Home+د بیتونو او خیالونو شعري محاکمه | طالب منګل

د بیتونو او خیالونو شعري محاکمه | طالب منګل

شاعر او لیکوال بېکسیار صیب دو بیتونه پوسټ کړي وو او  پوښتنه یې کړې وه چې لومړی بیت د اروښاد سیف الرحمن سلیم دی او دویم بیت او پوره غزل ډاکټر اسرار ته منسوب دی٬ چې لومړی بیت او پوره غزل وروسته لیکل شوی دی٬ په دې اړه ستاسو نظر څه دی.

له دې مخکې باید ووایم چې په پښتو شاعرۍ کې ډېری وخت داسې کیږي چې یو او بل شاعر د خپلو غزلونو د قافیې٬ ردیف٬ لفظونو او خیال له امله پر یو او بل شکي کیږي او یا مطلق فکر کوي چې نوي شاعران د ده د غزلونو جوړښت بېرته ترمیم کړی او نوی فکر او خیال نه لري.

ځینې وخت ان مشهور شوي او پاخه شاعران هم د هغو شاعرانو خیال٬ فکر٬ ردیف او قافیه په قصدي توګه کاروي چې نا مشهور شاعران یې په فاع کې بې وسه وي چې یو لامل یې د لوستونکو نه باور دی.

دا ډول بیتونه څوک شیرین تضاد بولي٬ څوک یې توارد بولي او څوک یې د مفهم نقل بولي خو له دې هر څه سره سره د داسې شاعرانو او شعرونو تر منځ نقاد د قاضي رول نه شي لوبولی خو ددې لپاره یو شمېر لارې چارې شته چې د نقاد کار اسانه کوي.

غوره ده چې نقاد ددې کار لپاره لومړی  د دواړو شاعرانو او شعرونو تر منځ توارد٬ تاثر او اخذ مسله وپلټي او په غور سره یې تر کتنې لاندې ونیسي.

مثال په توګه بېکسیار صیب د اروښاد سلیم او ډاکتر اسرار د دو بیتونو په اړه نقد نه کوي٬ هغه یوازې یوه پوښتنه کوي او وایي چې یو بیت مخکې او بل بیت وروسته لیکل شوی دی نو ستاسو نظر څه دی.

د بېکسیار صیب دا پوښتنه هغه نقد دی چې پلټنې او نقد ته لاره برابره وي٬ شک راپورته کوي او بلاخیره شاید په ادعا بدل شي.

نقادان په داسې پوښتنو او ادعاو کې تل چوپ وي او نه غواړي چې د قاضي په توګه فیصله وکړي٬ زه فکر کوم چوپ پاتېکیدل یې مناسب نه دي خو فیصله کول هم د نقاد کار نه دی.

زه د داسې حالت لپاره د نقاد لپاره توارد٬ تاثر او اخذ وړاندیز کوم خو له دې مخکې باید نقاد څلور شیان په پام کې ونیسي یو نېټه٬ دویم متن یا متنونه٬ دریم د شعر د لوستلو خبروی٬ او څلورم سرچینې او ادبي چاپېریال.

اوس چې خبره یو څه واضحه شوه د بېکسیار صیب لخوا هغه دوه بیتونه تر کتنې لاندې نیسو چې ده یې په اړه عامه پوښتنه کړې.

د میکدې لارې لا مه بندوه
بندې لا نه دي د توبې لارې
ارواښاد سیف الرحمان سلیم

ساقي څله بندوې د میکدې ور
لا خو خدای بند کړی نه دی د توبې ور
ډاکټر اسرار

د پورته دواړو بیتونو په اړه د بېکسیار صیب د پوښتنې تفسیر دا دی چې لومړی بیت اول لیکل شوی او دویم بیت وروسته لیکل شوی نو د دې احتمال شته چې ډاکتر اسرار د اروښاد سلیم خیال او فکر بېرته کارولی چې شاید یو قصدي کار وي.

د ډاکټر اسرار په بیت کې ساقي او خدای ج  مشخص شوي دي خو د اروښاد سلیم په بیت کې ساقي او خدای ج چې مخاطب او غایب دي حذف شوي.
په بیتونو کې (توبې او میکدې٬ مه بنده وه٬ لا بند او نه دي او نه دي) د دواړو بیتونو ترمنځ هغه لفظونه دي چې یو شانوالی لري.

همداشان په دواړو بیتونو کې (لارې او ور) چې په یو مفهم کاریدلي دي شاید مترادفه شعري مانا ولري خو یوازې په دې مفهم چې لارې لفظي مانا پراخه او د ور لفظي مانا محدوده ده.

خو د د لفظونو مسله پوښتنه نه شي حل کولی ددې لپاره د شعر فکر او جوړښت هم باید وکتل شي.

د شعر فکر او جوړښت تر څنګ د خیال جوړښت٬ منطقي اړیکې او شاعرانه چاپېریال یا حرکت هم مهم  دی٬ په هر صورت د دواړو بیتونو تر منځ بنسټیز فکر دا دی چې اروښاد سلیم د میکدې د لارې د بندولو مخالفت کوي ځکه چې د توبې لارې لا نه دي بندې شوې٬ یعنې شاعر دوه متضادونه لري یو میکده او توبه او بل بندیدل او خلاصدل خو فاعل نه دی مشخص شوی.

د اسرار په بیت کې د لومړي بیت په پرتله مخاطب او فاعل مشخص شوي دي ځکه ساقي د میکدې د ور د بندولو مخاطب او فاعل دی یعنې د لومړي بیت په پرتله چې حذف شوي دي دویم بیت صریح دی.

په داسې بیتونو کې لفظونه پریکړه نه کوي لکه په دې دواړو بیتونو کې چې (میکده٬ توبه٬ بندول٬ خلاصیدل٬ لار او ور )راغلي خو د خیال ترتیب هم مهم دی.

دواړه بیتونه دا خبره کوي: د میکدې د تګ لاره (دروازه )مه بندوه، ځکه د توبې لاره (دروازه) لا خلاصه ده.

بېکسیار صیب چې کومه پوښتنه کړې هغه له دې وجې ده چې دی په بیتونو کې د خیال علت او نتیجه٬ تضاد او استدلال ورته والی بولي خو که له دې خبرې راتېر شو د دواړو بیتونو تر منځ منطقي اړیکه یا شاعرانه منطق یو بل بحث دی.

که دواړه بیتونو منطق ته واچو نو اروښاد سلیم وایي چې میکده مه بندوه ځکه د توبې لار لا خلاصه ده او اسرار وایي ساقي! د میکدې ور ولې بندوې؟ ځکه خدای ج د توبې ور لا نه دی تړلی.

د دې داړو شاعرانه منطق یو شان استدلالي جوړښت لري خو د بیان طریقه بدله ده چې یوه لار ده او بل ور دی٬ یو کې مخاطب او فاعل حذف شوی او بل کې مخاطب او فاعل راوړل شوی دی.

دا موږ ته دا په لاس راکوي چې لفظي جوړښت بدل شوی، خو د خیال اساسي معمارۍ له یو او بل سره ډېرې نږدې دي.

په داسې حالتونو کې یو شمېر احتمالونه موجود وي یو  توارد دی ځکه د میکدې او توبې کلاسیک تضاد دومره عام دی چې دوه شاعران په مستقل ډول ورته خیال ته رسېدلی شي او ددې احتمال په پښتو شاعرۍ، کې بیخي پراخ دی.

دویم د تاثر خبره ده چې شاید یو شاعر د بل شاعر ورته شعري فضا لیدلې وي، خیال یې ذهن کې  پاتې شوی وي او وروسته یې په خپل بیان کې شاعرانه کړی وي.

همداشان د اخذ خبره چې بېکسیار صیب هم ورته د پوښتنې په متن کې اشاره کړي که چیرې د نېټې، لاسرسي او نورو متني قراینو له مخې ثابته شي چې اسرار د سلیم بیت لیدلی و او بیا یې هماغه فکري جوړښت په نوي الفاظو راوړی، د اخذ احتمال مطرح کېږي.

خو د دې دواړو تر منځ نېټه هم بسنه نه کوي ځکه اروښاد سلیم په ۲۰۰۷ کال کې وفات شوی دی او ډاکتر اسرار عمر دې اوږد وي زما د مالوماتو له مخې په دې وختونو کې هم شعرونه لیکلي دي٬ مطلب دا تر اوسه واضحه نه ده.

د شاعر د ژوند نېټه هم دلته کافي دلیل نه شي کیدای که د چاپ نېټې تر څنګ د غزل د لیکلو نېټه موجوده وي هغه تر چاپ مهمه ده.

ددې تر څنګ په داسې حالت کې د دواړو شاعرانو بشپړ غزلونه باید پرتله شي. که یوازې یو بیت ورته وي، حکم یو ډول دی٬ که د څو بیتونو په خیال، تصویر، ترکیب او حرکت کې ورته‌ والی وي، مسله بل رنګ اخلي.

لکه مخکې مې چې وویل سرچینې او ادبي چاپېریال هم یو اړخ دی ځکه میکده، ساقي، توبه، د توبې ور، د میکدې ور او د لارې بندول دا ټول د کلاسیک عرفاني ادب له پخوانیو مفاهیمو سره تړلي دي. نو نقاد باید وګوري چې ایا دا خیال له یوې پخوانۍ شعري سرچینې څخه هم راغلی دی او که نه.

که هممهاله  دواړه بیتونه د اهنګ، موسیقیت، روانۍ او شعري جوړښت له مخې مطالعه کړو نو ښکاره کیږي چې  د اروښاد سلیم بیت نسبتا روان او موسیقي‌ وال دی ځکه چې په بیت کې دننه د لارې، لا او مه غږیز تکرار یو نرم  اهنګ جوړوي او دویمه مسره کې طبیعي وال پروت دی ځکه لومړی مسره پوښتنه کوي او دویمه یې دلیل وایي.

ددې تر څنګ د ډاکتر اسرار بیت هم نسبتا اهنګ لري سره له دې چې د مخاطب او فاعل له امله تشریحي بڼه لري.

بل په دې بیتونو کې د میکدې لارې او د توبې لارې تر څنګ د میکدې ور او د توبې ور متوازي جوړښتونه دي خو ور کلمه د لارې په پرتله محدوده او عیني کلمه ده ځکه د سلیم په بیت کې لار د انتخاب، تګ، امکان او مسیر پراخه استعاري ساحه پیدا کوي، خو حال دا چې ور تر ډېره د خلاصون او بندېدو په عیني تصویر پورې محدود پاتې کېږي٬ عام لوستونکی د اسرار بیت خوښوي ځکه ایجاز نه لري او تشریح شوی بیت دی.

یعنې د اسرار په بیت کې خیال واضح دی، خو د اروښاد سلیم په بیت کې خیال شاعرانه دی.

که دا بحث راټول کړو د اروښاد سیف‌الرحمان سلیم او ډاکټر اسرار د دواړو بیتونو ترمنځ ورته‌ والی د لفظونو تر کچې نه دی پاتې شوی٬ دا ورته والی  د خیال د منطقي اړیکو له لارې هم دی لکه مخکې، مې چې وویل.

په دې بیتونو کې توپیر دا دی چې اروښاد سلیم خیال په لنډ او شاعرانه ډول وړاندې کړی، خو اسرار مخاطب او فاعل مشخصولو او  تشریح ډول وړاندې کړی دی.

دې ځای ته رسیږو چې د لفظونو ورته‌ والی بسنه نه کوي ځکه نقاد باید نېټه، بشپړ متن، د شعر د لوستلو امکان، سرچینې او ادبي چاپېریال هم وڅېړي او بیا د توارد، تاثر او اخذ احتمالونه سره پرتله کړي.

نو په پای کې مهمه خبره دا ده چې نقاد باید پوښتنه راپورته کړي، شواهد وڅېړي، خو له کافي شواهدو پرته د اخذ یا سرقت حکم ونه کړي٬ ځکه د نقد دنده یا رښتینی کار قضاوت او حکم نه دی د شواهدو برابرول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...