كوم.

چې يو ناڅاپه….يو ناڅاپه توره تياره شوه زما په سترګو باندي، طبيعت يو ځل بيا هماغسې خپل لاس پورته كړى وْ او دا نه منونكي منظره د هماغي سره څو ستوري شوه او بيا هغه ستوري هم د منځه لاړل.

د خولي نه مې يو ناڅاپه ووتل” دا څه وشو؟! دا ولي؟”

خپل شاوخوا ته مې زر زر وكتل، خو هلته هيڅ نه وْ.

ترڅنګ ولاړ طبيعت ته مې وكتل، هغې هماغه پخواني ځاى ته په ژور نظر كتل، ما د هغي لاس ونيو، په تلوسې مې ورته وويل” طبيعـــــــته! دا ښكلي منظره دي څه كړه؟!”

ترينه مې وپوښتل” ايـــــا تا دا لمنځه يوړل؟!”

هغه وويل” نـه! بلكل نه”

ما وويل” ښه بيا چا دا كار وكړ؟!”

هغه وويل” خـــــــزان! دا كار خـــــــزان وكړ!”

د خزان نوم مې چې واوريد نو په سوچ كې شوم….

ورته مې وويل” خــــــزان خو ډير بـــــــد كار وكړ؟ دا ولي؟!”

هغه ماته را وكتل، په خوږ اواز يې وويل چې داسې اواز ډير زر زړه ته لار مومي، لكه د پخوا په څير” ايــــا تاسې انســـــــانان خپلو اولادنو ته او نورو راتلونكو انسانانو ته خپل هغه ځايونه، چې تاسې په كې واړه راغټ شوي وئ، لوبي مو په كې كړي وي او هغه ځايونه چې د ژوند شيبې مو په كې تيري كړي وي، نه خوشي كوئ؟ او ښه په ورين تندي له دي دنيا نه رخصت نه اخلئ؟ ايا داسې نه كـــــــوئ….؟”

د حيرانتيا له كبله زما وريځې پورته ختلې وي، ورو ورو مې ساه اخيسته.

د سوچ نړۍ نه راته دا ويل كيده چې دا مې څه واوريدل، دا خو كټ مټ رښتيا دي….
ما په ژور نظر، هغه په ساده نظر راكتل، بيا يې راته وويل”…دا خو د خزان يوه ورسپارل شوي دنده ده، لكه څنګه چې عــــزرائيل عليه السلام ته د انسانانو د روحونو اخيستلو دنده ورسپارل شوي ده؟ اوس پوه شوي؟!”

 ما خپل وچ ستونى يو ځل بيا را تازه كړ، رښتيا چې هم پوه شوم، دي كې د خزان هيڅ ملامتيا نشته، د دي كار له امله څومره نورو ګلانو او پرښو ته د ژوند كولو حق وركول كيږي.

رښتيا هم زه د طبيعت د تاثير لاندي راغلى وم، زه حيران وم چې رښتيا هم طبيعت ډير څه كولى شي.
طبيعت ته زما په زړه كې ډير احترام او ډيره مينه پيدا شوه، ورو ورو زه پوهيدم چې طبيعت زه د څه لپاره را بللى يم….

د دي ښكلي انځور په ليدو سره، دا راته څرګنده شوه چې دې كې د طبيعت پيغام مونږ ته دا دى چې، مونږ په خپلو منځو كې مينه، محبت، اخلاص او همدردي ولرو، لكه څنګه دا نور چې په خپلو منځو كې ايثار او مينه لري، او په همدي باندي خپل دوه ورځي ژوند په خوشحالۍ سره تيروي، خو هغوي د دي نه هم خوند اخلي، نو مونږ هم بايد په خپلو كې همداسې وكړو.

زه په همدي سوچ كې وم، چې طبيعت راته مخامخ ودريد او راته يې وويل” ځوانه! سر دي خلاص شو، په هغه څه پوه شوي چې ته مې دلته ولي رابللى يې؟!”

ما ورته زر په ادب وويل” هو صيب! پوه شوم، خو يوه خبره دي راته ونه كړه چې ته د ټولو لپاره همداسې ښوونكى يې او كه څنګه؟!”

هغه وويل” نــــــه! په اوس وخت كې زه يوازي د انسان ښوونكى يم!”

ما ورته وويل” دا ولي؟ تا خو ويل چې دا ټول په ما كې شامل دي، ما فكر كاوه چي ته به د ټولو ښوونكى يې؟!”

هغه وويل” ستاسې د پيدايښت نه مخكې ما هغوي ته هر څه ور زده كړي وْ، او اوس ستاسې وخت دى، زه به كوښښ كوم چې همداسې نور خلك هم راوبلم او پوه يې كړم لكه څنګه چې د بعضو خلكو په لارښوونه بريالى شوى يم”

ما وويل” ښــــــه…ښــــــه….!” د لږې چوپتيا نه وروسته مې يو ځل بيا ور وكتل، ورته مې وويل” ښــــــــه، طبيعت صيب! ته څنګه …….؟!”

هغه زر په خپلې خولي لاس كيښود، او راته يې وويل” چوپ شه! زه دي پوهوم…”

ويې ويل” ما تاته مخكې هم خلاصه كړي وه، خو په هغه وخت كې ته پري پوه نه شوي، ځوانه! دا ماته يوه راسپارل شوي دنده ده، او زه هم ستاسې د ټولو په څير د يو خالق او پيداكوونكي بنده او عابد يم؟!”

دي سره طبيعت رانه ولاړ، ما ورته يوه خبره كوله خو هغه تللى وْ، زه حيران وم چې اوس به په دي ناپيژندونكي ځاي كې څه كوم.

خو يو ناڅاپه يو چا په څټ كې ووهلم، چې سترګي مې خلاصي كړي، نو ملګري مې راته ورو وويل” اى….! پاڅيږه! استاد درنه پوښتنه كوي، ته چيرته ورك وي؟”

ګورم چې زه په خپل ټولګۍ كې ناست وم.

     پاى

   22/1/2005

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب