جمعه, مارچ 29, 2024
Home+انصاف | اسدالله بلهار جلالزی

انصاف | اسدالله بلهار جلالزی

هماغه زوړ ښار يي نن تر پام پریمنځلی او پاک په نظر ورغی، هرڅه ته به يي په څیرڅیر کتل. وارخطا، وارخطايي يي ګړندې ګامونه پورته کول، ځکه چې په دولس بجې ورڅخه د ولسوالي موټر روانیده. هالته يي په وسله وال پیره دار کې سترګې ښخې کړي وي. هغه د څارچارې نه بلکې لکه د یوه ترافیک غوندې د موټرو د لارښوونې چارې سرته رسولي، کله کله به يي د وسلې بند له اوږې را وښوييده، خو ده به بیرته د ښي لاس په بټه ګوته ترې لاندې کړه اووسله به يي په اوږه سمه کړه. لږ وړاندې د بایسکلونو پلورنځیو هټیو مخکې یوه مازدا ډوله موټرد نوکی اوبو په منځ کې ولاړ و، او بیرغ پرې رپیده، چلونکې يي په کې ارام ویده و. موټرلاره يي تنګه کړي وه. پلي کسان به په سختۍ د یوبل ترڅنګ په اړخ تیریدل. په لوی سړک باندې هم پیره دار یوازې موټرو ته د تګ اجازه ورکوله، انور په خپل لاس کې غوټه ټینګه ونیوه، په زړه کې يي ورتیره شوه چې د ولاړموټرترڅنګ به تیریږي، ناڅاپه يي د شا له لوري د بایسکل زنګ واوریده، مخ يي ور واړاوه، او لږ څنډې ته شو، په دغه وخت کې يي پایڅه پورې اغزن سیم څرخ شو.  غوټه يي کیښوده او کینوست څو خپله نیښتې پایڅه له اغزنی سیم څخه خلاصه کړې. ټول پام يي په پایڅه کې شو، په دغه وخت کې يي د لاس غوټه هم ترې یوه ماهرغله پورته کړه… او په خپله مخه لاړ. هغه د خلکوپه ګڼې ګوڼې کې ځان تری تم کړ. انورلا پایڅه نه وه خلاصه کړې چې خواکې دیوال ته ناست موچي پرې ور پرچ وهل، ته هم په دې لاره تیریږي.!

– د ما غوټه څه شوه؟
موچي بیا ورته په تریخه لهجه وویل: – تاته وایم، ځه په سړک ولاړ شه، غوټه موټه دي دلته له کومه شوه. په دغې لاره مه راځه!

ـ همدا خو د سړیو د تګ راتګ لاره ده، په سړک خوپیره دار فقط موټرپریږدي.
ـ ډیرې خبرې مه کوه، دا لاره نه ده…
ـ لاره خو همدا ده…

ـ د تاسې له لاسه تر پوزې را ورسیدو، دا لاره نه ده. زه يي( قواله) قباله لرم، سند لرم موږ اخیستې. لاره دلته نشته.

ـ چې همداسې ده او ته يي سند لري بیا خو سمه خبره ده. خو دا موټر ولي په همدې لاره کې ولاړ دی.

موچي په غوصه شو، په لوړ غږ يي ورته وویل: ورک شه هر وخت دلته له تاسې لاره نه کیږي. ولاړ شه کنه په داسې غم او ویر به دي واړوم چې ځان به بیا خلاص نکړي. پیره دار درباندې خبروم.

ـ عجبه انصاف دي. لاره کې د ولاړ موټر سړي ته دي خوله ماته ده. خو ماته نیغ نیغ کیږي دا ولي؟

– ځه تیر شه دا هسي. په سترګو مې بدلګیږي.

ـ ښه  څه چې دي په ځان لویږي په ما يي هم ولوروه. او ترې روان شو. د خلکو په منځ کې يي شاوخوا کتل که يي خپله غوټه د چا په لاس کې وموندله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب