رحمت شاه فراز
دا دومره غیرعادي خبره نه ده، چې یوه ډېره مشهوره خبره دې ناسمه او په غلط ډول عامه شوې وي. انسان ډېری وختونه مشهور، ډېر او اکثریت ته د صحیح په سترګه کتلي دي او عموماً یو ځل چې یو مشهور شی انسان ته مخې ته ورشي، نو بیا يې په تصحیح او تدقیق پسې ډېر سر نه ګرځوي. د دغه ډول مشهور غلط یا غلط مشهور یوه بېلګه په ادبیات، جمالیات، اخلاقیات او دغه راز نورو هغو کلمو په پای کې د «ات» وروستاړی دی، چې اوسمهال په اردو او (په کمشمېر) په فارسي او پښتو کې د علم یا پوهنې لپاره کارېږي. په دې لیکنه کې هڅه کوو، چې د یاد وروستاړي په اړه یوه سم فهم و تصور ته ځان ورسوو.
تېرو ورځو کې په ملي ټلویزون کې په «ځیرنه» خپرونه کې د پښتو ژبې او ادبیاتو استاذ پوهاند اجمل ښکلي د «ادبیات» کلمې د آر په اړه لنډې څرګندونې وکړې، چې زما په اند په دې څرګندونو کې د ادبیات یا «ات» په تړاو هغه ټولې تېروتنې موندلی شو، چې په دې لیکنه کې ورته اړتیا لرو. د دې خبرو د راوړلو یو هدف دا هم دی، چې دا نه ده، چې د یوې موضوع په هکله یوازې په عوامو کې غلط فهمي موجوده وي، بلکې و دې شي، چې د څانګې متخصص هم د عوامو په لاره تللی وي.
د استاذ ښکلي په وینا:
«(۱) ادبيات د ادب جمع ده. (۲) عربي کې د مؤنثو کلمو جمع په ات کېږي. (۳) ادبيات په مجموع کې د يوې ژبې ټول ادبيات، يا ترې د ټولې نړۍ ادبيات هم مراد وي. (۴) کله کله داسې هم کېږي، چې د ات وروستاړی په عربي ژبه کې د غربي ژبو د s چې s علم ښيي، د هغې ښکارندويي هم کوي. (۵) ادبيات هغه علم دی چې په ادب بحث کوي، موږ ورته ادبپوهنه او ادب شناسي هم وایو.»
(۱) ادبيات د ادب جمع ده.
په دې تړاو روغه خبره په پښتو دایرة المعارف کې موندلی شو. لیکل شوي، چې «د ادبیاتو کلمه د نسبتي (ی) او ادب جمع ده.» خو دغې نتیجې ته موږ پخپله هم ډېر په اسانه رسېدلی شو. ادب یوه عربي کلمه ده، چې زموږ په بحث کې ادب په معجم المعاني الجامع قاموس کې په «الجمیل من النظم و النثر» یا «الانتاج الفکري شعرا أو نثرا» معنا شوی. له دې ځایه ویلای شو، چې هر هغه څه چې د نظم او نثر په شکل کې وي، په ادب پورې منسوب دي او د دغه نسبت د ښودلو لپاره اسم منسوب کارېږي. د ادب اسم منسوب «ادبي» دی او ادبي یعنې «ما یتصل بالأدب من شعر و قصة و مسرح و نحو ذلک.»
اوس چې پخپله د «ادبي» کلمه جمع کوو، نو د عربي ژبې د قاعدې له مخې د «ات» توري ورسره اضافه کوو، چې په دې ډول له ادبي څخه ادبیات کلمه منځته راځي. خو د پاموړ ټکی دا دی، چې«ادبیات» کلمه په عربي ژبه کې د «ادبي» کلمې د جمع صیغې په توګه نه استعمالېږي. په دې معنا، چې په عربي ژبه کې ادب د شعر او نثر لپاره کارېږي، خو کله چې دا خبره کوي، چې ټول ادب، یا ډېر ادب، یا ګڼ ادبي اثار، نو بیا د ادبیاتو په ځای د «أداب» کلمه چې د ادب جمع ده، استفاده کوي. حال دا چې په فارسي، پښتو او اردو ژبه کې همدغه مفهوم د ادبیات په کلمې سره افاده کېږي. مثلاً کله چې یو اثر یا یو کتاب یا یوه پنځونه مو مراد وي، د ادبي کلمه استفاده کوو، خو کله چې زموږ موخه لوی شمېر اثار، پنځونې یا کتابونه وي، نو بیا وایو، چې دا ټول «ادبیات» دي، چې په دې ځای کې ادبیات له دې پرته بله هېڅ معنا نه لري، لکه موږ وایو، الهي نور، الهي کتابونه، الهي نښې، خو کله چې دغه ټول له مضاف پرته وایو، نو بیا وایو چې دا ټول الهیات دي، چې هدف ترې همدا الهي نور، الهي کتابونه او الهي نښې نښانې وي. همدغه راز موږ وایو، اخلاقي سړی، اخلاقي ارزښتونه، اخلاقي پدیدې؛ خو کله چې موږ دغه ټول شیان له مضاف پرته یادوو، نو وایو چې دا ټول اخلاقیات دي او هدف مو ترې همدا یاد څیزونه وي.
په دې اساس په عربي ژبه کې د ادبیاتو په ځای د «أداب» کلمه دود ده. د مثال په ډول په معجم اللغة العربیة المعاصرة کې لیکل شوي، چې «الاداب: مصطلح يُطلق على جملة المعارف الإنسانيّة وبخاصّة على الأدب الإنشائيّ والأدب الوصفيّ والتَّاريخ والجغرافية وعلم اللغة والفلسفة وغيرها من العلوم الاجتماعيّة.»
یا احمد حسن الزیات په خپل کتاب «تاریخ الادب العربي» کې لیکي، چې «الأداب العربیة أغنی الأداب جمعا». تر دې پورې چې د «ادبیاتو» کلمه چې په کومه معنا په فارسي، اردو او پښتو کې کارېږي، په عربي ژبه کې اصلاً وجود نه لري، او یوازینۍ استفاده چې زما تر سترګو تېره شوې، هغه د literature review لپاره د «مراجعة الأدبیات» معادل دی.
(۲) په عربي ژبه کې د مؤنثو کلمو جمع په «ات» سره کېږي.
دا خبره په خپل ځای سمه ده، چې په عربي ژبه کې د مؤنثو کلمو د جمع کولو یوه لاره دا هم ده، چې په پای کې (ات) ورسره اضافه شي، خو (ات) یوازې د مؤنثو کلمو لپاره نه استعمالېږي، بلکې له ګڼو نورو اسمونو سره هم د (ات) توري استفاده کېږي. بله خبره دا ده، چې (ادب) مؤنثه کلمه نه ده، بلکې مذکره کلمه ده او ادبیات د «ادبي»، چې د ادب اسم منسوب ده، جمع حالت ده؛ او د دې لپاره ضرور نه ده، چې یوه کلمه دې مؤنثه وي، بیا به ورسره (ات) اضافه کېږي.
(۳) ادبيات په مجموع کې د يوې ژبې ټول ادبيات، يا ترې د ټولې نړۍ ادبيات هم مراد وي.
د استاذ ښکلي دغه خبره یوازې په دې شرط سمه ده، چې ووایو، چې د ادبیات له کلمې څخه یوازې په فارسي، اردو او پښتو ژبو کې د یوې ژبې ټول ادبیات، یا د ټولې نړۍ ادبیات مراد کېدلی شي. خو په عربي ژبه کې د دغې معنا لپاره د (أداب) لفظ وضع شوی، چې پورته ورته تفصیلي کتنه وشوه او په عربي ژبه کې ادبیات کلمه اصلاً په دې معنا نه کارېږي.
(۴) کله کله داسې هم کېږي، چې د ات وروستاړی په عربي ژبه کې د غربي ژبو د s چې s علم ښيي، د هغې ښکارندويي هم کوي.
د استاذ ښکلي دا خبره په دې شرط سمه وه، چې موږ يې په دریم (پورتني) ټکي کې دا خبره رد کړې نه وای، چې ادبیات کلمه په عربي ژبه کې هم کارېږي. د استاذ ښکلي دغه خبره له پښتو دایرة المعارف سره څه نا څه نږدې اړخ لګوي. هلته ویل شوي، چې ادبیات کلمه «د ادب د علم په معنا مستعمله ده، د دې راز کلمو دا ډول استعمال په اصل کې د یونان د پوهانو څخه راغلی دی، چې اروپایانو هم د هغوی په تقلید په علومو او فنونو کې د جمعې کلمه د نسبتي (ی) سره استعمال کړې ده.» دایرة المعارف چې دا خبره کړې، ورپسې یې یو دوه بېلګې په غلط شکل راوړې دي.
خو لومړۍ خبره دا ده، چې ادبیات کلمه په عربي ژبه کې مستعمله نه ده او بیا په عربي ژبه کې چې کله په یوه کلمه کې د ات وروستاړی را هم شي، د علم ښکارندويي نه کوي. مثلاً الهیات، اخلاقیات، جمالیات او داسې نور په فارسي، اردو او پښتو کې د علم لپاره استفاده کېږي، خو په عربي ژبه کې د علم مضاف الیه هم ورسره راوړل کېږي، مثلاً علم الالهیات یا العلوم الاهیة یا علوم ادبیة او داسې نور.
دوهمه خبره دا ده، چې په انګریزي ژبه کې هم د(s) وروستاړی د علم په معنا نه راځي، بلکې کټ مټ هماغسې استعمال افاده کوي، چې پورته يې موږ د الهیات او اخلاقیات په بېلګو کې یادونه وکړه؛ مثلاً موږ فزیکي فورمولونه، فزیکي قوانین یا فزیکي اجسام لرو، چې په انګریزي کې د یاد فزیکي لپاره د physic کلمه کارېږي، خو کله چې مراد ترې دا ټول وي، نو بیا (s) ورسره اضافه کېږي او physics یا طبیعیات ترې جوړېږي، چې نن ورځ دغه کلمه په انګریزي ژبه کې کټ مټ هماغسې د یوه علم لپاره کارېږي، لکه څنګه چې ادبیات، اخلاقیات، الهیات او نورې کلمې په فارسي، اردو او پښتو ژبو کې کارېږي. البته په انګریزي ژبه کې له (s) پرته ځینې کلمې لا هم مستعملې دي او ځینې یې له استعماله غورځېدلې دي، مګر په یادو درې ژبو کې د یوې کلمې اصلي ریښه لا هم کارېږي، لکه ادب، اخلاق، جمال او داسې نور. له دې ځایه دا خبره هم معلومېږي، چې په انګریزي کې هم له هغو کلمو سره (s) اضافه شوی او د علم ښکارندوی ګرځېدلي دي، چې نسبتي یا صفتي بڼه ولري، لکه زموږ په ژبو کې ادبي، اخلاقي، اسلامي، الهي او داسې نور؛ په دې اساس، هغه کلمې چې نن ورځ په انګریزي ژبه کې (s) ورسره اضافه کېږي او د علم معنا افاده کوي، یوازې هغه کلمې دي، چې په پای کې يې (ic) هم راغلې وي،
لکه: (Economic – economics)؛ (Physic – physics)؛ (Aesthetic – aesthetics)؛ (Ethic – ethics) او داسې نور.
(۵) ادبيات هغه علم دی چې په ادب بحث کوي، موږ ورته ادبپوهنه او ادب شناسي هم وایو.»
د وروستۍ څرګندونې په تړاو لومړنی ټکی دا دی، چې دا خبره له دریمې خبرې سره ټکر لري. هلته له ادبیات څخه د یوې ژبې یا ټولې نړۍ ادبیات مراد اخیستل شوي، خو دلته ویل شوي، چې ادبیات یو علم دی. (په یاده خپرونه کې هم یوه ګډونوال همدا نیوکه را پورته کړه!) سره له دې چې دغه ډول کلمات په فارسي، اردو او پښتو کې د علم لپاره کارېږي، خو دا باید ومنو، چې دا کلمات په غلط ډول مروج شوي او ادبیات، جمالیات یا الهیات په عربي ژبه کې د علم الأدب یا علوم الاهیة معادل نه دي.
بله دا ده ، چې د دې ډول کلمو په تړاو ورانپوهاوی تر دې بریده رسېدلی دی، چې په یوه ځای کې چې دلته یې یادونه مناسبه نه ده، د الهیاتو د کلمې په تړاو لیکل شوي وو، چې اله خدای ته ویل کېږي او (یات) د علم په معنا دی!!
ادبیات که د لټریچر معادل ګڼو او له دې زاویې ادبیات یو علم ګڼو، نو دا خبره هم غلطه ده. په دې چې د انګریزي ژبې «لټریچر» کلمه په هېڅ معتبر قاموس او کتاب کې د ادبپوهنې یا ادبشناسي په معنا نه ده استعمال شوې؛ یعنې لټریچر کوم علم نه دی. د بېلګې په ډول په Cambridge قاموس کې د literature لپاره دا تعریفونه راوړل شوي:
(1) Written artistic works, especially those with a high and lasting artistic value. (2) All the information relating to a subject, especially information written by specialists. (3) Printed material published by a company which is intended to encourage people to buy that company’s products or services. (4) Material that an organization publishes in order to persuade people to agree with its opinions.
زموږ له دې خبرې دا هم په ډاګه کېږي، چې (ادبپوهنه) یا (ادب شناسي) باید د ادبیاتو معادل یا ځایناستی ونه ګڼو، ځکه چې ادبیات اصلاً علم نه دی، مثلاً یو امریکايي لیکوال هنري پانکوسټ په خپل کتاب د «انګریزي ادب پېژندنه» کې د لټریچر کلمې دوه تعریفونه راوړي دي: ۱) هر هغه څه چې په لیکلې بڼه موجود وي؛ دغه کلمه د لاتیني ژبې له لیټرا څخه اخیستل شوې، چې د الفبا یوه حرف ته ویل کېږي. ۲) د لیک یو ځانګړی ډول، چې په دې تنګ مفهوم کې د ادبیاتو یا لټریچر هدف دا دی، چې لذت ولېږدوي، فکر، احساسات او تخیل را وپاروي او هدف يې ښوونه او تعلیم نه وي.
په دې اختلافي ټکي کې زما لیدلوری دا دی، چې ادبیات د عمومي کلمې په توګه ومنو او د ټولو تخلیقي او تحقیقي اثارو لپاره يې وکاروو، هغسې چې په عربي کې أداب او په انګریزي کې لټریچر کارېږي؛ او د «ادبپوهنې» یا «ادب شناسي» د کلمې اطلاق یوازې پر تحقیقي ادبیاتو وکړو او دا خبره خپلو محصلینو ته په دې ډول را لنډه کړو، چې ادبیات په عموم کې په دوه ډوله دي، تخلیقي ادبیات او تحقیقي ادبیات؛ چې تحقیقي ادبیاتو ته «ادبپوهنه» ویل کېږي. کټ مټ هماغسې چې ژبه یا languge د افهام او تفهیم وسیله ده او ژبپوهنه یا linguistics د ژبې علم دی.
د وروستي ټکي په توګه باید ووایم، چې سره له دې چې دغه موضوع ډېره لویه او زه ډېر کوچنی یم، خو که زما دغه لیکنه یوازې د دې څانګې د پوهانو او متخصصینو توجه هم را واړوي، فکر کوم، چې خپل هدف ته به رسېدلی یم.
ښه لیکنه وه. خو د يو کتاب دا خبره مې زړه ته نه پریوته چې په ادبیات او اخلاقيات کې دې راغلې ي د نسبت یا وي. يو څوک و اخلاقي نومیده،دا د هغه په باره کې مالومات دي؟
که دا ترجمه د لاتين نه شوې وي نو هلته خو د هغه علم موضوع او د جمع کولو حرف سره یو ځای شوي دي. هلته د نسبي یا خبره نشته. دا د نسبي یا خبره پکې لږه شان هوايي ښکاري. هو، دا سوال شته چې عرب خو په ات جمع کوي،په يات جمع نه کوي. خو د دې د پاره دا دلیل کیدای شي چې دغه نومونه لکه دنیات او اخلاقيات او ادبيات بیخي عربي کې نشته بلکه نورو ژبو کې شته. اردو کې يات زیات رازي او هلته د نسبي یا موضوع مطرح نه ده. والسلام
اردو کې اقبالیات د اقبال پوهنې په مانا راځي. دلته د نسبتي یا ضرورت څه دی؟ دغه د اقبالیات غوندې کلمې دانشوران او لوی سکالران استعمالوي. مطلب دا چې د اکاډمي هغه د نسبتي یا خبره وزن نلري. .په هر ښه لیکنه ده. کاش چې زمونږه څیړونکي یو څه بحث ورباندې وکړي.