جمعه, اپریل 26, 2024
Home+نور د ویلو ضرورت نشته | حسن سعادت منټو

نور د ویلو ضرورت نشته | حسن سعادت منټو

ژباړن : محمدسعید سعیدی
څه عجیبه او غریبه دنیا ده……
خاص کر اوسنۍ زمانه ……
قانون ته هم چل ورکول کیږي داسې فریب چې تاسې پرې هم نه پوهیږي، قانون بې مانا او بې مفهوم شي ګرځیدلی، هم نوی قانون جوړیږي، هم ماتیږي او هم یې د ماتولو شکلونه جوړیږي.

که پر چا د اخبار له لارې نیوکه وکړي نو اصلي مالک ته هیڅ خطر نشته د ورځپاڼي په سرو ټکو کې به د قصاب او یا کوم دوبي نوم د لیکوال او ناشر په توګه لیکل شوی وي او که په دولت باندي دې کومه نیوکه کړي وی او هغه په اخبار کې چاپ شوي وي نو د اصلي شخص پر ځای به قصاب او یا دوبي نیول کیږي او جیل ته به ځی اصلی کس مزې کوي جیل کې هم یا نقدي جریمه ده او یا هم حبس نقدي جریمه خو اصلي شخص له خوا ورکول کیږي خو حبس کله هم نه ………

د طرفینو ترمنځ داسي هوکړه شوې وی چې که زه محبوس شوم نو زما کورنۍ ته به د میاشتې دومره معاوضه او یا معاش ورکوي او د دغه لوظنامي څخه خلاف هم ډیر کم کیږي.

څوک چې د شرابو تجارت کوي دوی ځان سره کرایي کسان ساتي او هم له پولیسو سره رابطه، نو پولیس د چاپي اچولو څخه وړاندي اصلي مالک ته اطلاع ورکوي او هغه ځان غایب کړي او د پولیسو د چاپي پرمهال د اصلي مالک پر ځای کرایې کس ونیول شي او خپله میاشتنۍ معاوضه اخلي، نو دا هم د دندو یو ډول دی او د دنیا ټولې وظیفي همداسی دي.

نو له امین پهلوان سره مې له درې میاشتې حبس تیرولو څخه وروسته ملاقات وشو نو ما ترې پوښتنه وکړه چې “یار! څرنګه جیل ته ولاړې”؟ امین وخندل “کاروبار په سلسله کې”کوم کاروبار؟

کوم چې و هغه دی
یا وروره کوم کاروبار………
یار د ویلو څه ضرورت…….
تا ښه پوهیږی خو هسي تنګول کوي…..
د لږ ځنډ وروسته مې ورته وویل “……..
امین ! تاسو جیل او محبس ولی خوښیږی ؟

امین پهلوان وخندل ښاعلیه! “د خوښي او ناخوښي سوال هم نه پیدا کیږي”خلک راته پهلوان وایي خو تراوسه مې د مبارزې ډګر نه دی لیدلی، بې سواده او بې هنره انسان یم یوازی محبس ته تللو او وخت تیرولو کې ښه مهارت لرم، محبس کې خوشاله وم او ښه وخت مې پکې تیریږي تاسو چې هره ورځ دفتر ته ځی دا محبس نه دی؟ زه هک پک حیران، له جوابه شوم نو ورته مې وویل امین ! تاسو رښتیا وایی خو دفتر ته د تلو معامله جدا ده خلک په بدو سترګو ورته نه ګوري یار “ولی ورته نه ګوري“ناسو د ناحیو او حوزو اداری مامورینواو منشیانو ته څوک په ښه سترګه ګوری ……رشوتونه دوی اخلی ، درواغ هم دوی وایی د ټیټي درجی مکار هم دوی دی، خو زه دغه غیبونه نلرم په پوره ایمانداری سره خپله دنده تر سره کوم او حلاله روزی ګټم” ما ترې پوښتنه وکړه هغه څرنګه؟ دا له سوچ پرته جواب راکړ چې کله د بل چا په قضیه کې ځان بندي کړم نو خپله ایمانداری له لاسه نه ورکوم په جیل کې هم خپله حواری او مزدوري کوم او د کوم کس په بدل کې چې مې ځان بندې کړی د هغه له خوا هم راته دوه او یا دری سوه معاوضه را کول کیږي نه رشوت خورم او نه درواغ وایم بس خپله حلاله روزي ګټم خو خلک مې بدماش ګڼی لوی او خطرناک بدماش ………خو تراوسه مې څوک په څپیړه هم نه دی وهلي ……زما لاین دین بلکل جدا دی.
خو د ده معامله له نورو تفاوت درلوده ما به تعجب کوه چې څو ځلي محبس ته تللی خو بدلون په کې نه لیدل کیږي هغه لوی سنجیده او مرموز انسان دی د هیچا پروا نلري چې له محبس څخه ازاد شي نو وزن یې نوره هم زیات شوی وي.

یوه ورځ مې ترې پوښتنه وکړه “ امین! د محبس خواړه دې خوښیږي؟”نو په خپل خاص انداز کې جواب راکړ” خواړه د هر انسان خاص او خپله ذایقه او ذوق پوري اړه لري”……..ما له دالو څخه نفرت و خو چې کله یې زما کاسه د شګلنو دالوڅخه ډکه کړه او ریګ داره نغن یې راکړل نو له ځان سره مې وویل دا تر ټولو غوره او بهتره ډوډۍ ده نو وې خوره او د خدای شکر اداء کړه نو یو څو ورځو کې ورسره عادت شوم.

په سختی سره مې ډوډۍ خوړله او داسي به مې محسوسوله چې په یو ګران بیه هوټل کې مې خیټه مړه کړه
یوه ورځ مې ترې پوښتنه وکړه « تراوسه دې کومې ښځې سره مینه کړې ده؟»

هغه دواړه غوږونه ونیول……..«خدای مې دې له مینې ساتی» زه یوازی د خپلې مور سره مینه لرم، ما ترې وپوښټل « موردې تراوسه ژوندی ده؟» ……بلی…..هو ……د خدای مهرباني ده ……..ډیره بوډۍ ده خدای دې ډیر عمر ورکړی او سیوری له ما څخه مه کموئ! ،

تل راته د هدایت دوعاګاني کوي
خدای دې مور تل ژوندې لره! خو ما درڅخه د عشق پوښتنه وکړه، « ګوره پهلوان! درواغ به نه وایی» امین پهلوان په تیزه لهجه وویل تراوسه مې په ژوند کې درواغ نه دې ویلي …….او تراوسه مې عشقونه نه دې کړې….. بیا مې ترې وپوښتل ولی؟ راته یې وویل زه د میني او عشق سره کومه دلچسپی نلرم، نو زه هم چپ شوم.

په دریمه ورځ یې مور ګوزڼ ووهله او د حق داعی ته یې لبیک ووایه او مرحومه شوه خو امین پهلوان سره د روپی درک نوو، مغموم او زړه ماتی ناست و چې له ښار څخه ورته د یو ریس له طرفه پیام راغی او په چټکی سره یې پهلوان طلب کړ نو امین هم د خپلې مهربانې مور مړی په کټ پریښود، عالی جناب ته ورغی او د رسیدو سره سم یې په تلوار پوښتنه ځیني وکړه خیریت دی ؟ زه دې ولې را غوښتی یم ؟ ښاعلی ورته وویل د یو خاص کار له پاره ………دا نو کوم ځانګړی کار دی؟ ….. دا چې د امین په زړه او دماغو کې د ګرانې مور تجهیز او تکفین مسایل تیریدل بیا یې ور غبرګه کړه « محترم دا کوم مخصوص کار دی؟

ښاعلی سګریټ ته کش ورکړ ورته یې وویل یاره زما نور څه کار دی …… د تور مارکیټ قیصه ده ماته اطلاع رسیدلی دی چې نن زما ګودام باندي چاپه اچول کیږي …… نو فکر مې وکړ چې امین پهلوان ښه سړی دی دغه چاپه حتمولی شي …….امین چې د مورمړیني له وجې عمجن اوپه زړه زحمی و، وویل « تاسو مهربانی وکړی زه د تاسو څه خدمت کولی شم؟» بس یاره د خدمت خبري پریږده دومره وکړه چې چاپه راغله نو تاسود ګودام مالک یاستی نو تاسو به ګرفتار شی زیاد نه زیاد پنځه زره جریمه او یو دوه کاله حبس به تیر کړی….. نو زما معاوضه به څه وي؟ بس اسانه خبره ده کله چې را خلاص شوې نو معامله به سره تمامه کړو.

امین عالی جناب ته وویل دا خو اوږده موضوع ده جرمانه تاسو ادا کړی او حبس به زه تیر کړم تاسو به ما سره سمه سودا کوی.

عالی جناب کټ کت وخندل تاسې سره مې کله وعده خلافې کړې ده؟

لومړی سودا څومره سمه او منظمه وه درې میاشتی قید دې تیر کړ او په جیل کې مې هر ډول سهولتونه درته برابر کړي وو ایا کوم تکلیف دې محسوسه وه؟ اوس هم درته ټولې اسانتیاوې برابروم.

امین وویل « بلې……….دا هرڅه سم دی……خو………..خو……….ولې……….؟ بس د امین له سترګو غټي غټي اوښکې راغی عالی جناب …………….زما مور……….وفات دی»
کله؟
نن سهار
ښاعلی ډیر تاسف وکړ
تجهیز او تکفین یې شوی دی ؟
د پهلوان له سترګو اوښکې بهیږې او وایې چې زه دپولی ټک ته ناست یم ما سره هیچ نشته
ښآعلی د څو ثانیو له پاره په فکر کې شو امین ته یې وویل « ته ګودام ته ځان ورسوه خپله وظیفه ترسره کړه هیچ ډول د تجهیز او تکفین فکر مکوه زه یې درته کوم
خو امین د قمیص په ړستونی باندی اوښکي پاکولي ورته یې وویل
ښاعلیه ! ایا مهربانه مور په خپلو لاسو خاورو ته ونه سپارم ؟

ښاعلی په فلسفی انداز کې وویل « دا ټول رواجی شیان دی د مرحومې تدفین کول دی، دا هسی هم په ښې طریقي سره سرته رسیږي د جنازي سره د تا شتون څه اړتیا ده ؟

ایا د تا په شتون کې مرحومې ته کوم راحت رسیږي؟ هغه بیچاره خو له دې نړۍ رحصت شوه جنازې سره یې که هرڅوک لاړشي کوم توپیر نه لري
په حقیقت کې موږ تاسو جاهل یوو
که زه مړشم نو ماته خو معلومات نه کیږی چې زما جنازه کې زما کوم دوست او عزیز شرکت کړی دی او کنه ؟
که مې جسد سوځوي هم راته نه معلومیږي.

که زما جسد سپیو اویا نور حیواناتو ته هم واچوی زه پرې نه پوهیږم نو تا دې احساسات کنترول کړه په دونیا کې تر ټولو اړین شی د ځان په اړه سوچ کول دی……….ګوره امین تا دا راته ووایه چې د ستا امدنی وسایل څه شی دی ؟ امین په سوچ کې ډوب شو د خپل د طبعیت سره سم یې د څه فکر څخه وروسته جواب ورکړ« ښاعلی ! زما امدنی وسایل خو ستاسو ته ښه معلوم دي نو پوښتنه ولي کوی؟» ددې له وجې مې پوښتنه وکړه چې زما په کار کې اغه دغه کوي زه همدا اوس ستا دمور تجهیز او تکفین بندوبس کوم او کله چې له محبس څخه را ووتلي نو بیا به ………» پهلوان په تنده لهجه وویل تا زما بندوبس هم کوي» یاره امین تا څرنګه خبري کوي ؟ زه نور نپوهیږم څومره پیسي به راکوي زه خو له زرو څخه کمي نه اخلم ……

زرخو ډیري زیاتي دی
امین وویل ډیري دي او که لږي دي …….
زه نور نپوهیږم …….
کله چې له محبس را ووځم د مور قبر به د مرمرو په ډبرو جوړه وم هغې ما سره ډیره مینه درلوده
نو ښاعلی ریس زر روپی ورسره قبولي کړي.

امین ریس ته وویل چې اوس دومره پیسي راکړه جې د مور ګورکفن وکړم له هغه وروسته به ستاسې خدمت کې حاضر شم.

ښاعلی له جیب څخه بټوه راویستله …………خو بیرته یې کیښوده ځان سره یې وویل په تا باندی څه باور دی؟
امین ته داسي محسوسه شوه لکه ګویا کې د مور او حور کنځل دې ورته کړې وی.

ښاعلیه ! تاسو ته زه بې ایمانه معلومیږم ؟…….. په حقیقت کې تاسو بې ایمانه او بې وجدانه یاستی……..جې د خپلو بدو کړنو بوج زما پر سر اچوی »

خو عالی جناب ډیر ماهر او فرصت طلب و په دې پوهه شو چې امین غصبي شو نو په چاپلوسانه انداز یې د امین ارامولو کوښښ کوه خو په پهلوان یې کومه اغیزه ونکړه.

امین کور ته راغی ګوري چې غسل ورکونکې یې مور ته عسل ورکړی کفن یې هم ترسره شوي دي د دې په لیدو سره امین سخت حیران شو چې دغه مهرباني له کومه خوا او چا کړی دی ………عالی جناب کړی………نه……. هغه خو خپله سودا کول غوښتل …….

یو کس چې تابوت کې ګلان سموي او عطرونه وهي پوښتنه وکړه چې د ګورکفن بندوبس چا وکړ؟ ګلانو کیښودنکی ځواب ورکړ د ستا میرمنې
امین نوره هم په سوچ کې ډوپ خو خاموش پاتي شو
صرف دومره یې ترې و پوښتل ……..هغه اوس چیري دی؟…….
د ګلانو سمونکی ځواب ورکړ ، هغه دننه دی ….. دتاسو انتطار کوي »
امین دننه شو چې ګوري یوه ځوانه دنګه بنګه ښایسته پیغله په کټ ناسته ده ……….
امین ترې وپوښتل ………تاسو څوک یاستې؟………او دلته ولې راغلې یی؟……….» پیغلې ورته وویل« زه د ستا میرمن یم داچې دلته ولې راغلې یم نا اشنا پوښتنه ده؟»
امین ورته وویل زه خو مجرد یم ښځه نلرم دا راته ووایه چې تاسو څوک یاستې؟
جینۍ په خندا شوه زه ……….د ښاعلی………..دین لوریم ………
د تاسو ډیالوک او خبرې مې ټولې واوریدې ……نو ……نو……
امین وویل نوره د ویلو ضرورته نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب