تاند『شنبه د زمري ـ اسد ۲۵مه』د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، اوس مهال په هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او د کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د کیندنې او را ایستنې بهیر دوام لري.
دغه اداره وايي، دا د بېلابېلو عناصرو، منرالونو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونه دي.
یاد معاونیت زیاتوي چې په دغو کانونو کې د هېواد په کچه ۱۷۰ زره هېوادوال په مستقیم او نامستقیمه توګه په کار بوخت دي.
سرچینه زیاتوي چې یاد شمېر کسان د سرپنټین، کرومایټ، تالک، سرو زور، ګچو، چوني، اهاکو، نفرایټ، مرمرو، سرپو، کلیسټ، رخامو، ټراوټین، ډبرو سکرو، یاقوتو، سمینټو، باریټ، اوسپني، مسو او یو شمېر موادو په کانونو کي په کارونو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته په هېواد کې د بېکارۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.
اقتصاد پوهان وایي، که روان حالت همداسې دوام وکړي ښایي د بیکارۍ له امله ځوانان غیر قانوني کړنو ته لاس واچوي چې دا چاره به په لویه کچه بې نظمي رامنځته کړي.