چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+د مخدوم‌قلي فراغي د دوو عرفاني شعرونو پښتو ژباړه

د مخدوم‌قلي فراغي د دوو عرفاني شعرونو پښتو ژباړه

 پوهنمل عزیزالدین يوسفزی / بلخ پوهنتون

مخدوم‌قلي فراغي د ترکمني ژبې ستر شاعر، چې د احمدشاه بابا هم‌مهالی دی، په خپلو شعرونو کې يې د بابا ډېره ستاینه کړې او ښکاري، چې ډېر ارادت او عقیدت یې هم ورته درلود. دغه صوفي شاعر په هغه وخت کې د ایران او ترکمنستان پر پوله (ګنبد کاووس) نومي ځای ته نږدې اوسېده، د وخت له حالاتو يې ژور سياسي شعور او مطالعه درلوده؛ نو ځکه يې د مسلمانانو او سيمې لپاره خپلې ټولې هيلې پر احمدشاه بابا وتړلې او د قوم په استازولۍ يې اړيکې ورسره ټينګې کړې. احمدشاه بابا هم څو ځله بلنه ورکړې او په کندهار کې يې سره ليدلي دي.

د مخدوم‌قلي فراغي د شعرونو په دغه اړخ کې يوازې دا نه دي، چې پښتانه حکمرانان يې ستايلي، بلکې له شعرونو يې د پښتني تاریخ لمن ته څو زرينې پاڼې هم ورزیاتې شوي دي. لکه د هغه وخت یو بل پښتون د کمال خان په نامه هم نوموړي ترکمن شاعر په خپلو ترکمني شعرونو کې ډېر ستایلی او له دې ښکاري، چې ده له افغانستان او افغانانو سره له زړه مینه درلوده.

(۱) ای قلندره!

ای د ميېنو قبيلې سلطانه!

ای د ځلېدونکي تخت پاچا!

ای قلندره!

ما د یار مخ ورک کړی، هر لور ته منډې وهم

دغه نااشنا ته زما خبر ورکړه!

د لارې منځ کې خوار او زار پاتې یم

او بې‌وسۍ ته رسېدلی یمه

او شبلي او مجنون او پير پهلوان

او اویس مې له ځانه سره راوړ

د هغه له ګل او بڼ مې هم خبر واخیست

چې د خزان له یرغلیز بادونو و ژېړ اوښتی

او د زمانې د بدمرغۍ له غمه

ټولو ګلونو (بنفشه) و ماتم نیولی

خندا او خوښي او مینه راکې په خپګان بدل دي

خو رقيبان غواړي چې په مردانه‌ګۍ ورمخ شم

آه قلندره څه اشنا وږم لرې

کاش چې کېدای لږ مې د يار خبر هم واخلم

اوس مې وي شپه و ورځ په فکرونو تېره

او همدغه مې د ژوند دود شوی دی

خدایه په خپل کرم دې ما ته جام راکړه!

او ای قلندره! ته یې قیمت راته ووایه!

ای قلندره!

چې له خالق سره کله مینه کوې

دغه زړه‌تنګي ميېن ته هم

چې يې په چیغو ځمکه او اسمان لرزيږي

يوه غيبي خوشالي ورکړه!

ای قلندره! له مخدوم قلي واوره:

زما ټوټه ـ ټوته هډونه دې دا ستا شي

تن او رګونه او وينې مې،

او عقل او روح مې دا ستا شي

خو یوازې

زما شونډې له يو جام سره خوږې کړه ای قلندره!

 

(۲) پاڅېږه!

د نیمې شپې پر خوب وم

څلور سپاره نږدې شول

ويل يې پاڅېږه!

دروړی مو پيغام دی

وګوره! هلته يوه ډله د سړیو

سره راټول دي

سترګې زما چې کله

په ها څلورو سپرو ولګېدې

زړه مې په جوش راغی

او دنیا مې ټوله پر سر وڅرخېده

له هغو دوو سپرو

چې

لکه په شان د لېونو ښکارېدل

راباندې غږ وکړلو:

بچی ولاړ ولې يې، ورځه په مخه ورځه!

بیا يې له مټ ونیولم

او زه يې له ځانه سره وخوځولم

يو له هغو نه اشاره وکړله:

په سیاحت او سفر پام وساته!

زه ناست وم دوه پيران مې خواته راغلل

دعا په خوله او سترګې يې له اوښکو ډکې

شپږ پلي د ((هو حق)) ویونکي ورسېدل

ـ حضرت ادم به هم راورسېږي.

او اسماني څلور زرغون لباسي

چې يې زرغونې امساګانې وې او روان اسونه

ـ د مجلس دایره ده څومره تنګه،

د دې ټولي دایره لا لویه کړئ!

او له ډېره لرې شپېته سپاره پيدا شول

د حاضرينو منځ کې شور جوړ شو (( حضرت محمد(ص) ورسېد))،

او په هغه لوري لاړل او د يو بل د حال په هڅه کې شول

او ويې ویل: ځئ چې يو پراخه لوی ډګر ته لاړ شو!

زه يې د اس په زین کېنولم

په سیل او سیر تر يو تازه مکانه ورسېدم

په کېناستو یې د يو لوی مجلس پيل وکړ

او ویې ويل: ((بچیه زموږ ټولي ته ننوځه!))

د یو ـ یو نوم مې له حیدره وپوښت:

ـ هغه حضرت پيغمبر دی، د غريبۍ احساس و نه کړې

هغه سلیم خواجه، هغه ابوذر،

او هغه اویس قرني دی، په یاد ولره!

هغه بهاوالدین چې يو کامل انسان دی

او هغه نوموتی زنګي بابا،

او څلور ياران هغوی دي، چې د يو ـ بل تر څنګ ارام ناست دي،

که لرې هر مراد په ژبه يې راوړه!

په هغه وخت کې دوه شېخانو په خبرو شونډې وخوځولې:

ـ د دغه ځوان لپاره پيل وکړئ

او بیا یې وویل: هغوی دېرش تنه دي له پيغمبرانو او دېرش له اصحابانو، ښه يې وپېژنه!

رسول الله په خبرو شونډې پرانيستې: ((ای مېړنیو!

ای سلیم خواجه، ای ښاغلی سلمان!

ابوبکر صدیق، ای عمر عثمان!

د ده بنده اړتیا ته ځان ورسوئ!))

سلیم خواجه و سلېمان ته یې فرمان ورکړ

او هغوی يوه پياله د میو راکړه

د درد ژورو ته یې پرېباستلم

هوښ او عقل مې بایلود، له پښو وغورځېدم

ویې ویل: ((په عرش او فرش کې چې څه شته ورته نظر وکړه!))

لکه د باد څپې د ځمکې رګو ته پرېوتلم

نظر مې وساته تر عرشه پورې

ويې ويل: (( د جبروت عالم ته ننوځه!

د خدای اسرار دې په خپلو سترګو وګوره!))

ناڅاپه هر څه چې مې خيال کې ول ور ورسېدم

او و هر څه ته په کتو مې يې ماهیت ومونده

همداسې هر څه نه فارغ او ارام پروت وم

چې يې اوبه راته پر مخ وشيندلې ویې ويل: ((پاڅېږه!))

رسول الله وويل: (( ای زما صحابه وو ژر راشئ!

دغه بچي ته لومړيتوب ورکړئ

او بیا یې وسپارئ په څلورو سپرو

څو چې يې خپل مکان ته ورسوي.))

مخدوم قلي په دې  وخت سترګې پرانيستې

او په حیرت يې له هغو چې يې لیدلي ول

لکه د اوښ چې سر تاويږي او ځګونه یې له خولې بهيږي

او بیا یې يو غږ واورېد: (( ای بچیه! خدای دې مل شه! مخ ته ځه!))

3 COMMENTS

  1. څو مره زړه راکښونکې شعرونه، پوره خوند مې تري واخیست د تصوف اوصوفیانو نړۍ مې ډیره خوښه ده.
    ښکلي زلمیه ! عمر دې ډیر شه د شعرونو ژباړې ته مو د شاعر احساس په ډیره ښه تو ګه لیږدولي

    • ډېره مننه اغلې سيد!
      دا ستاسې نېک نظر او پېرزوېنه ده؛
      سوکاله او ارامه اوسئ.

  2. ډېره مننه اغلې سید!
    دا ستاسې پېرزوېنه او نېک نظر دی؛
    سوکاله او ارامه اوسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب