Homeخبرونهامریکایي شنونکی: طالبانو د تاوتریخوالي په ډېرولو سره خپل اعتبار بایللی

امریکایي شنونکی: طالبانو د تاوتریخوالي په ډېرولو سره خپل اعتبار بایللی

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۷) د امریکا په ویډرو ویلسن انیستیتوت کې د جنوبي اسیا د مسایلو شنونکی مایکل کوګلمن وایي له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته نړیوالو طالبانو ته یو ځانګړی اعتبار ورکړی و چې په وروستیو کې یې د جګړې په ډېرولو او بې مخینې تاوتریخوالي بېرته هغه اعتبار بایللی دی.

دده په خبره طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه خو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي چې دې مسئلې نړیوالو ته ګڼې پوښتنې پیدا کړې دي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%db%8c%db%90-%d9%85%d9%86%d9%84%db%90-%da%86%db%90-%d9%be%d9%87/

وموړي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلي، چې که جوبایډن واک ته رسېږي یا ټرمپ نو دوی به له افغانستان خپل سرتېري وباسي ځکه امریکایي وګړي نور په پردیو هېوادونو کې د جګړو غوښتونکي نه دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به هم اړ وي چې د ولس غوښتنې ته درناوی وکړي.

https://taand.net/%d9%87%d9%84%d9%85%d9%86%d8%af-%da%a9%db%90-%d8%ac%da%ab%da%93%db%90-%d8%b2%d8%b1%da%ab%d9%88%d9%86%d9%87-%d8%b2%d8%af%d9%87-%da%a9%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%8a-%d9%84%d9%87-%d8%b2%d8%af%d9%87-%da%a9/

امریکایي شنونکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات دوام لري خو په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتیږي او وضعیت یې کړکیچن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...