یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهصادق خان: د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په درې ورځني سفر...

صادق خان: د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په درې ورځني سفر پاکستان ته راځي

تاند (شنبه د میزان ۲۶) د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړی استازی صادق خان وایي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه درې ورځني سفر هغه هېواد ته ور روان دی.

صادق خان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې حکمتیار به د اکتوبر په ۱۹ – ۲۱مه د درې ورځو په مخه له پاکستان څخه لیدنه وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازي لیکلي چې ګلبدین حکمتیار به په خپله لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، ولسمشر، لومړي وزیر، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو سره وګوري.

https://twitter.com/AmbassadorSadiq/status/1317501086677241857?s=20

دغه رازر ویل شوي چې ګلبدین حکمتیار به په پاکستان کې یوه څېړنیز مرکز ته وینا هم وکړي او له ژورنالستانو سره به وګوري.

ویل کیږي چې د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار به چې پلویان یې وایي له پاکستان سره ښې اړیکې لري او منتقدین یې وایي چې په افغانستان کې د پاکستان د ګټو د ساتنې لپاره کار کوي، له پاکستان څخه وروسته قطر ته لاړ شي او ښایي چې د پاکستان په وینا له طالبانو سره ایتلاف جوړ کړي.

6 COMMENTS

  1. ګلبدین دری ورځنی کورس لپاره پاکستان ته ځی،تر څو ایی ایس ایی نوی زده کړه ورکړی،او افغانان په قتل کړی

  2. It seems like the political puzzle of Afghanistan is ready for the 3rd stage, pieces are need to be readjusted to size for a new fit by the source .

  3. ګل بېدین آی اس یار یو ځل بیا د چټلستان په کار شو او ورو یې غوښت چې خپلې پخوانۍ ژمنې او وفادارۍ یو ځل بیا له سره ورسره تازه او نوې نوکرۍ ته ملا وتړي. حزبیان به له خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځایېږي او وایي به چې غوا مو بیا لنګه شوه.

  4. ګلبادین چې په افغانستان کې د راکټیار په نوم هم مشهور شویدی له افغانستان نه خپل اصلي ټاټوبي پاکستان ته ډېر وفادار دی . هغه د خپل کرغېړن ژوند له 50 کالو نه زیات وخت هلته تېرکړی ، د پنجاب آب وهوا یې تنفس کړی او ډوډۍ یې خوړلې ده .
    همدا راکټیا له احمدشاه مسعود سره یوځای په پنجاب کې د افغانستان د تخریب او وژلو په برخه کې د انجنیري دیپلومونه واخیستل ، د افغانستان ملي اردویې ړنګه او کباړ کړله . افغانان د دغو جاسوسانو اصلي څهرې ښې پېژني او له دوی کرکه کوي . دوی به هېڅکله داسې د انسانیت او اسلامي کار ونکړي چې افغانان پرې ښاد شي . لعنت دې وي پداسې جاسوسانو ، انسان وژونکو ، د پردیو غلامانو باندې .

  5. اوس د دی وخت ندی چه حکمتیار راکتیار وو او د مسلمانو لپاره ماینګذار. خبره دا ده چه د هغه تګ د افغانستان لپاره به ګټور سی او که به د نوی جنجالو سبب. په ظاهره ښه ښکاری خو په ګلبدین باندی باور هم مشکل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب