Homeخبرونهد سلو ولسوالیو لپاره حکومت نوي امنیه قومندانان معرفي کړي

د سلو ولسوالیو لپاره حکومت نوي امنیه قومندانان معرفي کړي

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۷) په همدې مناسبت په ارګ کې به جوړو شوو مراسمو کې ولسمشر غني ویلي چې دغه کسان به په ولسوالیو کې د مرکزي حکومت ښه استازولي وکړي.

افغان حکومت وایي چې یاد سل کسه مسلکي امنیتي چارواکي به په سلو ولسوالیو کې مقررېږي او دوی به د شته تهدیداتو پر وړاندې په مسلکي توګه مبارزه کوي.

ولسمشر غني بیا له دوی غوښتي چې له خلکو سره ښه چلند ولري او دغه راز د عامه او ټولګټو پروژو د عملي کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې محلي حکومتولي باید پیاوړې شي او ګومارل شوو امنیه قومندانانو ته یې ډاډ ورکړی چې دوی د مرکز بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...