جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهزما د مرګ كيسه | محمد اکبر کرګر

زما د مرګ كيسه | محمد اکبر کرګر

زه د هغې نه هېرېدونكې ورځې كيسه كوم. د هماغې ورځې كيسه چې لږ وخت وروسته يا څو ساعته وروسته په كې ووژل شوم. پوهېږم! چې تاسې ته به دا خبره ناسلا وبرېښي خو باور وكړئ چې خبره همداسې وه. يعنې چې څو ساعته وروسته زه ووژل شوم؛ خو كومه كيسه چې زه درته كوم هغه د مرگ د خبر له اورېدو د مرگ تر شېبو پورې كيسه ده. په دې كيسه كې چې د يو عمر او د يو اوږده ژوندانه كيسه ده، په څو شېبو كې تېرېږي يا دا چې په همدې شېبو باندې زما د ټول عمر داستان سيوری اچوي. باور وكړئ، هغه شېبه ما ته هم ځوروونكې وه. تاسو به يې هم په خپل روح او روان كې احساس كړئ چې يو څوك په خپلو سترگو په څو گامونو كې خپل مرگ وويني؛ نو څومره سخته ده. مرگ سخته حادثه ده؛ خو دا هم بايد ووايم چې له مرگه وروسته يو سكون او ارام پلنېږي. روح او روان له هر څه پاكېږي، اندېښني او وارخطايي او هيجان، ټول دردونه بيا هوا ته الوځي او يا يوې بلې دونيا ته درومي. خو دا هم بايد زياته كړم چې د مرگ درد يوازې د مرگ له هيولا سره تر مخامخ كېدو پورې وي يا كه ته بريالي شي او يا بالعكس د مرگ هيوالا بری ومومي؛ نو بيا د سړي روح او جسم دواړه ارام او سكون كې ځاى نيسي. 

خبره داسې وه چې زه په لويه لار روان وم. د خپل هدف په لور روان ووم، يو څوك مې په مخ كې راشين شو، ويل يې: 

ــ په دې لاره مه درومه! زه تا ژغورلی نه شم! هلته د مرگ سپاهيان ناست او ستا د مرگ تابيا يې كړې ده. د مرگ سپاهيان په تا پسې سرگردانه دي، ستا د وژلو نيت لري، هغوی بدل اخلي؛ نو ښه به دا وي چې لاره بدله كړې. 

د ولاړ كس د همدې خبرې په اورېدو مې په سترگو توره تياره راغله، ژر مې لاس په سترگو كېښود. مخامخ شنو پټو خپل شين رنگ بدل كړ. زيړ شول د لمر وړانگې هم زېړې وې، هر څه زيړ واوښتل، هر څه او هر شي خپل رنگ بدل كړ. نه پوهېږم كه په رښتيا رنگونه بدل شول او يا زما د سترگو ليد بدل شو، شنه فصلونه چې لا نوي راټوكېدلي وو، شين رنگ يې له لاسه وركړ. پورته مې مې وكتل، د پخوا په څېر مې د آسمان رنگ هم آبي ونه ليده. مخامخ غر هم بل شان وبرېښېده. پخوا به همدا غر جگ ولاړ و، خو دا شېبه مخامخ غره خپله ارتفاع له لاسه وركړه، تود باد راوالوت. زما مخ يې وسېزه او په غوږونو كې مې وبنگېد.

له دې ټولو خبرو سره سره ما هم خپله لاره بدله كړه. په مخالف مسير روان شوم، زه په لاره روان وم. په همدې فكر كې وم چې د مرگ له هيولا نه څنگه ځان پناه كړم؛ خو دغه هيولا نه يوازې زما د سترگو په وړاندې وه بلكې زما په حواسو كې يې هم ځاى نيولی و. زما په رگ رگ كې راننوتې وه. زما د تن تودوخه يې زیاته کړه، پوهېدم چې له ما سره زما په روح او روان كې يو بل موجود هم شته. يو ترهوونكى او ډاروونكى موجود. 

دا مهال د مرگ هيولا دوې وې. يوه هغه وه چې زما په تن او روان كې يې ځاى نيولی و؛ خو بله هغه هيولا وه چې بهر زما مرگ ته منتظره وه. دې ته په تمه وه چې كله زه په پنجو ورشم چې كار مې تمام كړي. د دغه هيولا د جسامت څېره او هر څه ما ته د وېرې او ډار څېره و. په ذهن كې او د سترگو په وړاندې مې د غره په څېر وليده. 

په تېر عمر كې خو ما هېڅكله هم دا تصور نه كاوه چې مرگ به زما لاره ونيسي او ما ته به زما مرگ اعلام كړي. سره له دې چې زه انسان يم او په كايناتو كې يوازې انسان ته ويل كېږي، چې ته به مرې، خو ما په دې خبره هېڅ سوچ نه و كړی. 

خو اوس دا دى مرگ زما په روح او روان كې او هم زما په لاره كې خيمه وهلې ده. ما ته يې كمين نيولی دى. په همدې ورځ چې زه څو ساعته پس وژل كېږم، ما ته يوه لرغونې افسانه راياده شوه، چې هغه پلار څنگه دې ته غاړه كېښوده چې د زوی په ستوني يې چاړه كېښودل شي او هغه دې ننداره وكړي. ما ته د هغه پلار دا كړنه كه هر دليل ولري؛ خو د هغه پلرنى احساس راته ډېر شنډ مالوم شو. 

سره له دې چې هغه ته به په غوږونو كې څڅېدلې وه چې گويا دا يو ازمايښت دى خو د ازمايښت تر شېبې پورې يې څنگه وكړاى شول چې پخپله د هيولا سره معركې ته چمتو نه شي او خپل خلف واستوي. دا كيسه مې څو څو وارې په ذهن كې وگرځېده، ما ته يې د ويلاړ او ارادې ځواك راكړ. له ځان سره مې وپتېيله انسان په څو كلونو او څو ورځو كې دونيا ته نه راځي، يوازې په څو شېبو كې راځي او همداسې كېداى شي په څو شېبو كې له منځه ولاړ شي. دې خبرې هم راته جرأت راكړ چې له پېښې خو تېښته نشته. دې سوچونو په هغه هيولا باندې چې زما په روح كې يې ځاى نيولي و، ورو غالب كړم. زما په تن كې ځاې شوې يا ځاى نيولې هيولا ورو ورو كوچنۍ شوه، يوازې د مخامخ هيولا او د مرگ د اژدها پوښتنه پاتې وه. 

خو په همدې ورځ چې زه وژل كېږم او د مرگ سپاهيان راته لاره څاري. يوه بله كيسه رامخته شوه، زما ذهن يې ډېر شا ته بوتلو. هغه وخت ته يې ستون كړ چې زه نوى په ښه او بد پوه شوی وم. ما ته يې نوم هم ايښي و. زه يې په يو نوم يادولم. زما نوم «منصور» و. دا مې په ياد نه دي چې دا نوم يې راته ولې غوره كړى و. يوازې هغه وخت مې ورو ورو ورسره عادت وكړ چې كله به ما ته چا د منصور غږ وكړ؛ نو ما به مخ واړاوه. شا ته يا به مې هغه كس ته وكتل او په دې پوه شوم چې منصور يعنې «زه». دا نوم ما خپله نه و غوره كړی. زما د اختيار خبره نه وه. تر دې وخته ما دا خبرتيا نه درلوده چې زه څوك يم؛ نو چې پوه شوم چې زه منصور يم، په همداسې شېبو كې مې پلار ومړ. هغه هم چا ووژلو. زه يتيم پاتې شوم. يتيم رالوی شوم، پلار مې هم زه دمخه نه كړم، چې د قربانۍ ځاى ته مې بوځي؛ بلكې هغه پخپله ولاړ او قرباني شو. زه هم چې لږ رابوتكي شوم، له خپل نامه سره په دې خبره هم وپوهېدم چې زه اوس له ماشومانو سره د لوبو نه يم. د اوږده كميس پر ځاى مې سم دم كالي واغوستل يا اغوستي و. بيا يو چا پر ما حمله وكړه، زما د مرگ تابيا يې وكړه، هغه مهال زه بچ شوم ما وار دمخه كړ له خپلې مخې مې د مرگ هيولا ليرې كړه. هغه چې ما ته يې د نن په څېر لاره نيولې وه. اوس د هماغه كيسې له مخې او د هماغې پيښې په سبب بيا د مرگ هيولا لاره نيولې ده. سره له دې چى د حيات تېره اوږده ماضي شا ته پرېږدم او په ذهن كې مې لاره كوي. په دې هم فكر كوم چې كولی شم له هيولا لاره بدله كړم. په بله لار چې هلته د مرگ هيولا نه وي ولاړ شم. 

ناڅاپي مې هاغه سيوری يو وار بيا مخې ته راشي، وايي زه دې نه شم ژغورلی. ستا ماضي په ډاگه كوي له تا بايد بدل واخيستل شي. اوس زه نه شم كولی تا وژغورم. ته كولی شې د هغه بوډا په څېر خپل زوى دې ميدان ته راولي. هغه ورته په پنجو كې وركړي. زه د هغه خبرې په زور او زير اورم، يو وار بيا يو دوه گونی حالت راته مخې ته كوي. دا وكړم او كه هغه؟ له ځان سره وايم، مرگ يوه ورځ او مرگ هره ورځ. له هرې ورځې مرگ نه به د یوې ورځې مرگ ښه وي. نو ورو ورو او كرار كرار په دې غالب كېږم چې د روح او روان نه مې د مرگ او وژلو هيولا لېرې كړم. هغه پخپله ووژنم، په خپل روان كې يې ووژنم او د خپل تن په هدیره كې يې تر خارو لاندې كړم. ما همداسې وكړل. په دې يوه شېبه كې چې د كلونو داستان تېر شو او له ځان سره مې پوخ كړ و، توانېدم چې پخپله هغه معركې ته چمتو شم، زه د چړو او تورو پړكا وينم، د سترگو په وړاندې يې وينم، چې څنگه زما په تن او غوښو او هډوكو كې لاره كوي. ما وژني زما ويني بهوي. ما غورځوي او بيا ساه وركوم. 

خو بيا هم ما چې له لومړني سړې دوينا له مخې لاره بدله كړه. چابك گامونه مې واخيستل، هلته وړاندې ډېر وړاندې خپل ماشومتوب او بيا تنكي زلميتوب وينم، د څو لسيزو پېښې، زما د عمر او په ځان باندې له خبرتيا راهيسې پېښې يوه په بله پسې په يوه ليكه په ذهن كې راغلې. هغه بدل، د ماشومتوب يا تنكۍ ځوانۍ بدل راته مخې ته درېږي. له ځانه سره بنگېږم. وايم: «كه د مرگ له هيولا په څنگ شم ايا ژوند به وكړاى شم.» 

په درنگ ساعت كې هماغه بوډ امخې ته درېږي چې له خپلو نوكرانو سره بار د سواري لپاره څاروي يې ودرول، هغو ته يې وويل تاسې دلته تم شئ، زه راځم. هغه لاړ، هغه په دې پوهېده چې له يو ازمايښت سره مخامخ دى؛ نو ځكه يې زوى ترمخه كړ؛ خو كه هغه دا ازمايښت عملي جنبه غوره كړې واى او د هغه زوی يې پخپله حلال كړى واى؛ نو څه يې كول؟ طبع چې څه يې نه شول كړای. هغه به هره شېبه وژل كېدلاى؛ خو په درنگه سات كې همدا كيسه زما په ذهن كې راژوندۍ كېږي. ځان په همداسې موقعيت كې احساسوم، ما چې دا وخت په دروني هيولا بری ترلاسه كړي، خپله پرېكړه كوم. وايم د یوې ورځې سودا ښه ده. كيسه بايد د یوې ورځې شي. زه نه غواړم په وار وار او هره شېبه ومرم؛ نو سملاسي بيرته راستنېږم، له ځان سره پرېكړه كوم.

يو وار بيا لاره، سړك، شنه او له فصلونو ډكې كروندې، ونې او هر څه زما په ذهن كې خپل رنگ وركړ. هر څه زيړ وبرېښېدل، سترگو مې تور وخوړ. د ژوندي پاتې كېدو وسوسه او په راتلونكي كې په وار وار او هره شېبه مرگ راته مخې درېږي، له ځان سره پرېكړه كوم. 

همدا ښه او غوره ده چې زه پور وركړم؛ خو بيا هم مرگ مې غوني زيږوي. نور خلك نور انسانان چې مري هغو ته نه ويل كېږي چې ته به مړ شې، يا ته به ووژل شي؛ خو زه لكه څنگه چې د منصور غږ راته كېږي، دا يې هم راته ويلي دي چې د مرگ سپاهيان دې لاره څاري او لږه شېبه وروسته به ته هم ووژل شې. زه لا څو گړۍ له مخه په دې خبر يم چې زه به وژل كېږم. زه راستون شوم، د مرگ هيولا لاره نيولې ده. زه ور د مخه شوم. ما ته يې د پور وويل. 

خبرې مې پوره نه شوی اورېدلې، دا ځكه چې دا شېبه مې په تن او روان كې يو لوى غرهار وو، زما روح او بدن يا جسم او روان دواړو كې د مرگ هيولا ځاى نيولی و. دا شېبه مې په روان كې ځاى شوې هيولا بېرته رالويه شوه. د مرگ هيولا يوازې لاره نه؛ بلكې زما په تن او روان يې شپول تاو كړی و، دا مهال زما په ټولو حواسو لاسبرې وه. زه د مخه شوم، د مرگ د هيولا جاذبې په مخه كړی وم. په نيمه لار كې يې زما پلټنه وكړه. زما نږدې ملگری يا زما روح يې زما له تنه جلا كړ، هغه يې واستاوه او زه يوازې په ميدان پاتې شوم. 

د فبروري، ۶، ۲۰۲۰

لندن

1 COMMENT

  1. استاده ښایسته لیکنه وه خو یوڅه درنه اوږده شوی ده کاشکې دا له سره بیا راواخلی او ښه یی لنډه کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب