جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د مینې لاسونه / شاه زلمی

د مینې لاسونه / شاه زلمی

زما د ژوند، هیلو او امیدونو یوازینې آسرې، سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه!

هیله لرم چې دا لیک به د روغتیا او خوښۍ پر مهال درته ورسېږي. که څه هم په جسماني توګه درنه لرې یم، خو په روحاني توګه ستا د مینې لاسونه رانه چاپېر دي.
ګرانې، زه پوهېږم چې زما په نه شتون کې به دې ډېری ستونزې، کړاوونه او د ژوند سختې شېبې ګاللې وي. بې له شکه چې ستا تصور او بیلتون مې د زړه او فکر فولادي تارونه نري کړي دي. کله کله له ځانه سره وایم: هسې نه چې دا دومره دردونه، دا دومره انتظار، او دا دومره فراق، زما او ستا مئین وجودونه ویلي کړي.
خو بیا هم، ستا شتون، یادونه، حوصله، او د ګډو خوبونو هیله قوت راکوي. ته زما لپاره یوازې یو څوک نه یې، بلکې هرڅوک یې، او هغه تکیه یې چې زما شا دې غورزېدو ته نه ده پرېښي. پر تا ویاړم!
زه اوس هم، په دومره لرې فاصله او شړکنده باران کې، ستا تر ټیکري لاندې پټېږم. ستا خوشبو او د لونګین وږمې محسوسوم. پر دسترخوان درسره کښېنم، د پستې مړۍ شخوند دې پر شونډو ږدم، او په سړه هوا کې دې د غېږې په تودوخه کې راټولېږم.
دا به زما تقدیر وي چې حالاتو ستا له ریښمینې غېږي لرې کړی یم. زه ډېر درپسې خفه یم؛ داسې ورځ رامه ولې چې ستا له یاده دې تشه وي.
پر سترګو دې ښکلوم، زما ښکلې.
زما د مینې لاسونه دې ستا له مینې تل ډک وي.
ستا شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٥ د اګست ١٤مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب