یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه پکتیا ولایت کې د جلغوزیو یوه ساتنځي کار پیل کړ

په پکتیا ولایت کې د جلغوزیو یوه ساتنځي کار پیل کړ

تاند (شنبه د میزان ۲۶) د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې په لومړي ځل د جلغوزیو یوه ساتنځي یا سړې خونې فعالیت پیل کړ.

د جلغوزیو د ساتنې د دغه مرکز پر جوړونه رحیم ګردېزي شرکت پانګونه کړې، او ویل کیږي چې دغه ساتنځی په یو وخت د ۲۰۰ او ۳۰۰ ټنو تر منځ جلغوزیو د ساتنې ظرفیت لري.

رحیم ګردېزی وار له مخه په ګردېز ښار کې د کاغذ جوړولو د صنعت کار هم پيل کړی دی.‌

جلغوزي د افغانستان د ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه د خوست، پکتیا، پکتیکا، کاپیسا، کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو په غرنیو سیمو کې ډېر کېږي.

د افغانستان جلغوزي او زعفران په نړۍ وال مارکېټ کې فوق العاده ښه نوم لري، چې د لا نور کار په کېدلو سره به لا نور وځلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب