جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ترکیې او امریکا ترمنځ نوې جنجالونه رامنځ ته شوې دي

د ترکیې او امریکا ترمنځ نوې جنجالونه رامنځ ته شوې دي

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۷) ترکیې اعلان کړی چې له روسیې یې ایس ۴۰۰ دفاعي سیستم اخیستی دی، هغه یې فعال کړی او ځینې بریالي ازمویښتونه یې هم ترسره کړي دي.

دې راپورونو د امریکا غبرګون پارولی او په خبره یې ترکیه د امریکا د متحد هېواد په توګه له روسیې دغه دفاعي سیستم نه شي پېرلی ځکه په سیمه کې به د امریکا ګټو ته خطرونه جوړ کړي.

د امریکا ددفاع وزارت ویلي چې د ترکیې ددغه کار په مقابل کې به په نوو اقداماتو لاس پورې کړي.

ځینو امریکایي چارواکو بیا سم له واره پر ترکیې د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.

ترکیې بیا ویلي دوی له خپل هېواد ددفاع حق لري او له هر چا چې وغواړي دفاعي سیستم پېرلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب