یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+"د لنډې کيسې اوسنی وضعیت او "بې شرمه

“د لنډې کيسې اوسنی وضعیت او “بې شرمه

حفیظ الله بشارت
کله چې يو شی په ټولنه کې ډېر رواج شي او په لويه کچه مينوال پيدا کړي، هغه ته بيا هر کس و ناکس مخه کوي، په داسې حالاتو کې له موږ بيا په هغه څيز کې ښه او بد ورکېږي او تفکيک يې راته سخت وي.
په ادبي ژانرونو کې شعر ډېر مينوال لري او اوس وخت کې هر څوک ځان شاعر بولي، چې دې حالت له موږ نه يوازې ښه او بد شعر ورک کړی، بلکې د ښه او بېکاره شاعر فرق يې هم راته سخت کړی دی.
لوی عامل يې دا دی چې: موږ په شعر و شاعرۍ خبرې، غونډې او کره کتنې کمې لرو، نن وخت کې د شعر د مينې له امله هر کس و ناکس د شعر لیکلو ته لاس اچوي، دا ځکه چې زموږ فرهنګيانو او اديبانو ښه او بد شعر ټولنې او وګړو ته نه دی ور پېژندلی، زموږ اديبان او شاعران هم د ټولنې سويې ته ور ټيټ شوي دي.
دويم ادبي او هنري ژانر چې نن سبا په لويه کچه مينوال او لوستونکي لري، هغه داستان دی. په داستاني ادب کې ناول او لنډه کیسه اوس وخت کې له شعر وروسته په زياته اندازه لوستونکي او مينوال لري، چې همدغه مينې اوس وخت کې بازاري ناولونه او لنډې کيسې چاپ ته يوړې او که موږ په دې ژانر کې يوازې په لیکلو تم شو، کره کتنې او خبرې پرې کمې کړو، نو خدای مه که يو وخت به مو دا ژانر هم د شعر په برخليک اخته کړی وي.
خو له دې خبرو ور ها خوا موږ په پښتو ادب کې داسې ناول او لنډه کيسه ليکوالان هم لرو چې ناولونه او لنډې کيسې يې موږ د نړۍ له هغو سره په ډاډه زړه په سيالۍ کې اچولی شو.
يو له هغه کيسه ليکوالانو چې په دې وروستيو کې ښه وځلېدو او ډېر لوستونکي او مينوال پيدا کړل، نصرت ارمان دی.
د نوموړي په دې آخرو کې د لنډو کيسو يوه ټولګه چې بې شرمه نومېږي چاپ شوه. دې کتاب په پښتو ادب کې يو ريکارډ جوړ کړ چې تقريباً په يوه هفته کې ټول خرڅ شو او د يو کتاب داسې په لويه کچه خرڅلاو او مينه موږ په دې قانع کوي چې دا يو شهکار ادبي اثر دی.
دې ټولګې د پښتو لوستونکو مينه له کتاب او داستان سره موږ ته راوښوده او دا يې موږ ته جوته کړه چې په نن وخت کې داستاني ادب څومره لوستونکي او مينوال لري.
له لومړنيو خبرو تېرېږم، راځم د “بې شرمه” کتاب د لنډو کيسو په اړه زما برداشت او خبرو ته…‌‌.
د بې شرمه کتاب اکثریت لنډې کيسې د ريالېزم په پوله ولاړې دي او همدا يوازينی علت دی چې د دې ټولګې او ليکوال کيسې يې په لوستونکو او مينوالو ګرانې کړې دي.
د‌ دې ټولګې د کیسو ښه والی له دې هم مالومېږي چې د دې کتاب په منځ کې راټولې کيسې د کيفيت په لحاظ لوړې او عالي دي، کميت او ډېرښت ته يې ډېر پام نه دی شوی.
بې شرمه کتاب ټول ټال 110 مخونه لري چې 20 لنډې کيسې پکې راجمع دي.
په دې ټولګه کې ځينې کيسې د دې پرځای چې پيل يې له يوې پېښې وشي، برعکس يوه پېښه پکې را شروع کېږي. د ډېری لنډو کيسو روانوالي او له لغت پرانۍ خالي توب هم د دې ټولګې کیسو ته ښکلا ور بښلې ده.
د موضوع په انتخاب کې دقت او په کيسو کې لويو او له منطق سره تړلو پيغامونو ته ځای ورکول، همدارنګه شعوري موضوعات انتخابول هغه څه دي چې د بې شرمه کتاب لنډې کيسې يې اعلی او ښايسته کړې دي.
د دې ټولګې د لنډو کيسو يوه بله ښه خوبي دا ده چې ليکوال يې موږ ته په کيسه کې يو کرکټر په داسې هنر ګران او بد اېشوي، چې تر مبالغې ځان نه پکې رسوي، يعنې له يو کرکټر نه سوچه ملايکه جوړوي او نه ترې پوره بدکاره…….
د ځينو لنډو کيسو مبهم پای يې يوه بله ښه ځانګړنه ده، ځکه چې د لوستونکي په فکر کې اچول او هغه ته سوالونه را ولاړول، موږ د يوه ښه ليکوال په هنر قانع کوي.
د‌ کيسو په منځ منځ کې د غوټو راپيدا کول او هغه په پای کې خلاصول، همداراز ځينې لنډې کيسې د تمې خلاف پای ته رسول، د دې ټولګې د کيسو نورې غوره ځانګړنې دي.
خو له همدومره خوبيو سره سره ښه ادبي آثار هم له نیمګړتیاوو خالي نه وي….. بې شرمه کتاب که څه هم له ډېرو ښو ځانګړنو برخمن دی، خو يوه نيمه  نيمګړتيا يې هم ځان له موږ نه پټوي.
د دې ټولګې په ځينو کيسو کې له ليکوال په پيغام تمرکز دومره ډېر شوی چې د کيسې نور اړخونه ورسره پيکه شوي، ښه مثال يې “سکس د شرم کار دی؟” لنډه کيسه یادولی شو، په دې کيسه کې چې عمومي پيغام خپل ماشومان مخکې له مخکې د سکس په اړه پوهول دي، په همدغه پيغام په دې کيسه کې تمرکز دومره ډېر شوی چې د لنډې کيسې تصوير کښنه او….. ورسره پيکه او خپ شوي دي.
د دې ټولګې ځينې کيسې موږ ته بيان او روايت شوي دي، د تمثیل او ليدلو اړخ يې ضعيفه دی، همدارنګه د ځينو کيسو پيل په داسې ډول شوی دی چې لوستونکی نه ورسره اخلي، يعنې د دې پرځای چې کيسه په موږ خپله ځان ولولي، برعکس موږ بايد کيسه ولولو، ښه مثال يې “د سپۍ له برکته” لنډه کيسه ده، د دې کيسې پيل داسې شوی، لکه د پخوانیو نکلونو او يا لکه دې ماشوم د ادبياتو نکلونه او کيسې…
په ځينو کيسو کې د تلوسې ناڅاپي ډېرښت او بېرته پيکه توب، همدارنګه په بعضې کيسو کې د علت او معلول ترمنځ کمزورۍ او ځای ځای د مصنوعي صحنو راوړل د دې ټولګې د کيسو ځينې نورې کوچنۍ نيمګړتياوې دي.
په هر حال، که غواړئ چې د يوې ټولنې په رنځونو، بدو دودونو، بېکاره فکرونو، د ښځو په اړه په ناسمو نظرونو او…… ښه وپوهېږئ، نو د بې شرمه کتاب لوستل يې په حس کولو او مشاهده کولو کې درسره پوره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب