لیکنه: طالب منګل
د پښتو اوسنۍ شاعرۍ یو بل اړخ چې په زیاته کچه شاعران په کې ښکېل کیږي او یو بیت نور بیتونه زیږوي، د پام وړ زاویه او اړخ دی. کله چې یو شاعر یو ادعايي بیت ووایي او نور شاعران بیا په هماغه موضوع، وزن، فضا یا فکري محور کې ورسره(مخامخ خبرې) وکړي، د ادب په اصطلاح کې څو نومونه لري، خو تر ټولو دقیق او منل شوي یې نوم یې ادبي محاوره ده، خو موږ ددې بحث په پای کې یو ناچوړ روباسو او بیا به ددې موضوع په اړه یو څو اړخونه څرګند کړو.
کله چې د پښتو وتلي شاعر ښاغلي مصطفی سالک یو غزل ولیکه نو دده یو بیت ددې لامل شو، چې په شعري بهیر کې نور شعرونه راپیدا شي، ځکه ادب یوازې د احساساتو د اظهار وسیله نه ده، بلکې د فکر، نظر، اختلاف او مکالمې ژوندی ډګر هم دی. که وګورو کله چې یو شاعر په خپل شعر کې یوه ادعا مطرح کوي، نو ځینې وخت د ادعا خاموشه نه پاتې کېږي، بلکې د نورو شاعرانو ذهنونه راپاروي، او دوی هم هغه شاعر ته ځواب ورکوي.
دا ډول شعرونه نور شاعران رد کوي، یا یې نسبي کوي یا یې خوځنده توګه پریږدي، چې فردي احساس او ټولنیز تعامل هم ورسره تړلی دی.
په پښتو اوسني ادب کې ډېر ځله داسې لیدل کېږي چې یو بیت یا یوه شعري جمله د بحث مرکز ګرځي او نور شاعران په هماغه موضوع، فضا او معنوي چورلځ کې خپل دریځ څرګندوي. که تاسو د مصطفی سالک هغه بیت لوستلی وي، چې د ښکلا شجره یې تر ننګرهاره محدوده کړي، دا یو ادعايي شعر دی، چې ګڼو نورو شاعرانو هم غبرګون ښودلی دی.
مخکې له دې چې موږ هغه بیتونه تشریح کړو او په یو شمېر برخو یې وغږیږو د موضوع د رواښانولو لپاره ددې بحث څلور خواوې تشریح کوو.
لومړی دا چې په ادبي متن کې ادعا هغه وخت رامنځته کېږي چې شاعر یوه خبره په عمومي، مطلق یا پرېکنده ډول وړاندې کړي، مثال په توګه مصطفی سالک بیت چې د ښکلا شجره یې یوازې تر یوې سیمې محدوده کړي، د مبالغې او شاعرانه تعمیم پر بنسټ ولاړ بیت. دا ډول ادعا په شعر کې طبیعي ده، ځکه شعر د ریاضي منطق نه تعقیبوي، او دا ډول مبالغې شعر ته خوند ورکوي، او بل شعر خپل احساس او ذوق دی چې د شخصي تجربې ژبه هم ده، په اصل کې د سالک دې بیت نورو شاعرانو ته د فکري غبرګون زمینه برابره کړې ده.
بل دا چې کله نور شاعران د همدې موضوع په چورلیځ کې شعرونه ولیکي ، نو دوی د لومړۍ ادعا پر وړاندې خپل دریځ څرګندوي، نو دا عمل شعري مکالمه بلل کېږي،ځکه دلته شاعران له یو بل سره په شعر کې خبرې کوي، ځینې په نرمه لهجه، ځینې په طنز، او ځینې په ښکاره رد سره دا کار کوي، په داسې وخت کې شعر له یوازیتوب او تنهايئ راوځي او د کډ فکر د تعامل برخه ګرځي.
که وګورو هغه بیتونه چې د سالک صیب د بیت په بنیاد لیکل شوي، دوی یوازې ګډون نه دی کړی بلکې دا شاعران د رد نیت هم لري. دا ډول شعر ته نقضي شعر ویل کېږي،نقضي شعر د شخصي دښمنۍ یا حسد څرګندونه نه ده، بلکې ادبي اختلاف دی. دا اختلاف د ادب فکري پراخوالی څرګندوي.
یوه بله مهمه برخه دا ده چې شعر له تکراره ژغوري او نوي سیالي رامنځته کیږي. البته دا سیالي د تخلیق سیالي وي،نو په داسې حال کې چې یو بیت ګڼ ځوابونه را وزیږوي، نو دا ښيي چې شعر اغېزمن دی او د فکر وړتیا لري، دا ډول ادبي غبرګونونه د ادب پیاوړتیا رامنځته کوي.
تر ټولو شاعرانو تر مخه ښاغلي مصطفی سالک یو ادعايي بیت وړاندې کړ او موږ د لیکنې په دې برخه کې هر یو بیت تر شننې او کتنې لاندې نیسو، خو له دې مخکې باید ووایم چې دا لیکنه د شاعرانو د بیتونو جاج نه کوي، نه هم د بیتونو کتګوري ټاکي یا دا چې د ښه او بد ترمنځ توپیر کوي بلکې دا لیکنه لکه مخکې مې چې یادونه وکړه د پښتو په اوسني شعر کې شعري مکالمه، ادبي دعوه او نقضي ځوابونو زوایه او بحث تر کتنې لاندې نیسي. خو بېشکه چې د ښاغلي مصطفی سالک دا بیت د پښتو د اوسنۍ شاعرۍ یو لوړ سند دی او غوره شعري مقام لري.
د مصطفی سالک ادعايي بیت:
بس چې شجره د ښکلو وګورې
ټول د ننګرهار وي چې دا ولي وي
دا یو ادعايي بیت دی چې د شاعرانه مبالغې ښکاره نمونه ده، ځکه شجره دلته د اصل، نسب او سرچېنې په مانا کارول شوې او شاعر غواړي ووایي چې د ښکلا ریښه او سرچینه یوه سیمه ده ،دا واقعي ادعا نه بلل کیږي، بلکې ذوقي او عاطفي اړخ راڅرګندوي، چې بیت د سیمې سره د شاعر د مینې او افتخار څرګندونه کوي او همدا پرېکنده لحن نور شاعران غبرګون ته هڅوي.
په دې بیت کې مبالغه او استعاره هم شته چې په بیت کې شجره کلمه استعاري کلمه ده چې د اصل، جرړې او سرچینې مانا ورکوي، شاعر په دې بیت کې په شعوري ډول واقعیت نه بیانوي اصل کې همدا بیت ته ځواک ورکړی د بحث د پیل نقطه ګرځیدلي، ځکه خو نورو شاعرانو د هغه بیت ته ځواب ویل پیل کړل.
د خوږمن ځاځي بیت:
ټنډه د سالک آشنا تروه مه شه
چېرته چې وي ښکلي د پکتیا به وي
دا بیت چې خطاب او طنز لري، په دې چې ښاغلی خوږمن له سالک صیب سره مخامخ خبرې کوي، یو خوا د خطاب کارونه شعر ته مکالموي بڼه ورکوي، بلکې خوا طنز په کې نرم او دوستانه ډول کارول شوی دی، یعنې نه توهین شته او نه توند رد، بلکې په خوږه لهجه ویل کېږي چې ښکلا یوازې په یوه سیمه پورې محدوده نه ده.
په دې بیت کې شاعر مقابل شاعر ته وايي چې ته باید خفه نه شې ځکه دا یو دوستانه رنګ لري٬ همدا رنګ په بیت غالب دی او خوږه مکالمه یې رامنځته کړې ده.
د قادرشاه بیت:
د حسینو ميندې ټولې خوست کې لنګې
دغه نوره هسې غورې کوي يار
قادرشاه خپل ځواب په مبالغې او کنایې سره ورکړی دی، ځکه شاعر له ولسي طنز او کنایې څخه کار اخلي، لکه د میندو یادونه کنایوي ده، ځکه قادرشاه په خپل بیت کې ښکلا فطري او نسلي ځانګړنه بولي او کومه مبالغه یې چې کړې دې مبالغې شعر ته شوخي وربښلي او د سیمې یو ویاړ او احساس په کې دی.
په دې بیت کې استدلال جدي نه دی، بلکې د ټوکې، سیمیز ویاړ او شعري شوخۍ فضا په کې حاکمه ده، چې د بیت قوت څرګندوي.
د نورشاه نوراني بیت:
دا د ښکلو یې پر خوست باندې پیرزو ده
که له لاسه یې لمن ده ښویېدلې
.
ښاغلي نورشاه نوراني بیا دا خبره په استعاره او مجاز کې کړې ده، په دې چې ده ښکلا الهي بللې ده او د الهي ورکړې په توګه یې انځور کړې ده، د پېرزو لفظ استعاري مفهم لري ، ځکه نوراني د ښکلا ورکړه د انسان له دعوې پورته بولي او دا د تقدیر ورکړه بولي چې یو انسان ته یې ورکوي، د نوراني په دې بیت کې د بیان او معنوي جوړښت تر څنګ فکري ژورتیا هم موجوده ده، ځکه شاعر ښکلا د الهي بخشش په توګه انځوروي او ښکلا مقدار په تقدیر پورې تړي.
د حنیف حیران بیت د سالک صیب د بیت په اړه داسې ځواب ورکوي:
که سالک د ننګرهار په ښکلو ویاړي
په پکتیا کې هم حیرانه ښکلي ډېر دي
حیران صیب په دې بیت کې تقابل او اعتدال ښودلی دی، ځکه هغه د بیت له لارې توازن فکر څرګند کړی، هغه د دو سیمو تر منځ تقابل راولي، چې دا د برابرۍ برخه ده، هغه په خپل بیت کې رد نه کوي او نه هم دا شجره تاید کوي، هغه خپل بیت د احساستي برخې څخه ژغوري.
حیران په خپل بیت کې وايي چې هر څوک د ویاړ حق لري، نو ځکه باید له منځلارۍ کار واخیستل شي او دا ژبه په شعر کې د سالم اختلاف غوره بڼه بللی شو.
یو بل شاعر چې د ابراهیم قربان په نوم یادیږي او ما یې نور شعرونه نه دي لوستي، په دې وخت کې یې دا یو بیت ډېر لاس په لاس کیږي، وايي:
د چینې په غاړه تږیه بغداد ګله
په پټان کې نو د ښکلو څه کمی دی
په دې بیت کې اصل ابراهیم قربان بغدادګل مخاطب ګرځولی دی، چې بیت هم تشبیه لري او هم تصویر جوړونه، که وګورو چینې او تږي کیدل او بغداد ګل دا شاعرانه تصویرونه او فضا جوړه وي، په دې بیت کې شاعر په غیر مستقیم ډول خپل دریځ څرګندوي.د نوموړي په بیت کې دا خبره واضحه ده چې پټان سیمه هم د ښکلا له نعمت بې برخې نه ده .
د معتصم بالله شاهد بیت:
خوست کې قحط الحسن د راتګ امکان بیخي نشته
خوست کې خو لا وخته د ښکلا فیصدي ډېره ده
دا بیت که وګورو طنز او معاصر اصطلاحات په کې دي، دا بیت د اوسني شعر ښه نمونه کیدلای شي، قحط الحسن او فیصدي اصطلاحات طنزي تضاد رامنځته کوي، شاعر په شوخ انداز ادعا کوي چې په خوست کې د ښکلا کموالی ناممکن دی، او همدا طنز بیت ډېر اغیزمن کړی دی.
د عزتالله رحماني بیت:
څومره چې په ټوله نړۍ وګرځې
سر د ټولو ښکلیو د غزني به وي
په دې بیت کې مبالغه او هنري تقلید موجود دی، یا که ووایو دا بیت د سالک صیب د ادعا هنري انعکاس دی، ځکه شاعر هماغه مبالغوي منطق کارولی دی، خو جغرافیه بدله شوې ده، دا کار د ادبي سیالۍ او شعري لوبې او مقابلې ښکاره نمونه ده نه دا چې یو ساده تقلید شوی دی.
د محمد داور خاورین بیت:
چا وې دغه ښکلی ټول کابل کې ښکلی
ما وې سترګې یې ګورګرې دي خوستی دی.
دا بیت ما یو څو ځایه ولوست او زه فکر کوم، چې په همدا ډول به یې سمه بڼه وي، خو که دا بیت تاسو وګورئ نو مکالمه او کنایه دواړه لري، مثال په توګه په دې بیت کې مکالموي جوړښت کارول شوی، لکه چا وې او ما وې، تخنیک په کې راغلی دی، چې همدا تخنیک شعر ته اوږد ژوند ورکولای شي، همداشان سترګې کنایوي مفهوم لري او د ښکلا پېژند د اصل او نسبت له زاویې ارزوي، ځکه خو نرم طنز او نرم ښاري ژبه لري.
په بیت کې شاعر چا وې او ما وې په کارولو سره اختلاف رامنځته کوي، په دې بیت کې ظاهري حضور ښودل کیږي خو نسب یو بل ځای ته منسوبیږي او بیت ښکاري فضا هم وړاندې کوي.
که وګورو له پورته بحث څرګندیږي چې د مصطفی سالک له یوه ادعايي بیت څخه پیل شوې شعري لړۍ، په حقیقت کې یوه عادي سیمهییزه سیالي نه، بلکې یوه فعاله شعري مکالمه ده، هر شاعر د خپل ذوق، فکري دریځ او سیمیز هویت له مخې د ښکلا مفهوم تعبیر کړی او هڅه یې کړې چې د جغرافیوي انحصار تصور یا رد کړي، یا یې نسبي کړي.
نو دې پایلې ته رسیږو چې شعر یوازې یو تړلی متن نه دی او د بحث، اختلاف او ګډون وړتیا هم لري، یوې خبرې ته باید پام وشي چې دلته نقضي بیتونه د شخصي سیالۍ یا تعصب نښه نه بلل کیږي، دا د ادب هغه سالم اختلاف دی چې د فکر د پراخوالي سبب ګرځي او پنځونې رامنځته کوي، هر بیت خپله ښکلا لري او بېلابېل توکي رابرسېره کوي او یو ټولنیز ادبي تعامل هم رامنځته کوي.
دا ډول فرهنګي او ادبي تنوع ته لار هواره وي، تخلیقي سیالۍ رامنځته کوي او فکري زغم ته لاره هواره وي، چې د پښتو شاعرۍ په اوسني دور کې د پښتو ادب لپاره زرینه ډالۍ ده.
طالب منګل