جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د بدخشان ولایت پر مرکز فیض اباد برید کړی

طالبانو د بدخشان ولایت پر مرکز فیض اباد برید کړی

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۷) له بدخشان څخه په رارسېدلیو راپورونو کې ویل کېږي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د مرکز فیض اباد ښار د نیولو لپاره حملې پیل کړي دي.

دا له هلمنده وروسته دوهم ولایتي مرکز دی چې په شاوخوا یوه اوونۍ کې طالبان پرې برید کوي.

لومړني راپورونه وايي چې طالبانو پرون ماښام له درې ورځینۍ جګړې وروسته د ښار اتمه ناحیه ونیوله.

د دې سیمې د نیولو پر سر په جګړه کې د دواړو خواوو لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

د فیض اباد اتمه ناحیه د ولایت له مقام او امنیه قوماندانۍ څخه شاوخوا ۸ کیلومتره لېرې ده او ترمنځ یې یو غر موقعیت لري.

وروستي راپورونه وايي چې جګړې د ښار لور ته غځېدلې او دا وخت د فیض اباد په درېمه ناحیه کې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

طالبانو دا بریدونه له دې سره سره کړي چې وړمه ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي وویل چې طالبانو ده او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر ته ژمنه ورکړه چې د دوحې د موافقې له ژمنو سره سم به پر ښارونو بریدونه نه کوي او تاوتریخوالی به کموي.

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d8%af-%d8%aa%d8%a7%d9%88%d8%aa%d8%b1%db%8c%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%88-%d9%be%d8%b1-%da%a9%d9%85%d9%88%d9%84%d9%88-%d9%84/

په همدې حال کې  امریکا په ویډرو ویلسن انیستیتوت کې د جنوبي اسیا د مسایلو شنونکی مایکل کوګلمن وایي له امریکا سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته نړیوالو طالبانو ته یو ځانګړی اعتبار ورکړی و چې په وروستیو کې یې د جګړې په ډېرولو او بې مخینې تاوتریخوالي بېرته هغه اعتبار بایللی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب