جمعه, مې 17, 2024
Home+د نورستان اسطورې، نهمه برخه

د نورستان اسطورې، نهمه برخه

د پخواني نورستان د ارباب النواع يوه اسطوره

اتمه برخه

لیکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

له اسلام څخه وړاندې په نورستان کې د (دۍ) رب النوع اسطوره نه يوازې په دوه کلیو وايګل کې مشهور او پېژندل شوې وه، بلکې په کلښوم دره کې هم د ژبو په سر وه، د دې اسطورې د اثبات لپاره په سيمه کې عيني اثار شتون لري او د دې رب النوع په نوم يو معبد هم شتو لري. په هغه ځای کې د نام سون نينګڅه (طلايي الوتونکي) په نوم یو برونزي مجسمه اېښې وه چې د وايګل د کلي د خلکو لخوا ورته عبادت کېده.

(دۍ) د نورستان په پخواني مذهب کې د خیر او نيکۍ د رب النوع او يوښ دیو د اهريمن یا د شر رب النوع په نوم پېژندل کېده. دغه اسطوره د خير او شر تر منځ جګړه بیانوي چې په پایله کې خير په شر غالب کېږي او له منځه يې وړي.

هر کال د خزان پر مهال د وايګل اوسيدونکي له يو عجيب تشویش سره مخامخ وي، ټاکل شوې وه چې د کال په دې فصل کې يوښ ديو (اهريمن) ته باید د انسانانو قرباني تر سره شي، هر وار د کال په دې فصل کې د وايګل کلي يو اوسيدونکی د يوښ لپاره قرباني کېده چې ګوندې د دې قربانی له امله به د دې کلي اوسيدونکو ته پسـرلی ډالۍ شي. يوښ د وايګل کلي د شمال شرق سیمې د تنګي په دره کې شتون درلود چې يو کوچنی خوړ د يو شريان په ډول د هغه له منځه تېرېده او له دې امله چې هغه دره د يوښ د اوسېدو ځای و، هېڅ انسان د وېرې او هيبت له امله نشو کولای چې هغه کوچنۍ او ښکلې درې ته ولاړ شي. يوښ هر کال د دې کلي يو اوسيدونکی په دې پلمه اخلي چې ګوندې په بدل کې يې ښيرازه پسرلی دوی ته ورکړي.

د کلي خلک يوازې هغه وخت د ځانګړو مراسمو سره د يوښ د اوسېدو ځای ته تللای شول چې قرباني به يې ورته وړله، له هغې وروسته له کوم ډار سره چې دوی هلته تللي وو، په هماغه ډول په ډارېدلي حالت بېرته راتلل.

له قرباني څخه راګرځېدو وروسته، د دې لپاره چې د راتلونکي کال په قرباني کې خنډ را نشي او د کلي ټول خلک په يو وار د يوښ ديو د غصې ښکار نشـي، د کلي سپين ږيري په چټکۍ سره را ټوليدل او په دې اړه يې فکر کاوه چې راتلونکي کال لپاره څوک د قربانۍ لپاره په پام کې ونيسي، له بل لوري د کلي ټول اوسيدونکي له دې ډاريدل چې ګواکې داسې نه شي چې په راتلونکي کال کې د اهريمن قرباني نه شي.

د کلي هر اوسېدونکی په دې پوهيده چې نيکونه يې دا دروند بار تر دې ځايه رسولی او دوی اړ دي چې دې لوی بار ته اوږه ورکړي. د کلي ټولو اوسيدونکو د يوښ تباهي غوښته، خو دا کار ورته په داسې يو خوب بدل شوی وو چې رښتيا کېدل يې ناشونی وو، که په ذهن کې يې د يوښ تباهي ګرځېده، نو دا به هم ورسره وه چې دا ناممکنه ده.

د خزان فصل را ورسېد، په دغه کال د قرباني کېدو نوبت د يو يتيم هلک دی چې د تېر کال په خزان کې د همدې لپاره ټاکل شوی و چې دی به قرباني کېږي، دې هلک يوازې يوه خور درلوده، مهربانه او زړه سوانده وه. خور يې ډاریده چې د يواځينې ورور او د ملګري له نشتون وروسته به له کوم برخليک سره مخ شي، له هماغه پيله يې د يوښ له شره د خپل يواځيني ورور خلاصی غوښت، د يوښ په مقابل کې هره لاره چې يې ذهن ته راتله، چندان په تول برابره ورته نه ښکاريده. خور يې په پايله کې يوې فالګېرې(غيبګو) ميرمنې ته لاړه، فالګېرې د خپلو جادويي کړو وړو د تر سره کولو وروسته نجلۍ ته مخ کړ او ورته يې وويل: په هغه ټاکل شوې ورځ چې ستا ورور يې قرباني ته وړه، د هغه وجود د انسان په چټلۍ ولړه او د يوښ لوري ته يې وليږه. ورور دې کولای شي د دې (د نجات رب النوع) چې د کلي د خلکو ژغورونکی دی، ولټوي او پيدا يې کړي او له هغه څخه مرسته وغواړي، ورور ته دې د دې سفر لپاره يو اندازه ايشیدلي توره لوبيا، يوه شانه او يوه ستن ورکړه او ورته ووايه چې د (دۍ) د لټولو په سفر کې دې له لوبیا پرته بل څه نه خوري او د اړتيا پر مهال به شانه په ځنګل او ستن به د اغزيو په يو لوی باغ بدل شي. زه باور لرم چې ورور به دې په دې سفر کې بريالی شي.

لنډه دا چې هغه توره او غمجنه ورځ را ورسيده چې يتيم هلک د يوښ قربانۍ ته يوسي، خور یې د دې سربېره چې د فالګېرې ښځې په کارونو يې شک درلود، خو بیا يې هم د هغه په وينا عمل وکړ. کله چې په چټلي ککړ هلک د يوښ ځای ته نژدې شو، يوښ بد بوی حس کړ او په غصه يې غږ وکړ، دا مردار خور له ما څخه لرې کړئ او مه پريږدئ چې ما ته نژدې شي. هغه هیٔت چې ياده قرباني يې يوښ ته وړې وه، ټینګار یې کاوه چې د يوښ قرباني ومني، ځکه چې دا د يوښ انتخاب و او ياده وړاندې شوې قرباني د منلو وړ ونه ګرځيده. هغه کسان چې د قربانۍ د رسولو لپاره تللي وو، بېرته ناهيلي را وګرځېدل او د کلي خلک چې کله د قرباني د رد کېدو څخه خبر شول، نو سخت په ډار کې شول چې هسې نه يوښ غصه شي او د کلي ټول خلک په يو ځل له منځه يوسي. یتيم هلک او خور ته یې د فالګېرۍ مېرمنې لومړۍ نسخې پايله درلوده او هيله يې درلوده چې پاتې نسخې یې هم له پایلې خالي نه وي، خو دا چې څنګه يو يتيم هلک په يو حرکت کې رب النوع ته له ورتګ څخه وژغوري، په تشویش کې و. کله چې دا دواړه دې موضوع ته متوجه شول چې په راتلونکي حرکت کې به بيا هم همدا هلک قرباني کېږي، نو د راتلونکو نسخو د پړاونو تر سره کول يې پيل کړل. هلک د کلي خلک راوبلل چې (دۍ) رب النوع ته د ورتلو پر مهال يې ملګرتيا وکړي، هغه د کلي خلکو ته ډاډ ورکړ چې يوازې (دۍ) رب النوع کولای شي چې شرير یوښ له منځه يوسي او د کلي خلک د تل لپاره د هغه له شر څخه وژغوري. خلک د يوښ له شر څخه ډېر په تنګ وو، د ټولو ناباوريو سره د یتيم هلک د خبرو سره همغږي شول او درې شل نفري ګروپونه يې را منځته کړل. ټول د وايګل د شمال غرب په لور ښکته کلي ته روان شول، يوې اوږدې سختې او نامعلومې لارې ته يې د ورتګ زړه ښه کړ چې وشي کولای د يوښ د ظلم څخه د خلاصون لپاره يو ژغورونکی پيدا کړي.

د لارې په اوږدو کې تلونکي او د ژغورنې د رب النوع پلټونکي چې له هر چا سره مخ کېدل، فکر يې کاوه چې ښايي دا هماغه رب النوع وي او له هغوی سره يې د خپل سفر د پايلې په اړه خبرې کولې. دغه پلټونکو چې ډېرې ورځې يې په پلي تګ کې تېرې کړې وې، ستړي او ستومانه شوي وو، يوه ورځ یې يو خوږ د لارې په اوږدو کې مخ ته راغی او په ورين تندي یې هغوی ته ښه راغلاست وويل، لاروي د يوښ په ساختګي صمیمت وغولیدل او فکر يې وکړ چې دا هماغه رب النوع دی چې موږ يې پلټنه کوو. يوښ په ډېرې مهربانۍ او چاپلوسۍ ستړو لارويو ته بلنه ورکړه چې شپه له هغه سره تیره کړي. کله چې د پلټونکو لخوا بلنه ومنل شوه، په ورين تندي يې له هغوی څخه وپوښتل: زما خوږو! تاسو چېرته ځئ او د څه شي په لټون پسې دومره سرګردانه هستئ. يوښ چې تل یې انسانان د ښکار په ډول لاسته راوړل او هغوی يې څېرل د ډېر شمېر انسانانو له لیدو خوشحاله وو او ټولو ته يې د خپلو ګرانو لمسيانو خطاب کاوه. لارويو چې ديو پېژندلی نه و او د هغې په خوږې ژبې غوليدلي وو، ټول حقایق يې يو يو ورته وويل، يوښ چې اوس په ټوله کيسه خبر و، پلان یې درلود چې په هماغه لومړۍ شپه خپل شيطاني پلان عملي کړي او ټول وڅيري. يوښ خپلو میلمنو ته په خطاب کې وويل: زما ګرانو لمسيانو! تاسو لپاره مې ځانګړي خواړه پاخه کړي دي، راشئ او هغه نوشې جان کړئ! يوښ په حقیقت کې خپلو ميلمنو ته کنه (حشره) بريان کړې وه، لومړی او دويم شل نفري ډلې د هغې په خوړلو بې هوښه شول، د دريمې ډلې خلک چې یتیم هلک هم پکې شامل وو، له دې هلک پرته ټول بې هوښه شول، خو يتيم هلک د خپل خور د امر مطابق لوبيا وخوړله او په هوښ کې و. يوښ وليده چې يوازې ځوان هلک په هوښ دی، ويې پوښتل:

د نورستان اسطورې، اتمه برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب