Homeخبرونه‏اسلام آباد د پښتونخوا د وزیر اعلی د نیولو او محکمې ته...

‏اسلام آباد د پښتونخوا د وزیر اعلی د نیولو او محکمې ته د کشولو امر ورکړی

تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې ۹مه) ‏د اسلام آباد یوې محکمې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی، سهیل اپریدي د نیولو او محکمې ته د کشولو امر ورکړی دی.

د محکمې په وینا سهیل اپريدي د پاکستان پر ادارو د تېروتنو تورونه لګولي دي.

محکمې ویلي، چې د دې تورونو له امله نوموړی باید د قانون له مخې محاکمه شي، خو محکمې ته نه دی حاضر شوی.

د پښتونخوا حکومت تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلای.

یادې محکمې د راتلونکې فبروۍ ۱۰مه محکمې ته د سهیل اپریدي د حاضرېدو نېټه ښودلې ده.

دغه حکم په داسې مهال صادرېږي چې، سهیل افریدي په تیرا او نورو سیمو کې د پاکستاني پوځ له عملیاتو سره کلک مخالفت ښودلی دی.

په یادو عملیاتو کې د وروستیو مالوماتو له مخې تر ۷۰ زره ډېر پښتانه کډوال شوي دي.

تر دې وړاندې د پښتونخوا د پخواني وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور د نیولو حکمونه هم ورکړل شوي وو.

1 COMMENT

  1. هو هر یو چې دپنجاب نه خوښيږي هغه به له منځه ځي ! پښتانه باید له مزخرافتو لرې او سیاسی شعور پيدا کړي ! د پنجاپ دا څپېړه زما په مخ ولګېده !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...