جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeادبلنډه کیسهتکرار (لنډه کیسه) لیکواله: هیله غضنفر

تکرار (لنډه کیسه) لیکواله: هیله غضنفر

د ساعت له زنګ وهلو پنځه شپږ دقیقې تیرې دي ، له خوبه راپاڅېدم۰
ساعت ۷:۷ دقیقې دی۰
سهارونه تر ۷ را څرخي۰
ویښتان مې پورته بند کړل ۰
تخت مې ټول نه کړ۰
د کوټې کړکۍ مې پرانیسته، په تازه هوا کې تازه توب نه و۰
دفتر ته تیاره شوم۰
د ډرایور مسکال راغی۰
لکه د تېرو سهارونو مې ټیکری لا نه و په سر ۰
په بیړه ووتم۰
په پخواني ځای کې کښېناستم۰
همکارې ته مې سلام واچاوه۰
ویې ویل : سلام
بې خونده اواز یې ستړی و ، سترګو یې لنډ لنډ باڼه سم نه شوی پورته کولی ، خوب یې غوښت۰
د کرمچو بندونه مې وتړل۰موبایل مې راواخیست ، فیسبوک ته ورغلم ،ټول د پرون شپې پوستونه ول، بیرته مې بند کړ۰
همکارې ته مې وکتل ۰
خېرن نوک یې په بل نوک پاکاوه۰
سر مې په ښیښه ولګاوه۰
په تکراره لار کې نوي څه د لیدو نه ول۰
له شنه رنګه ستړي اسمان هم څه نه درلودل۰
سترګې مې پټې کړې۰
دفتر راورسید ۰
همکارې مې د نااوتو شوي ټیکري ګونځي ځای د کورتۍ لاندې پټ کړ۰
د روغتون باغچه په ګلونو او عطرونو کې غرقه وه۰
تکرار طبیعت لا تر دې دمه ښکلی ښکارېده۰
د روغتون دننه د کیمیاوي موادو ځیلي قهرجن بوی نه بدلیدونکی و۰
ټوله ورځ مې په مختلفو انسانانو کې د تکرارو دردونو تشخیص وکړ او د تکرارو دواګانو په لیکلو مې نسخې تورې کړې۰
پنځه بجې او ډېرش دقیقې وې۰
چپنه مې وایستله۰
څو مریضان لا پاتې ول ۰
له درد او شکایته د ډکو سترګو منظره دومره تکراره شوې وه چې نور یې د پرېښودو عذاب نه احساسېده ۰
موټر کې کښیناستم ۰
د چاغې همکارې د خولو بوی بیا زړه خولې ته راوست۰
خو لکه هر بل مازدیګر څه مې و نه ویل۰
موبایل مې پرانیست۰
په مسنجر کې راته مسیج پروت و ۰
د کاکا لور مې عکسونه را لیږلې ول ۰۰انټرنیټ ضعیف و عکسونه نه ښکارېدل، خو پوهېدم چې بیا یې د هالند په کوم پارک کې له ګلونو سره عکس اخیستی
۰د پخوا غوندې مې
ورته ولیکل : واوووو ښکلې عکسونه ، مننه جان
همکارې مې لکه هر مازدیګر د ګل فروشي په کوڅه کې موټر ودراوه او د کلچو دوکان ته لاړه۰
ډرایور بیا سر وښوراوه۰
د ډرایور څنګ ته ناست ډاکتر همکار مې وویل : چاغو خلکو ته کلچې زهر دي۰۰ او بیا خدای پوهیږي دا په څرنګه غوړو پخوي؟
دغه تکرار غیبت په ډرایور لکه تل ښه لګېده۰داسې به یې بالکل ډاکتر صاحب ویل ته وا ډاکتر اووه ، ده اته کاله طب لوستی۰
کلچه پزي ته مې وکتل۰
نه پوهېږم ولې به مې هره ورځ د لوحې تورې په زړه کې بیا بیا تکرارول۰
نه لوحه بدلېده نه هم زما بې موجبه عادت۰
« کلچه پزي حاجي عزیز»
ما حاجي عزیز نه پیژانده خو خوښ مې نه و۰
همکاره مې راغله ۰ ټولو ته یې د کلچو ست وکړ۰ټولو مکرره ژوندۍ اوسې مننه وویل۰
همکاره مې پوهېده چې څوک کلچې نه اخلي خو بیا یې هم ست کاوه۰
تر کوره یې صبر نه کیده ، دوه درې شاید هم څلور کلچې یې وخوړلې۰
د ناویل شوي اعتراض په ځواب کې یې وویل: تازه دي ، همدا څو دقیقې مخکې یې له داشه را وایستلې۰
په تکراره لار کې نوي څه د لیدو لپاره نه ول۰
د غروب غمجن ښایست مړاوی پر اسمان پروت و۰
یو بله ورځ هم تېره شوه۰
زه نه خوشحاله وم ، نه خپه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب