Homeخبرونهمجاهد د کاکړ د ادعا په غبرګون کې: د پاکستان د امنیت...

مجاهد د کاکړ د ادعا په غبرګون کې: د پاکستان د امنیت مسوولیت نه لرو

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۷مه) د طالبانو حکومت د پاکستان د موقت صدراعظم د تازه ادعاوو په وړاندې په غبرګون کې وویل چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي خو «اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امن ټینګولو مسوولیت نه لري.»

د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انوارالحق کاکړ نن په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

ده همداراز وویل، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې انتحاري بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د انوارالحق کاکړ د ادعاوو د ردولو ترڅنګ ویلي چې «هغوی باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي.»

د پاکستان سرپرست صدراعظم د دې ادعا په ځواب کې چې د طالبانو د حکومت له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې تروریستي پېښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي او انتحاري بریدونه بیا ۵۰۰ سلنه ډېر شوي دي، ذبیح الله مجاهد ویلي:«دا د دې دلیل نه شي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو.»

د روانې اوونۍ په پیل کې د پنجاب ایالت په میاوالي کې د پاکستان پر یوه هوايي ډګر له وسله وال برید وروسته پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې په دغه برید کې په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې کارول شوي خو د طالبانو حکومت دا موضوع رد کړه چې ګنې په افغانستان کې د دوی لاس ته ورغلي وسلې د بل چا لاس ته ورغلي او هغه په پاکستان کې کارول شوي دي:« په افغانستان کې وسلې محفوظې دي، د هیچا لاس ته نه دي ورغلی، د وسلو قاچاق ممنوع دی او د هر ډول غیر قانوني اقداماتو مخه نیول شوې.»

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویاند ویدانت پیټل څخه هم په یوه خبري غونډه کې په دې اړه پوښتنه وشوه خو هغه دا ادعا په کلکه رد کړه.

د سیاسي چارو کتونکي دا خبره ردوي چې افغان طالبان به د پاکستاني طالبانو تسلیحاتي ملاتړ کوي خو دا احتمال نه ردوي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدا پاکستاني طالبان هم زړه ور کړي او دا هیله یې ورزیاته کړې چې که دوی هم مبارزې ته دوام ورکړي، بریالي کېدای شي.

نن هم د ټي ټي پي ویاند محمدخراساني په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د کورمې ایجنسۍ په کرک ولسوالۍ کې یې د پولیسو پر یوې تاڼې حمله کړې او پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

کاکړ: د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې انتحاري بریدونه ۵۰۰٪ زیات شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...