Homeخبرونه‏خلیلزاد وایي: ما نه دي ویلي چې، نړۍ به د افغانستان حاکم...

‏خلیلزاد وایي: ما نه دي ویلي چې، نړۍ به د افغانستان حاکم نظام په رسمیت وپېژني

تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې ۹مه) له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو اړوندو تبلیغاتي شبکو او یو شمېر ټولنیزو اکاونټونو داسې خبرونه خپاره کړل چې، ګواکې زلمي خلیلزاد ویلي، نړیوال به ډېر ژر طالبان په رسمیت وپېژني.

زلمي خلیلزاد دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دغه راپورونه “جعلي” دي.

نوموړي د همدې اوازو په تړاو یوه طالب ته لیکلي چې دا خبر ناسم او جعلي دی.

په ورته مهال د جمهوري نظام والي حلیم فدايي ویلي، طالبان د خلیلزاد له نوم او ادرس د سیاسي تبلیغاتو لپاره استفاده کوي او د جعلي او اصلي اکاونټونو له لارې ناسم معلومات خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...