Homeکلتورد بازارموندنې مفاهمه نومي کتاب چاپ شو | ګلاب بهار

د بازارموندنې مفاهمه نومي کتاب چاپ شو | ګلاب بهار

د اقتصاد په نړۍ کې بازارموندنه هغه پوهه ده چې نه یوازې خپل مسلک ته محدوده ده، بلکې زده کړه یې د هټیوال نیولې تر انلاین سوداګرۍ خورا اړینه او زرینه ده، چې د دغې برخې د لا تقویت لپاره زموږ ګران ملګري فریدالله لعل زي د مشهور لیکوال  الوجمي کیوډ یو شهکار اثر چې تقریباً په نړۍ کې په مېلیونو ټوکه پلورل شوی، ژباړلی.
نوم یې خپله د کتاب منځپانګه تشریح کوي د ستاسو کاروباري او د بازارموندنې نوي میتودونو برسیره، د ستاسو  اعلاناتو په ترتیب او همدرانګه په بریالیتوب سره مو د اجناسو مارکیټ ته رسولو کې پوره مرسته درسره کولای شي، چې په ژوند او کـاروباري ژوند کې تاسې ته د نسبي بریالیتوب ډاډ دربخښي او همدارنګه یاد کتاب مو  په دغه مواردو اګاه کوي، همدارنګه یاد کتاب د پوهنتون په کچه د تدریس مواد لري چې د بازارموندنې مفاهمې اساسات نیولې تر  وروستې برخې عامه اړیکو پورې  موضوعات یې تشریخ کړي.
سربېره پردې کتاب کې د ځینو نوي معلوماتو څخه چې د بازار موندنې برخه کې استفاده شوي دلته ژباړل شوي دي. فریدالله  لعل زی چې د عصر نوی او با انرژۍ ځوان دی؛ کله چې نوموړی د پوهنتون په دوره کې زما شاګرد ؤ، ما هغه وخت دا حس کوله چې فریدالله لعل زی د چوپړ او سخت کار کولو زغم لري. د همدې کتاب په ژباړلو سره یې بیا هم ثابته کړه، چې نوموړی د علمي او ټولنیزو پنځونو په نړۍ ورګډیدونکی دی او که دا لړۍ وساتي، لا ښه به وځلیږي.
 فریدالله لعل زی صاحب ته د ژوند په ټولو چارو کې د لوی او متعال ربج څخه بریالیتوب غواړم او هیله ترې کوم چې خپلو هڅو ته همداسې دوام ورکړي او د خپلې خوږې ژبې لپاره تدریجي خدمت جاري وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...