دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+افلاطون او پلویان یې|منصور لېوال

افلاطون او پلویان یې|منصور لېوال

څوک چې د ادبیاتو او شعر په اړه څه ناڅه پوهېږي، په دې هم خبر دي چې افلاطون تر بل هر فیلسوف له شعر او شاعر سره زیات مخالفت کړی دی.
افلاطون د خپل فلسفي سیسټم په رڼا کې په شاعرانو نېوکې کولې او د دوی کار ته یې د شک په نظر کتل.
په دې برخه کې د افلاطون مقابل کس ارسطو دی.
ارسطو تر مېلاد څلور پېړۍ له مخه اوسېده. د افلاطون شاګرد و.
په دې خبره کې ډېر لږ کسان شک کوي چې د علم او پوهې مشال تر بل هر لرغوني تمدن په پخواني یونان کې ډېر روښان و. او په دې حقیقت هم لږو کسانو شک کړی چې تر ګردو لوی عالم یونانی ارسطو و.
منصور لېوال

د ارسطو د شعر فن(Poetes) چې د ابونصر فارابي استاد ابوبشر متي د څلورمې هجري پېړۍ په لومړۍ نیمه کې د “بوطیقا” په نوم په عربي ژباړلی، د لرغوني دنیا د شعر او ادب تیوري تر ګردو مهم کتاب دی.

د شعر او هنر په اړه ارسطو د خپل استاد افلاطون له نظریې سره جوړ نه دی. په بوطیقا کې د ارسطو یوه لویه هڅه داده چې د شعر و هنر په باره کې د افلاطون د نظریې ملا ورماته کړي.
لومړی به د شعر او ادب په اړه د ارسطو او افلاطون د نظرونو په توپیر لنډې خبرې وکړو.
د ارسطو دا خبره مشهوره ده چې استاد راباندې ګران دی، خو حقیقت تر استاد هم راباندې ګران دی.
ارسطو ته چې هر ځل حقیقت بل ډول معلوم شوی، د استاد لاره یې پرېښې ده.
افلاطون به ویل چې دا دنیا د ثابتو حقایقو یعنې مثلو (ideas) د سیوري، عکس او کاپي حیثیت لري او شاعران چې د کاپي، کاپي کولو هڅه کوي، کار یې له حقیقته ډېر لرې او کم ارزښته دی.
ارسطو چې کله په “بوطیقا” کې د شعر او تاریخ تر منځ د توپیر خبره کوي، د استاد نظریه بې له دې چې اشاره ورته وکړي، ردوي.
ارسطو لیکي: “د شاعر وظیفه د هغه څه بیان نه دی چې واقع شوي دي، بلکې د هغه څه بیان ده چې ممکنه ده پېښ شي. یعنې د احتمال یا ضرورت پر اساس کېدونی وي.
د شاعر او موُرخ توپیر دا نه دی چې یو په نثر مطلب بیانوي، بل په نظم. ودې شي چې د هرودوتس کتاب په نظم واړوئ، خو بیا به هم تاریخ وي.
د دوی توپیر په دې کې دی چې دا یو هغه څه بیانوي چې پېښ شوي دي او دا بل هغه څه چې ممکن پېښ شي.
په دې حساب شعر تر تاریخ عالي او لا فلسفي شی دی.
ځکه شعر تر ډېره حده له هغه څه غږيږي چې کُلي ماهیت لري، خو تاریخ له جزیي چارو خبرې کوي.
له کُلي چارو مې منظور داسې څه دي چې یو څوک یې د ضرورت یا احتمال له مخې ووایي، یا یې تر سره کړي.”
دا چې شاعر د احتمال یا ضرورت پر اساس د ممکن شي نظیر جوړوي، معنا یې داده چې دی د شیانو ساده کاپي نه کوي، بلکې هغسې نظیر یې جوړوي لکه څنګه چې شیان هغسې باید وي.
د ارسطو د خبرو هدف دادی چې شعر نه یوازې له مُثُل او حقیقته لرې نه دی، بلکې تر تاریخ مُثُلو (مثالي حقایق) ته ور نږدې دی.
په شعر باندې د افلاطون بل اعتراض دا و چې د احساساتو د کنټرول پر ځای د هغو د پارولو سبب ګرځي او په دې ډول عقلانیت ته تاوان رسوي.
ارسطو د تراژیدي په باره کې د خبرو په وخت چې د ده په نظر د شعر تر ګردو ښه نوعه ده، د افلاطون دا اعتراض هم ردوي.
ارسطو وایي: هغه احساسات چې د اجتماعي محدودیتونو په وجه د بنیادم په ذهن کې کوټه کېږي او دا خاصیت پکې شته چې ټولنې ته تاوان واړوي، په تیاتر کې د بې ضرره تحریک په اثر تصفیه کېږي او شدت یې کمېږي.
افلاطون به ویل چې شاعران د جذبې په حال کې د یوه شي نظیر جوړوي، تېروتنې پکې کوي.
ایا شاعر له ګاډۍ ښه خبر دی، که ګاډیوان؟
ارسطو د دغه اعتراض په ځواب کې وویل چې په هنر او واقعي ژوند کې د سموالي معیارونه فرق کوي.
شاعر که د محاکاتو په کار کې پاتې راغی، دا یې عیب دی.
خو که د طب، ګاډیواني یا بل کسب په باره کې یې څه تېروتنه وکړه، دا شعري تېروتنه نه ده، د ده د شعر ارزښت ورسره نه کمېږي؛ ځکه د ده کار دا دی چې یو شی لکه څنګه چې باید وي انځور کړي، نه دا چې ټکي په ټکي یې کاپي کاندې.
لکه مخکې چې مو وویل افلاطون تر بل هر فیلسوف له شعر او شاعر سره ډېر مخالفت کړی دی، خو په مقابل کې یې د ده شاګرد ارسطو د شعر او هنر په اړه د نوموړي تقریباً ټولې نظریې رد او بې بنیاده بللې دي.
ارسطو کابو دوه زره څلور سوه کاله پخوا د شعر په اړه د افلاطون نظریې رد کړې. له ارسطو را وروسته هم ډېرو پوهانو د افلاطون نظریې بې بنیاده وبللې او د شعر او شاعر په اړه یې تر ارسطو هم مهمې خبرې وکړې؛ خو لا هم د شعر او هنر په اړه د افلاطون نظریو د بشر په فکر او ادب سیوری غوړولی دی.
افلاطون له مېلاده دوه زره کاله پخوا اوسېده او همغه وخت یې د شعر او شاعر په اړه پورتنۍ نظریې درلودې(چې بیا وروسته ارسطو د ده نظریي غلطي ثابتي کړې) خو پلویان یې اوس هم کم نه دي او وخت، ناوخته په شعر او شاعر توندي او له تعصبه ډکې نېوکې کوي.
خیال امروهوي وایي:
“شاعري له بېوزلۍ او لوږې کېږي، تاسې به یو شاعر نه وي لېدلی چې د کباب تر خوړلو وروسته یې شعر ویلی وي؟”
دلته د شعر او شاعر په اړه یو ډول طنز وینو، چې شاعر یې بېوزله، نېستمن… بللی او شاعري یې د بېوزلو او بېکارو کار بللی دی.
که څه هم کباب خوړل د ښه ژوند معیار نه دی، خو دلته ترې هدف دادی چې شاعر که لږ هم هوسا ژوند ولري، نو شعر ویل به پرېږدي او بل کار ته به مخه کړي.
یعنې په اصطلاح که څوک په تن پټ او په نس موړ وي، نو شعر ویلو ته به زړه ښه نه کړي.
که څه هم دا ډېره بې بنیاده او غیر منطقي خبره ده، خو د شعر او شاعر په اړه د نوموړي له تعصبه ډک فکر ترې معلومولای شو.
بل خوا زموږ په افغاني او په ځانګړې ډول پښتنې ټولنه کې ډېر کله هنر او هنرمند ته په ښه سترګه نه دي کتل شوي.
سندرغاړي، انځورګران… او داسې نور هنرونه او هنرمندان د دې پر ځای چې قدر یې وشي، برعکس له مخالفت سره مخ شوي دي.
دا چې زموږ ټولنه ولې د هنر قدردانه نه ده؟ مختلف لاملونه لري. ځینې کسان یې لامل د سواد د کچې ټېټوالی ګڼي.
زیات شمېر په دې باور دي چې، دې ولس  په جنګ او جګړو کې وېښته سپین کړي او دا سېمه تل د جګړې میدان ګرځېدلې ده، ځکه دوی هنر ته په ارزښت قایل نه دي.
همیم جلالزی وایي:
بې انصافي ده څوک چې قدر د هنر ترې غواړي
د چا چې ټول تاریخ له تورې او له زغرې جوړ دی
په دې اړه ګڼ او مختلف نظریات شته. زما په اند موږ چې هنر او هنرمند ته په ښه سترګه نه دي کتلي/نه ګورو، لوی لامل یې دادی چې، موږ هنر سم نه دی پېژندلی!
هنر د انسان او طبیعت، د انسان او انسان او د هر انسان د عقل، زړه او وجدان د غوښتنو تر منځ د دردوونکو توپیرونو د کمولو یا د دغه درد د کرارولو کار په غاړه لري.
غضنفر صاحب وایي:
(واقعي هنر د ځان د زغملو، د نورو د زغملو او له ژوند او طبیعت سره د ګوزارې کولو چل راښیي.
کله چې په سپینو کوټو کې د تورو کېږدیو ارمان وکړو او بیا واورو چې یو بل چا هم دغه ارمان کړی و، نو ځان یوازې نه احساسوو او یو څه سکون ومومو. واقعي هنر غمشریک را پیدا کوي او د خوشحال خټک غوندې ډاډ رابخښي چې فرمایي:
خوشحال یوازې نه دی
څو په ملک کې عاشقان شته)
هنر مو احساس پیاوړی کوي، له ژوند سره مو مینه زیاتوي او هنري اثار مو د نورو په دردونو، غمونو او خوشحالیو کې شریکوي.
زما په اند تر څو چې مو هنر نه وي پېژندلی، د هنر او هنرمند قدر هم نه شو کولای.
بله دا چې د هنر په هنداره کې انسان خپل ځان ویني، د دې لپاره چې له خپلو نېمګړتیاوو سره مقابله وکړو، دا ضرور ده چې ویې پېژنو.
ځینې کسان یو بل جاهلانه دلیل وړاندي کوي، دوی وایي چې هنر یې خوښېږي، خو له هنرمنده یې ښه نه راځي.
مثلآ: انځورونه یې خوښېږي، خو انځورګر ته په ارزښت قایل نه دي. موسیقي یې خوښېږي، خو سندغاړي ته په سپکه سترګه ګوري.
زما په اند هنرمند ته سپکاوی، د هغه هنر ته سپکاوی دی او هنر ته سپکاوی د انسان ځانګړنه نه ده.!
د نورو هنرونو تر څنګ شعر هم هغه هنر دی، چې زموږ په ټولنه کې ډېر کسان ورته په ښه سترګه نه ګوري.
شاعري بې ګټې او د وخت ضایع ګڼي.
ډېری هغه کسان د شعر په اړه بدبینه دي، چې په شعر نه پوهېږي. دوی ته شعر بې مانا او هسې خبرې ښکاري او د خیبر اپریدي د دې خبرې مخالف دي چې وایي:
شاعري تاته هسې خبرې دي
چې څوک پوهېږي خبرې ګرانې دي
په شعر باندې د نیوکې یو لوی لامل یې دادی چې دوی د شعر په اړه ژوره مطالعه نه لري.
د شعر په اړه چې مطالعه و نه لرې، د لویو شاعرانو په شعرونو هم نه شې پوهېدلای. چې د شاعر په شعر پوهه نه شې، نو خوند هم نه شې ترې اخېستلای.
دوی چې په شعر چندان نه پوهېږي، نو د شاعر او ناظم پر توپېر یې هم سر نه خلاصېږي.
شاعر نوی فکر، نوې خبره او نا اشنا تجربه په نا اشنا ژبه بیانوي، خو ناظم عادي او کلیشه شوي خبرې د نظم په چوکاټ کې اوډي.
کله چې د ناظمانو مبتذلې او کلیشه شوي خبرې بار، بار لولي، طبعاً یې زړه ورته تنګېږي او له همدې امله دوی ته ټول شاعران او شاعري بې مانا ښکاره شي او په اړه یې بې منطقه او جاهلانه خبرې شروع کړي.
که موږ د شعر په اړه مطالعه ولرو او مثلآ د لوی شاعر دروېش دراني په شعرونو پوهه شو او د هغه په شعرونو کې د خونکاري او بدمرغې جګړې د غندلو، کرکې… او د خپل خوبوړي قام د بېدارۍ هڅه ووینو، بیا شاعري راته بې مانا او هسې خبرې نه ښکاري.
هله بیا کولای شو چې د دروېش له شعرونو هم خوند واخلو او هم زده کړه ترې وکړو.
همیم جلالزی فرمایي:
تش هغوی په عشق د تبصرې کولو حق لري
خوب که یو چا کړی رڼو ستورو ته پر بام وي
زه د همیم صاحب له خبرې الهام اخلم او وایم چې:
صرف هغه کسان په شعر او شاعر باندې د تبصرې، نقد، نېوکې… حق لري، چې د شعر په اړه ژوره مطالعه او منطقي دلایل لري. څوک چې د شاعر او ناظم توپیر نه شي کولای، خو په شعر و شاعر بېځایه نېوکې کوي، له دې ستر هنر او هنرمند سره لویه جفا کوي.
هغوی چې د شعر په اړه بې منطقه او جاهلانه خبرې کوي او دې سپیڅلي هنر ته په سپک نظر ګوري، د کاروان صاحب په دې خبره هم پوهېدل ورته بویه چې وایي:
شعر کار د اغلو او ښاغلو عالي ذوقو
نه د بې جماله، بې جلاله ښځه نوکو

4 COMMENTS

  1. لیوال صاحب مننه
    ډیره په زړه پورې لیکنه وه. په شوق مې ولوسته. د ډاکتر صیب لیوال د ليکنو په اندازه ښکلې او علمي وه. تاسو خو به د هغوی قریبان نه یاست؟ که د پرتلنې اجازت وي نو وبه وایم چې د کرګر صاحب تر ماخذدارو ليکنو ډیره واضح وه. ځينې لیکوال ماخذ ورکوي خو خپله پر مطلب نه وي پوه شوي،بل هم نه شي پوهولئ. دغسې ليکنو ته دوام ورکړه. بيا هم مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب