زه او ته
زه او ته، د نړېدلي کور پر بام يو
زه او ته، نه پر کراره، نه آرام يو
زه او ته، د ناويلي ليک پيغام يو
زه او ته يې محتوا او تريخ انجام يو
زه او ته، په تصور د ميو جام يو
زه او ته، که څه هم خوند يو خو حرام يو
زه او ته، د تراژيد ناول الهام يو
زه او ته، يو حقيقت يو که ابهام يو
زه او ته، د چا څه کېږو، څوک او څه يو؟
زه او ته د کوم محل، کومې کوڅې يو
زه او ته د بې کسي ترخې لمحې يو
زه او ته، په زړه ټوټې، ټوټې ټوټې يو
زه او ته، ژړاوې، ساندې او نارې يو
زه او ته، کونډې يو، بورې بې اسرې يو
زه او ته، آه، مايوسي، حسرت، عُقدې يو
زه او ته، د دين او دود سختې لانجې يو
زه او ته، د خطر زنګ او کرښې سرې يو
زه او ته، د چا څه کېږو، څوک او څه يو؟
زه او ته، د هر شاعر د شعر عنوان يو
زه او ته، مطلع، مقطع، فن د بيان يو
زه او ته يې د کلام پوره داستان يو
زه او ته يې هم غزل او هم ديوان يو
زه او ته، په تصور کې يې جانان يو
زه او ته، کله صدف، کله مرجان يو
زه او ته، نرګس، غاټول غوندې ګلان يو
زه او ته يې شين چمن او ګلستان يو
زه او ته، د چا څه کېږو، څوک او څه يو؟
زه او ته په دې قاموس کې کوم لغت یو
زه او ته، په محروميت کې لوی نعمت يو
زه او ته، چې خرڅې شوي په قيمت يو
زه او ته، چې سپارل شوي په قسمت يو
زه او ته یې یوه برخه د ملکیت یو
زه او ته، ځکه قربان د جهالت يو
زه او ته یې وه غیرت ته اهانت یو
زه او ته، که نوې ناوې شو، عشرت يو
زه او ته، د چا څه کېږو، څوک او څه يو؟
زه او ته، څه قيمتي، ارزانه نه يو
زه او ته، بوډۍ، وړه يا ځوانه نه يو
زه او ته، د چا د لاس بازيچه نه يو
زه او ته، سرتوره نه، بېچاره نه يو
زه او ته، د دوی څوومه ښځه نه يو
زه او ته، د ناروا نر، پرده نه يو
زه او ته، د دې بازار په بيه نه يو
زه او ته، انګور، انار يا مڼه نه يو
زه او ته، د چا څه کېږو، څوک او څه يو؟
د ۲۰۲۵ ميلادي کال د اګست ۱۳
زه اوًته لاړو ورک شو له وطنه له دې کړکېچنه چمنه
مړۍ دتور استعمار شو ، استخباراتو او هراړخیزه لاس وهنه
زه اوته لاړو دجهالت او منافقت ښکلې هوسانې اوتماشې شو
پوهنه لاړه کرامت ورک شو دالری حرام فرهنګ راغلی له بهره
زه او ته له هابیل اوقابیل هم خشن کرکجن او معتصب شو
ولې ؟ څومره ، بیحده ناڅاپه بیوخته او ناقابله ای رهزنه