شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزیر له احمدشاه دراني سره د لیدنې ادعا رد...

د بهرنیو چارو وزیر له احمدشاه دراني سره د لیدنې ادعا رد کړه

تاند (شنبه د میزان ۲۶) محمد حنیف اتمر هغه ادعا بې بنسټه وبلله، چې نوموړي دې د افغانستان د راتلونکي حکومت مشرۍ لپاره د طالبانو او امریکا د خوښې وړ کس سره لیده کاته کړي وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حنیف اتمر او احمدشاه دراني د لیدنې ادعا دروغ او د تاسف وړ خبره بللې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې هیواد کې د با عزته او دوامدارې سولې ټینګښت یواځې د افغانستان د اساسي قانون له لارې او د اسلامی جمهوریت پر بنسټ ممکن دی او له اساسي قانون د باندې یې هر ډول نسخه ماتېدونکې بللې ده.

دا غبرګون وروسته تر هغه ښودل کېږي، چې د روانې میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه د راه مدنیت ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي و، چې حنیف اتمر د افغانستان د راتلونکي حکومت مشرۍ لپاره د امریکا او طالبانو د خوښې وړ کس سره لیدلي دي.

په مقاله کې راغلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبان د راتلونکي حکومت لپاره د احمد شاه دراني پر ټاکلو سلا شوي دي.

سرچینه کاږي احمد شاه درانی په امریکا کې اوسیږي او د لنډ وخت لپاره دوبۍ ته تللی او هلته یې له یو شمېر افغان چارواکو سره ناستې پیل کړي دي.

د مقالې د معلوماتو له مخې، احمد شاه دراني په دوبۍ کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له یو شمیر استازو او د عطا محمد نور، یونس قانوني او حنیف اتمر په ګډون له ځینو نورو افغان او بهرنیو چارواکو سره لیدنې پيل کړي دي.

په مقاله کې دغه راز ویل شوي چې احمد شاه درانی په افغانستان کې ډېر پېژندل شوی شخص نه دی او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څېر کیسه لري.

سرچینه وايي، ښاغلی کرزی هم چې هېڅ نوم او نښان یې نه وو په همدې ډول پیدا او مطرح شو.‌ جالبه دا ده چې دا نوی کندهاری هم عین د کرزي په څېر کیسه لري. لنډه موده د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وو، پلار یې خان وو، په امریکا کې یې ژوند کاوه او جهادي او دیني سابقه هم لري.

په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دوی د مرکچي پلاوي غړي شهاب الدین دلاور پرون له عبدالستار سیرت، زرغون شاه شینواري او احمد شاه دراني سره د ویډیو کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې کړي دي.

طالبانو تر اوسه د راه مدنیت ورځپاڼې د مقالې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په هکله کوم څه نه دي ویلي.

3 COMMENTS

  1. اوس دوی په دې ډول غواړي د ولسمشر اشرف غني په حکومت کې درز واچوي. ولسمشر اشرف غني د پاکستان او د هغوی د مزدورو دلالنو د سترګو اغزی دی. اشرف غني غواړي چې افغانستان په خپلو پښو ودروي، بندونه یې جوړ کړي او اوبه یې محار کړي، خو دا د پاکستان او ایران لپاره ډېره سخته تمامېږي. د آی اس ای او دلالو طالبانو لومړی پلان دادی چې د اوس لپاره ښاغلی اشرف غني له حکومته لري کړي. دوی د پاکستان لاسپوسي تربیه شوي سپیان دي. تر هغه چې د پاکستان سل په سلو کې ګټه نه وي. هر حکومت چې راشي دوی به افغانستان ارام ته پرېنږدي. والله که دا کس درانی وي، که ستار سیرت وي که د اعلیحضرت لمسیان ویي او که کوم بل کس.
    اصلی خبره داده چې هغه څوک چې د پاکستان د ګټو لپاره په داسې قصاوت او بېرحمۍافغانان وژني، په زرهاو کورنۍ په دې یخ ژمي کې له کوره بې کوره کوي او عامه تاسیسات ورانوي په خدای او قران که هېڅکله دا وطن جوړ کړي او يا یې د جوړولو په فکر که وي. دوی داسې پوچ مغزه، بې سواده، او له سیاسی پوهې، مدنیت او پرمختګ بې برخه کسان دي چې د يوې اتلس کلنه نجلۍ لپاره خپل د وطن شتمنۍ او د وطنوالو عزت او عفت په پاکستان خرڅوي. دوی یوازې د نویو ودونو په چرت کې غرق دي. پاکستان ددوی نعوذو بالله خدای دی. حورې او جنت په دې دنیا ورته ورکوي، او طالب مشران خو په بله دنیا او اخرت باور هم نه لري. نو دوی به خپلو مسلمانو هېوادوالو سره داسې نه کول. لعنت دې وي په دې دلالانو. والله که ترې خوند واخلئ

  2. وطنوالو د سولی ډرامه به ختمه شی۰ پاکستانی فوج په هلمند کښی مخ په مخ جنګ کوی۰
    ګواکی اوس افغان ملی اردو د پاکستان فوج سره جنګیږی۰
    دا په هر افغان فرض دی چه د وطن او ناموس دفاع وکړی۰
    خلیل زاد د پاکستان لپاره دپاکستان اجندا پر مخ وړی ۰ مننه

  3. که څه هم چې په اوسني حکومت کې ډېرې نیمګړتیاوې او ستونځې شتون لري، خو په نسبي توګه د طالبانو د حکومت څخه ښه دی. طالبان هغه بې لکۍ ځناور دي چې په راتګ سره به یې د افغانستان دښمنان یو ځل بیا د ډېرو کلونو لپاره د دوی په وجود کې خپلې غچ اخستنې ته دوام ورکړي او هېواد به بیا تیارو کې ډوب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب