تاند(یکشنبه، د میزان ۲۷) وسله والو طالبانو یو ځل بیا پایلې ته د مذاکراتو تر رسېدو پورې پر جګړه ټینګار کړی دی.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپله یوه تازه مرکه کې وایي جګړه په افغانستان کې څه نوې خبره نه ده او تر هغه به دوام کوي چې روان مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.
نوموړي دغه راز د سولې په بهیر کې د پاکستان مرستې هم مهمې بللې دي او په خبره یې د پاکستان په ګډون د ټولو هغو هېوادونو همکاریو ته اهمیت ورکوي چې د سولې د روان بهیر په اسانتیا کې یې برخه اخیستې ده.
د ډاکټر نعیم په وینا هېڅ بهرني ته په افغانستان کې د مداخلې اجازه نه ورکوي او همدا راز د ټولو هغو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي چې امریکا او متحدینو ته یې له افغانستان خطر جوړوي.
نوموړي ویلي چې مذاکرات به دوام کوي او هڅه کېږي دواړه لوري هغه پایلې ته ورسېږي چې د افغانانو خوښه وي.