پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد پښتون ژغورن غورځنګ غړو، تیرا کې اړمنو کورنیو ته خوراکي او...

د پښتون ژغورن غورځنګ غړو، تیرا کې اړمنو کورنیو ته خوراکي او روغتیایي توکي رسولي

تاند ( پنج شنله د سلواغې ـ دلوې ۹مه) د رسنیو د راپورونو له مخې به تیرا کې پښتنو ځوانانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو غړو، بند پاتې کورنیو ته خوراکي او روغتیايي توکي رسولي دي.

د پي ټي ایم دغه ملاتړي وايي، د یاد غورځنګ د مشر، منظور احمد پښتین په لارښوونه دا لومړنۍ مرستې وېشي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرا د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له امله تر ۷۰ زره ډېر پښتانه کډوال شوي.

دغه راز کډوالې کورنۍ هلته د سختو واورو له امله د ژوند سخت پړاو تېروي او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ځایي ادارو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ، یعنې نږدې ۷۰ زره کسان، چې د تېرا د ۱۵۰ زره نفوس نږدې نیمایي جوړوي، د بې ځایه شویو په توګه ثبت شوي دي.

په تېرا کې د پاکستاني پوځ پر عملیاتو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، ګڼو افغان او پښتنو سیاستوالو او همداراز عامو خلکو پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

دوی دغه عملیات بې رحمانه بللي او ویلي یې دي چې دا پر پښتنو د پاکستاني ریاست ظلم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...