Homeخبرونهکابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو

کابل کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز پرانیستل شو

تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې ۹مه)کابل کې نن پنج شنبه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون پرانیستل شو.

د دغه روغتون په پرانیسته کې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو سازمانونو په ګډون ګڼو بهرنیو روغتیايي او د طالبانو حکومت چارواکو ګډون کړی و.

په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر اېډوېن سېنېزا سلوادور وویل، دا یو مهم پړاو دی چې په افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره د دوی د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکی وایي، له افغانستانه څه باندې ۶۰ ډاکټران، نرسان او درمل جوړوونکي د آنکولوژۍ، د کیموتراپي د تطبیق او د تسکیني پاملرنې په برخه کې روزل شوي دي.

ډاکټر اېډوېن سېنېزا سلوادور یادو مراسمو ته د راډیوتراپي یا د وړانګو په مټ د درملنې د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه هم وکړه چې په وینا یې نور به افغانان اړ نه وي چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

بل لورته بیا د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، چې هند له افغانستان سره تر دا مهاله د سرطاني ناروغیو په برخه کې یو مېلیون ډالر مرسته کړې ده.

نوموړي ویلي چې، په یاد روغتون کې به د هند په مالي او تخنیکي مرسته د راډیو‌تراپۍ څانګه فعاله شي. جلالي وایي چې هند به د مسلکي او تخصصي ډاکټرانو د روزنې په برخه کې هم همکاري وکړي.

د جلالي په وینا؛ هند له افغانستان سره لس ټنه د سرطاني ناروغیو د درملو مرسته کړې، چې ارزښت یې په تخمیني ډول شاوخوا یو مېلیون امریکایي ډالرو ته رسېږي. نوموړي له شتمنو کسانو او پانګه‌والو هم غوښتي، چې د دغه روغتون د دوام او پراختیا لپاره دې مالي ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...