جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهلغمان کې د سیند اوبو ۳ تنه ډوب کړي او مړه کړي

لغمان کې د سیند اوبو ۳ تنه ډوب کړي او مړه کړي

‏لغمان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې درې ځوانان د لامبو پر مهال سیند ډوب کړي او مړه شوي دي.

د یادې قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د قرغیو ولسوالۍ «سرخکانو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کاږي چې مړو شوو ځوانانو ۲۰ او ۲۴ او ۲۷ کاله عمر درلود چې د کابل اصلي اوسېدونکي وو او دا مهال لغمان ته د تفریح لپاره راغلي وو.

خبرپاڼې زیاته کړې د یادو ځوانانو له ډلې یې د دوو جسدونه د سیمې اوسېدونکو په همکارۍ له اوبو را اېستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي او یو یې لاهم لادرکه دی.

د اوړي په موسم کې د ختیځو ولایتونو سربېره په ځینو نورو ولایتونو کې هم خلک اوبو ډوب کړي او وژلي دي.

سره له دې چې په دغه برخه کې عامو خلکو او ټولنیزو رسنیو باندې پراخ کمپاینونه وشول خو لاهم خلک له ګواښه په ډکو سیندونو کې له خپل ژوند سره لوبې کوي او لامبې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب