شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهخوند/ اجمل پسرلی

خوند/ اجمل پسرلی

کله چې په تنګو کوڅو کې ګرځم په داسې کوڅو کې چې دیوالونه یې نم وهلي وي، داسې کوڅې چې د دیوال له شا راپورته شوې ونې سیوری پرې غوړولی وي نو داسې احساس کوم چې د سیوري شاته سیوري شته، د دیوالونو څنګ ته پټ ځایونه شته. هغه وخت دا احساس پسې ډير شي چې کله دیوال هم لږ کوږ وي، کوڅه هم سیخه نه وي.
اوس د نیویارک په ټایمز سکویر کې یم، د سینې غرژا اورم، له کله چې مهاجر شوی یم سګریټ مې ډير کړې دي. شاوخوا دنګې ودانۍ دي،  ششې دي، چراغان دی، خلک دي، شور دی. دلته څيرمه تقریبا لس متره لوړه چوتره ده، ګرځندویان کتار ورپورته کیږي هره خوا فلشونه دي خلک عکسونه اخلي. زړه مې غواړي چې ژر ژر پرې تیر شم له دې رڼاګانو ځان پناه کړم، داسې نه ده چې دې ځای ته زما زړه نه کیده ما غوښتل چې دلته راشم ما فکر کاوه چې په دې ځای کې به اوس هغسې څه پراته وي چې په نمجنو دیوالونو، کږو وږو کوڅو کې شته:

« که زمان راباندې تیر شي دلته به هم هاغه رقم احساس کوم… خو زمانه تیره شوه. دلته مې ږیره سپینه شوه»

د ټایمز سکویر له عمومي واټه پورې وتم لاهم کوڅې سیخې دي. په ټکسي کې سپور شوم. د موټر شیشه صافه ده، نه د انګورو ورشکی پرې راځوړند دی نه د برکت تعویذ پرې زانګې.

د هندیانو له دوکانونو سره ښکته شوم. دوکانونونه کتار دي:

« د پاک سینګ د دوکان بوی نه شته»

« اوس به تر کوره په پښو ځې، ولې دې ټکسي تر کوره نه بیوئ»

د هندیانو له دوکانونو ورها خوا د روسي دوکان دی زاړه شیان خرڅوي. ورته ودریدم، ورننوتم.  پورته یې پر میخ لمپه راځوړنده ده، د شیشې له بیخه یې همغسې جالۍ جالۍ اوسپنه تاو ده. لمپه مې واخیسته.

د کور ور مې پرانیست. دا کور داسې راته ایسي لکه په هوټل کې چې شپه کوم. لمپه مې پورته کړه، رنګ یې اوښتی، یوځای یې زنګ وهلی او چیت شوی:

« ډيرې پیسې دې پرې ورکړې..شپیته ډالره.. بلا په پیسو پسې»

لمپه مې د خوب په خونه کې ولګوله د کوټې ور مې راپسې پورې نه کړ، د ناستې په کوټه کې ورته کښیناستم، نور څراغونه مې مړه کړل:

« اخ له بلې کوټې رالویدلې زیړه رڼا… اوف شیبه وهِ ورکه شوه»

« دا خوند په څه شي کې دی؟»

د ناستې کوټې ته د خاور د تیلو بوی پسې راغی…

په ژمي کې د لرګیو بخارۍ خوند کوي عجیب بوی لري. چې کله به په تیر مني کې په کور کې بخارۍ پاکیدې دباندې به یې بخارۍ غوړه کړې وه، بیا به یې د لرګیو یوه لمبه پکې وکړه چې غوړ بوی یې ورک شي:

« اه همهغه بوی دلته نه شته چې کوروالو اور پسې بلاوه»

د خوب د کوټې پرده مې پورته کړه په کوڅه کې یو بې کوره روان دی هغه ورځ مې د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې لوستي و چې ځیني بیکوره له همدې درپه دره ژونده خوند اخلي او په همدې کې د ژوند راز لټوي. د څراغ زیړه رڼا کمه شوه، پرده مې پریښوده.

د څراغ شیشې لوګی وکړ، توخي پسې واخیستم، لمپه مې ټیټه کړه. په موبایل مې سیلفي عکس ورسره واخیست. ښه نه شو راته ښکاره په فوټو شاپ کې مې عکس تور او سپین کړ:

« زه، لمپه ، لوګی … دغه عکس به فیسبوک ته پورته کړم»

پای

1 COMMENT

  1. سلامونه پسرلی صیب له تانده هم مننه چې داسي خوندورې کیسې راته خپروې همدا اوس مي ملګري سره په واټساپ په همدغه موضوع غږیدم زړه مې راډک وو ستا کیسې ارم کړم تل وځلیږي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب