ځای : انلاین
نیټه: د اکتوبر ۲۲ مه
د ګډونوالو شمېر: ۳۰
راپورلیکونکې: نرګس سهاک
وړاندې کوونکې: ډېوه ځاځۍ
یو ځل بیا یکشنبه ده. د کابل په وخت د شپې نهه بجې دي. د وتس په ګروپ کې بهیروالې د غونډې لپاره چمتووالی نیسي. بهیروالې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ټولې آنلاین شوې دي او د غونډې پیل ته په تمه دي. اجنډا څو ورځې مخکې لا شریکه شوې وه.
بالاخره انتظار پای ته رسېږي او د نجونو په شورماشور او جوړ په خیري غونډه پیلېږي. غونډه ډیوه جانه پرمخ وړي، که څه هم ډیوه زمونږ د بهیر تر ټولو کوچینۍ غړې ده خو نن یې مونږ ته دا ویاړ رابښلی چې بهیروالې راوغږوي او په خپلو خواږه خواږه بیتونو غونډه هنري کړي.
هېره دې نه وي چې غونډه له دریو برخو څخه جوړه شوې وه. په لومړۍ برخه کې په دې بحث وشو چې څنګه کولای شو شعر ولیکو؟ په شاعرۍ کره کتنه څه ده؟ او څنګه په یوه شعر یا د شاعرۍ په یوه کتاب لیکل کولای شو؟ کوم اړخونه اړین دي چې باید په پام کې ونیول شي؟
دا غونډه ځانګړې بریښي؛ ځکه چې د شاعرۍ په الفبا پيل شوه، او پورتنیو پوښتنو ته د ځواب موندلو په موخه بهیروالې رامخته شوې. تر ټولو دمخه د شفیقې خپلواک لاس اوچت شو، هغې وویل: شاعر او اثر دوه جلا بحثونه دي چې باید دا خبره هیره نه شي. سمه ده مونږ ټول دا منو چې آثار یا لیکنې د لیکوال او شاعر د ژوند تجربې بیانوي اما کله چې څوک په یو شعر کره کتنه کوي نو شعر ته باید د شخصي ژوند له اړخه ونه کتل شي. مطلب که چېرې یوه ښځینه شاعره د ژوند له ناخوالو پرده پورته کوي او لوستونکي ته د افغاني ژوند هینداره په لاس ورکوي دا په دې مانا نه ده چې ګنې دې شاعرې دې دا هرڅه تجربه کړې وي او یا یې دا د خپل ژوند پیښې بیان کړې وي.
شفیقې زیاته کړه څوک چې په یو څه نظر ورکول غواړي باید لومړی دغه کس په دې برخه کې په کافي اندازه معلومات ولري او که چیرې معلومات ونه لري نو پرته له شکه چې د ده لیکنه به نیمګړې وي. کره کتنه د هر چا له لیده بیله ده مطلب څوک شعر له ظاهر څخه ګوري، څوک یې جوړښت ته ګوري او څوک یې بیا تخنیکي بحثونو ته، نو ځکه د هر چا د کره کتنې بڼه او څيره یې متفاوته وي.
شفیقې د خپلو خبرو په پای کې پر دې تاکید وکړ چې کله د شعر په هکله لیکل کوو زمانه باید په پام کې ونیسو.
تر دې وروسته د خبرو لړۍ نعیمې غني ته په لاس ورغله، نعیمې جانې وویل: څوک چې په شعر یا په کلیات لیکل غواړي نو اړینه نه ده چې ټول دې له یوه اړخ څخه لیکنه وکړي او یا دې هم کره کتنه وکړي، څوک د شعر ژبه څيړي، څوک یې د شعر آهنګ ته، فورم ته، په شعر کې رامنځته شویو نوښتونو ته پام کوي، چې دا د هرچا د نقد او کره کتنې په ځانګړتیا پورې اړه لري، څوک بیا په ټولنه کې د دې شعر اروایي اړخ ته کتنه کوي او ځيني ځيني بیا د دې شعر مکاني، زماني او ټولنیز شرایط څیړي او په دې اړوند خپل نظر شریکول غواړي. د شعر په ټولنیز نقد کې موږ د شاعر/ې شعر ته د هغې د زمانې له سترګو ګورو یا د شاعرې زمانې ته د دې د شعر له سترګو ګورو.
له دې څخه وروسته نعیمې غني د میرمن ملال پر کلیات د ډاکټر احسان الله درمل لیکل شوې سریزه وستایله. دا یې هم وویل چې په یوه ځای کې د ښځینه احساساتو په راوړلو ټینګار کوي، چې زما په نظر دغه ټينګار کله کله د تامل وړ بریښي، ښځينه شاعرانې کولای شي په هر مضمون کې خپل قلم و آزمايي او خپل فکر بیان کړي.
له نعیمه جانې څخه وروسته وار نرګس سهاک ته ورسېده: هغې د درمل صیب د سریزې په اړه تر یوه ځایه د نعیمې خبرې وغځولې او ویې ویل که څه هم د درمل صیب لیکوالي او هنر خبره نه لري او سریزه دومره جامع او هر اړخیزه لیکل شوې ده چې د مېرمن ملال ټول کلیات لوستونکي ته تشریح کوي، دی په شعر خبرې کوي، د شعر په رسالت، د شعر په اغیز، د شعر په ځانګړنو او د شاعرانو په مسوولیتونو رڼا اچوي او بیا دغه خبرې د میرمن ملال په شعر او شاعرۍ کې د بیلګو په راوړلو سره واضح کوي خو یوه موضوع چې زما په آند ډېره خوندوره نه بریښي، هغه په ښځينه شاعرۍ کې د ښځینه غوښتنو، احساساتو او ځانګړنو قیدول دي.
له نرګس څخه وروسته د تل په شان هیلې پسرلی هیله بښونکې خبرې وکړې، هغې وویل: خپله خوښه مو ده چې له کومې زاویې پر شعر لیکل کوئ. مهمه دا ده چې خپل استدلال منظم بیان او خپله ادعا ثابته کړای شو. مثلا، که زه وایم چې د استاد دروېش دراني په سبک کې کیسه اییز خاصیت ډېر دی. د خپلې خبرې لپاره باید مثالونه او استدالال هم ولرم.
هیلې زیاته کړه: اړینه نه ده چې مونږ د یوه شاعر/ې په پوره شاعري بحث یا هم کره کتنه وکړو، بلکې مونږ کولی شو چې د یاد کس له شاعرۍ څخه یو بیت یا یو شعر په خپله خوښه د لیکنې، بحث او کره کتنې له پاره وټاکو او خپل احساس، درک او نظر یې په اړه څرګند کړو. مهمه دا ده چې ولې ته ځواب ولرو. که زه وایم چې د میرمن ملال دا بیت ښکلی دی. دا هم باید ووایم چې ولې ښکلی دی.
له هیله جانې څخه وروسته د شعر د کره کتنې او مباحثې په اړه ملالې کلیوالې خپل نظر داسې وړاندې کړ: کله چې څوک کوم شعر ته د کره کتنې له نظره ګوري نو په پیل کې موخه دا وي چې وګوري، نوموړي شاعر څومره د ژبې اصول مراعت کړي دي، د ده له اړخه تر کومه حده په شعر کې د فکر، احساساتو او عواطفو خیال ساتل شوی دی، د محتوا برخه څومره پیاوړې ده، د خلکو ذوق په پام کې نیول شوی دی که نه؟ شاعر او لیکوال د فکر او پیغام په انتقال کې تر کومه حده بریالی دی.
د یادو خبرو او پییل شویو ملغلرو له اوریدو څخه وروسته د منزې غفورزۍ په ښکلي غږ د “محصلې” په نامه له کیسې لوستلو سره سم د غونډې دوهمه برخه پیل شوه:
محصله
(( خیرنې جامې یې راټولې کړې، د جامو مینځلو خونې کې یې پر غولي کېښودې، بېرته د خوب کوټې ته لاړه. د میز لاندې پرتې د جامو زړې کڅوړې کې یې د جامو مینځلو پوډر و لټاوه، خو لکه چې ختم شوی وه، پیدا یې نکړ. د پیسو بټوه یې خلاصه کړه، د لسو دوه زاړه نوټونه پکې پراته ول، راوایې اخیستل، په خواشینۍ یې له ځان سره وویل: په دې خو پوډر نه کیږي……
څو شیبې په فکر کې تللې وه، چې د موبایل په زنګ یې د فکر لړۍ وشلېده، له ځایه پورته شوه، موبایل یې راواخیست، په سکرین یې نظر واچاوه، مورجانه لیکل شوي وه. غوږ ته یې ونیوه……..
-سلام مورې! ښه یې؟
-علیکم السلامْ! ښه یم نازو لورې ته څنګه یې؟
-زه ښه یمه مورې، د پلار ناروغي مې اوس څنګه ده؟
مور یې په غریو نیولي غږ وویل:
-لورجانې پوښتنه مه کوه! پلار دې ښه نه دی، هر څومره یې چې په ډاکټرانو ګرځوو وضعیت کې یې تغییر نه راځي، وایي: په سر کې یې مرمۍ بنده ده، مونږ یې نشو ترې ایستلی، هند ته یې بوځئ، زما د معلمۍ معاش هم دده په دوا او دارو ځي، دا څه بلا وه چې پر مونږ ولګېدله، د څوکیدارۍ معاش یې هم زمونږ له لاسه لاړه او سړی هم راته ځای پر ځای پروت دی، خدای خو دې دا غله په نس ماړه نه کړي چې پر مونږ یې داسې بده ورځ راوستله. ملالۍ هم پرون په ژړا کور ته راغله، ویل یې ټولګیوالو مې زړو جامو پورې خندل او پیغور یې راکړ چې تاته دې مور نورې جامې نه اخلي، حیرانه یم چې څه وکړم؟ نه پوهېږم په کومو پیسو ورته نوې جامې واخلم؟
ترونو او ماماګانو ته دې ورغلم هغوی هم لاس رانکړ، ویل یې: نورې پيسې نشو درکولی، پخواني پورونه دې لا تر اوسه ندي راخلاص کړي او نورې غواړې، مونږ خو څه د پیسو چاپولو ماشین نه لرو، خپل بچي او ژوند را په غاړه دی، له هغه ځایه هم تش لاس بېرته راغلم. دواړه یوه شیبه غلې وې، نازو وویل:
-مورې اوس به څه کوو؟
-څه وکړم نو لورې، سره او سپین خو هم نه لرم چې خرڅ یې کړم او د کور اړتیاوې پرې پوره کړم، همدا یو لویشت ځمکه رارسېدلې چې کور مو پکې جوړ کړی، بس همدا یوه لاره پاتې چې کور خرڅ کړم.
دې سره یې مور سلګو واخیسته، نازو هم خپلې اوښکې ایسارې نشوې کړای، څو شیبې یې په مړو اوښکو او سلګیو وژړل، مور یې چې زړه تش کړ ویې ویل:
-ورک یې که لورې، زمونږ بدبختۍ او مشکلات خو پای نه لري، هسې مې ستا طبیعت هم درخراب کړ، ته په دې خبرو فکر مه نا ارامه کوه چې بیا به درس نشې ویلای.
ته ښه یې لورې؟ لیلیه کې دې وخت ښه تېریږي؟
تېره میاست چې مې د ګاونډي د لور په لاس درته درې زره افغانۍ درلېږلې وې هغه خو به خلاصې شوې نه وي.
نجلۍ په داسې حال کې چې زړه یې ډک وه خپله ژړا قابو کړه، ویې ویل:
-نه مورجانې، نه دي خلاصې، شته دي راسره، زما اندیښنه مه کوه، په پلار مې پام کوه، اوس زه ځم چې جامې ومینځم، بیا خبرې کووږ
-ښه لورې ورشه جامې دې ومینځه، درسونو کې ناراستي مه کوه وروستی کال دې دی فارغېږې زیاتي، پخیر سره ډاکټره شې راته، اوس مې ټول امید تاته دی.
-هو مورې، ان شاءالله زه دې له دې کړاوه ژغورم، صبر ولره زه یو وار فارغه شم، دنده واخلم، هر څه به سم شي.
ټيلیفون یې پرې کړ او په سرو سترګو د جامو مینځلو خونې ته روانه شوه، جامې یې په تشو اوبو ومینځلې او په تناب یې خورې کړې.
سبا له سبا ناري وروسته یې خپل زاړه بوټونه چې ځای ځای یې څرمن اووښتی و، په پښو کړل او د یو عالم فکرونو، هیلو او اندیښنو سره د ټولګي په لور روانه شوه، له ځان سره یې وویل: زه چې فارغه شم نو د شملې د تره د تره په شخصي روغتون کې به یوه ښه دنده ولرم، شملې ویل چې هرومرو مې مقرروي، خپل ټول معاشونه به راټول کړم تر څو مې د پلارجان درملنه وکړم، خپل کور به بېرته واخلم ، د ترونو او ماماګانو ټول پورونه به هم خلاص کړم، ملالۍ ته هره میاشت نوې جامې اخلم او مورجانې ته به مې ووایم چې ته نور آرام وکه، د خلکو په کورونو کې کارکولو ته دې نوره اړتیا نشته! ځکه اوس دې لور ډېره ښه دنده لري.
اخخخ چې څومره خوشحاله او آرامه ژوند به ولرو.
د شملې په غږ یې ټکان وخوړ، په یوه شیبه کې یې د خیالونو ښکلې نړۍ د خاورو په انبار بدله شوه.
-نازو! وه نازو!
-هااا، څه دې ویل؟
-هو، ولې ځواب نه راکوې. درې وارې مې غږ درباندې وکړ.
-وبښه فکر کې تللې وم، استاد لاړه؟
-هو، استاد خو وخته تللی.
-ښه، تا څه ویل شملې؟
-ما ویل چې د هیماتولوژي د چپټر له پاره ۱۸۰ افغانۍ راکړه چې ورځم چپټرونه چاپوم، استاد ویل چې په راتلونکي ساعت کې باید ټولو سره چپټر ويکنه نو له ټولګي یې باسم.
-۱۸۰ افغانۍ…؟! ما خو نن له ځان سره پیسې نه دي راوړي ته یې نورو ته چاپ کړه، زه یې خپله سبا چاپوم.
-هممم….. خوښه دې.
شمله د چاپخونې په لور روانه شوه، د نازو په سترګو کې اوښکې راټولې شوې، خو له دې ویرې چې د ټولګیوالو پام یې ور وانه اوړي او د لامل پوښتنه ترې ونه کړي، خپلو اوښکو ته یې د بهېدو اجازه ورنکړه او په سترګو کې یې وچې کړې.
له دوه ساعته درس ویلو وروسته په دریم ساعت کې ناڅاپه د زورورې چاودنې غږ شو، ورپسې د ډزو غږونه واورېدل شول او له دې سره د پوهنتون فضاد چیغو او کریکو غږونو ونیوله…
د سترګو په رپ کې څو تنه چې مخونه یې پټ، نظامي جامې یې په غاړه او په درنو وسلږ سمبال ول، د نازو دوی ټولګي ته راننوتل او لکه ړندو یې هرې خوا ډزې پیل کړې. دې سره نازو په لوړ چیغه وکړه او ورسره په ځمکه راپرېوتله. د پلار ناروغي. د مور بې وسي او اوښکې. د خور ژړا او د ټولګیوالو لخوا ورپسې د خندا د غږونو صحنه او د ژوند سختۍ، ناخوالې او د راتلونکې له پاره یې هیلې او پلانونه لکه د فلم صحنې له نظره تېر شول، زړه یې له درده څړیکه وکړه او له سترګو یې اوښکې روانې او له وینو او خاورو سره ګډې شوې….
پنځه ساعته وروسته د وژل شویو محصلینو جسدونو ترمنځ یوه نازو وه چې مخ او جامې یې په وینو او خاورو لت پت په ځمکه پرته وه. خو دا یوازې نازو نه وه بلکې د هغې د فراغت او دندې لرلو هیله، د پلار د روغ لیدلو هیله، د مور په څېره کې د خندا لیدلو هیله، د خور په څېره کې د نویو جامو د اغوستلو د خوښۍ لیدلو هیله، د خوښ ژوند لرلو يوه نړۍ هیلې او حسرتونه هم ورسره په خاورو او وینو لړلي پراته ول. ))
منزې کیسه دومره ښکلې او طبیعي ولوسته چې ټولې بهیروالې یې هغې ناوړې پیښې ته بوتلې کوم چې مونږ ټولو د ذهن په تیارې کوټې کې ښخه کړې وه او د دې په لوستلو یوځل بیا یې یاد تازه شو، خو دا ځل د فکر په ځای مو موخه په دې کیسې کره کتنه وه نه غندنه!
د کیسې په اړه لومړی کره کتنیز نظر کامله عزیزي وړاندې کړ، هغې وویل: دې پیښې ماته د پوهنتون هغه بده پیښه رایاده کړه چې مونږ ټول یې شاهدان وو، په دې ډول پیښو باندې په پښتو ژبه کې ډېرې لږې کیسې لیکل شوې دي او یا هم زه نه یم ورسره مخ شوې، مونږ باید هڅه وکړو چې خپلې ژبې کې دا ډول کیسې ډیرې ولیکو، ترڅو دغه تاریخي پیښې مو په ادب کې خوندي شي.
له کامله جانې څخه وروسته نعیمه جانې غني په کیسې نظر ورکړ او ویې ویل: که دا پیښه د مکالمو په شکل را اخیستل شوې وای، تر دې به ډېره پاروونکې وی حال دا چې دلته د مور او لور ترمنځ خبرو تر ډېره رسمي بڼه درلوده، په کیسه کې راوړل شوي تصویرونه هم څرګند نه ول، مطلب د کیسې د پای برخې ډېرې توضیح ته اړتیا لرله، په کیسه کې بریالۍ کیسه لیکواله کیسه نه کوي بلکې د انځورونو په مرسته کیسه وړاندې کوي.
هیله پسرلی پرې ورزیاته کړه او ویې ویل: دا کیسه د دې له پاره چې درې کاله مخکې لیکل شوې ده ځکه نو ځينې نیمګړتیاوې لري، زه ډاډه یم که منزه جانه یې ولولي نو پرته له شکله چې هغه به هم دې مسئلې ته متوجه شي، خو په ټوله کې کیسه په روان نثر لیکل شوې وه او یوه تاریخي پیښه پکې خوندي وه، هیلې وویل: که چیرې څوک غواړي ښه کیسه لیکوال او یا هم لیکواله شي نو ډېرې کیسې دې ولولي، ترڅو د بیلابیلو کیسه لیکوالو څخه منفي او مثبت اړخونه دواړه زده کړي، دا لوستل دي چې په ذهن کې راغلیو پوښتنو ته ځواب مومي او د کیسو له ښه توب سره مرسته کوي.
ډاکټرې شریفې شریف بیا کره کتنې ته اصلاحي بڼه ورکړه او ویې ویل: دې کیسې ډېرو خبرو ته اړتیا درلوده چې کیسه تشریح کړي خو دا د لیکوال په مهارت پورې اړوندیږي چې څه ډول او په کوم ظرفیت سره خپله کیسه خوندوره او مناسبه اوږدولای شي پرته له دې چې د کیسې فوکس او تلوسې ته پکې زیان ورسیږي.
ډاکټر صاحبې زیاته کړه: دا ښه خبره ده چې لیکوال غواړي په یوې کیسې کې ډېرې خبرې وکړي اما د هرې خبرې ځای باید وپیژندل شي. د بیلګې په توګه ددې کیسې په پیل کې باید یو داسې تصویر نه وای راوستل شوی، چې په کیسه کې یې د اوبدلو وړتیا نه درلوده.
له دې څخه وروسته نرګس سهاک منزې ته د کیسې لیکنې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې کیسې د یوې تاریخي پيښې حقیقي انځورګري کوله او د یوې پښتنې کورنۍ او یوې پښتنې نجلۍ د ژوند، د مایوسیو، مجبوریتونو کیسه یې کوله او دا یې انځورول چې نجونې دومره بیوسه دي آن تعلیم هم د ځان له پاره نه بلکې د ټولنې د مبارزې او د ژوند د پرمخ وړلو له پاره کوي او دا هرڅه په پټه زغمي آن له خپلې مور سره یې نه شریکوي خو بیا هم د ظالم ژوند خوا پرې نه راسړیږي او په یوې شیبې کې یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کیږي.
نرګس زیاته کړه چې که په دې کیسه کې ضمني پیښه د اصلي پیښې په ځای په پیل کې راغلې وی او له هغې څخه وروسته بیا ضمني خبرې کیسه شوې وی نو د کیسې کومه اړینه برخه چې په سطحي ډول رااخیستل شوې وه دا به په اصلي بڼه راغلې وه او د کیسې فرعي محتوا به د اصلي کیسې ځای نه وی نیولای او کیسه به لا ډېره ښکلې او هیجان لرونکې پاتې شوې وی.
ملالې کلیوالې بیا د دې کیسې په اړه وویل: چې په دې کیسې کې ډیرې ګټورې خبرې وې، خو زما په آند په پښتني چاپیریال کې په دومره ستونزو سره څنګه ددې کیسې اتله په دې توانیدلې وه چې په لیلیه کې خپلې زده کړې وکړي، مطلب د کیسې دا برخه له پښتني ماحول سره لږ په ټکر کې واقع وه خو بیا هم دغه ستونزې ډېرې ښې انځور شوې وې.
ملالې زیاته کړه: زما په آند غوره کیسه هغه ده چې زمونږ د فکر او تمې برعکس پای ته ورسیږي او هغه څه پیښ شي چې مونږ یې وړاندوینه نه وي کړې.
د کره کتنې په برخه کې وروستی نظر مینا نظري په لنډ ډول داسې وړاندې کړ: زما په آند د کیسې وروستۍ برخه اضافي وه او د جلۍ احساسات پکې بیاځلي راغلي وه چې یو ډول بې خونده تکرار بلل کیده، که دا برخه لوستونکو او د هغوی قضاوت ته پریښودل شوې وی، دا به ډېره ښه خبره وه او په دې ډول به لوستونکو له خپل احساس سره سم دې کیسې ته پای لیکلی وی.
د دې ټولو نظرونو، نقدونو او وړاندیزونو وروسته منزې غفورزۍ له ټولو بهیروالو څخه مننه وکړه او دا یې ځانته د ویاړ ځای وباله چې ټولو یې په خوند کیسه لوستې وه او په صادقانه ډول یې ورسره خپلې خبرې شریکې کړې، هغې وویل: ما کولای شو چې کیسه ایډیت کړم ځکه چې نن سب د کیسه لیکنې په تخنیکونو پوهیږم او دا کیسه د درېو کلونو مخکې کیسه وه، خو نه! ما غوښتل چې ځان وآزمایم او خپله لومړنۍ هڅه وارزوم چې تر ډېره بریالۍ وم او ښې خبرې مې پکې ډیرې واوریدې او بیاځلې ډاډه شوم چې دې برخې کې قلم اوچتوی شم او پیښې انځورولای شم.
د غونډې دوهمه برخه د منزې له وینا سره ختمه شوه او بلاخره د ټولو د خوښې برخه یعنې د مشاعرې برخه راورسېده، نجونو په خپلو نویو لیکل شویو شعرونو لاسونه ووهل او هر یوې دا هڅه کوله چې وار ړومبی کړې، یوې شاعرې خو له ډېر هیجانه خپل شعر هم ورک کړ، خو زمونږ خوږې ځلا جانې تر ټولو د مخه نوبت واخیسته او د درمل صیب په دې بیتونو یې د مشاعرې برخه پیل کړه:
مرګ که کار زمونږ د ژوند تمام کړي نور به څه وکړي
هسې به په مړو ځان بدنام کړي نور به څه وکړي
څومره چې یاران خاورې زما په نامه اړوي
دومره به د خلکو راته پام کړي نور به څه وکړي
ښکلی که هر دم زړه ماتوي زما، پر ما یې څه
کم به د خپل حسن یو غلام کړي نور به څه وکړي
له ځلا نور څخه وروسته هنرمندو بهیروالو هرې یوې مینا نظري، شفیقې خپلواک، ملالې کلیوالې، زمزمې غزل او آمنې فنا د خپل فن په خوږو مونږ ونازولو او ماحول یې رومانټیک او شاعرانه کړ او په دې ډول د پوره اونۍ ستړیاوې یې ختمې کړې، غونډه ورو ورو په راټولېدو شوه او په نه زړه د نجونو له خوا د خدای په امانۍ په ویلو سره مجلس ته د پای ټکی کیښودل شو.