جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد ایران د کرمان په چاودنو کې د وژل شویو افغانانو شمېر...

د ایران د کرمان په چاودنو کې د وژل شویو افغانانو شمېر زیات شو

تاند (دوشنبې، د جدې ۱۸ مه) د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې عمومي ريیس د یکشنبې په ورځ وویل چې د کرمان په دوو چاودونو کې ۱۴ افغانان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

مخکې ایراني چارواکو ویلي وو چې د چهارشنبې په ورځ (د جدې ۱۳ مه) په کرمان کې د قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د دوو چاودنو په نتیجه کې ۱۲ افغانان وژل شوي دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د کرمان د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې ريیس محمد جلالي فرد وویل:«د کرمان د شهیدانو ګلزار په ترهګره پېښه کې تراوسه ۱۴ افغانان شهیدان شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.»

د ده په وینا د ۶ ټپیانو حال ښه نه وو او تراوسه په روغتون کې دي خو نور له لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته لېږل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ په کرمان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې د دوو چاودنو په نتیجه کې نژدې سل تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۸۰ نور ژوبل شول.

د ډیرو د باور خلاف په دې چاودنو کې اکثره وژل شوي افغانان پښتانه وو. هغوی د غونډې دځای په شاوخوا کې اوسیدل او د وړیا وېشل کېدونکې ډوډۍ لپاره د پېښې ځای ته تللي وو.

داعش ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.

په پیل کې د کرمان د بهرنیو اتیاعو او کډوالو عمومي ادارې د دغو وژل شویو افغانانو نومونه اعلان کړي وو:

  1. رضا نورزی
  2. محمد قاسم احمدي
  3. مریم تاجیک
  4. محمد متین احمدي
  5. محمدتاجیک
  6. نازنین فاطمه عزیزي
  7. زهرا فیضي
  8. نظیفه غفوري
  9. نعمت الله اڅکزی
  10. لطیفه اڅکزۍ
  11. معصومه اڅکزی
  12. راز گل علی‌زی

2 COMMENTS

  1. دا بی عقل جاهل افغانان د یو لندغر د مرگ په تلین که سه مرگ غوشتل؟ دوی ایران ته مهاجرت او بی روزگاری نه تللی وو، او که سیاسی ایرانی مارشونو که گدون کول دپاره؟

    • وروره د خبر په متن کې په واضحه توګه لیکل شوي دي چې هغوی د غونډې دځای په شاوخوا کې اوسیدل او د وړیا وېشل کېدونکې ډوډۍ لپاره د پېښې ځای ته تللي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب