Homeخبرونهننګرهار کې د یوه کور نړېدو پېښه کې ۷ تنه مړه او...

ننګرهار کې د یوه کور نړېدو پېښه کې ۷ تنه مړه او یو ژوبل دی

تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې ۹مه) د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې دغه پېښه د مرکز جلال اباد د اوومې ناحيې اړوند د مرکزي غوچکو په سيمه کې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کاږې چې، د استوګنې دغه کور د نړېدو پېښه کې د دې کورنۍ يوه مور او شپږ ماشومان مړه او پلار يې ژوبل شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس دغه دوه پوړيز کور، چې د نهر ترڅنګ جوړ شوی وو، تر دې وړاندې هم د اوبو له امله زيان لیدلی وو.

سرچینه وایي، پېښې سره سم امنيتي مسئولان رسيدلي، جسدونه يې له خاورو ويستلي او عدلي طب ته يې لېږدولی، چې نن به يې د تکفين او تدفين مراسم ترسره شي.

په خبرپاڼه کې، ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعيم اخند هم په ياده پېښه خواشيني ښودلې او همدا راز يې اړونده ادارو ته يادې کورنۍ سره د مرستې او ملاتړ سپارښتنې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...