Homeخبرونهپاکستان وايي، د ۴۸ ساعتونو لپاره یې له افغانستان سره اوربند اعلان...

پاکستان وايي، د ۴۸ ساعتونو لپاره یې له افغانستان سره اوربند اعلان کړ

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) پاکستان وايي، پرېکړه یې کړې چې له نن ماښام (له ۶ بجو) څخه تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې له افغانستان سره اوربند اعلان کړي.

پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د بهرنيو چارو وزارت د اعلامیې له مخې راپور ورکړ چې دا پرېکړه د افغان طالبانو د حکومت د رسمي غوښتنې په اساس شوې ده.

خو د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې د اوربند غوښتنه د پاکستان حکومت کړې ده.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:

«د افغان طالبانو د غوښتنې په اساس به له نن ماښام څخه د ۴۸ ساعتونو لپاره موقتي اوربند پلی شي.»

وزارت زیاته کړې چې د دې اوربند هدف د خبرو له لارې د کړکېچ د حل لپاره یو مثبت او رغنده بهیر ته لاره هوارول دي.

سرچینې وایي چې د افغانستان لپاره، د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، به د دې خبرو مشري کوي، او ښايي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم د طالبانو له اړخه په دې خبرو کې برخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...