یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکاکړ: د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې انتحاري...

کاکړ: د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې انتحاري بریدونه ۵۰۰٪ زیات شوي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۷مه) د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انوارالحق کاکړ ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې انتحاري بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي.

کاکړ یو وار بیا ادعا وکړه چې «ترهګر» د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي.

ده په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته همداراز وویل چې په پاکستان کې د حملو په اړه یې د طالبانو سرپرست حکومت ته معلومات ورکړي دي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته دوی هیله لرله چې هلته به دایمي سوله راشي او د ټي ټي پي په شمول به د پاکستاني ضد ډلو پر ضد سخت اقدامات وشي.

«خو له بده مرغه د افغانستان د عبوري حکومت له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې تروریستي پېښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي او انتحاري بریدونه بیا ۵۰۰ سلنه ډېر شوي دي.»

کاکړ پټکه وکړه چې اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

ده ونه ویل چې په څه ډول دا کار کوي او یا یې تراوسه پورې ولې نه دی کړی.

ده یو وار بیا پخوانۍ ادعا تکرار کړه چې ګنې د پاکستان په انتحاري بریدونو کې ۱۵ د افغانانو له لوري شوي او ۶۴ تنه له امنیتي ځواکونو سره په وسله والو نښتو کې وژل شوي دي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم وویل، د افغانستان اوسني چارواکي له دې ټولو حقایقو خبر دي، پاکستان په هرو ۱۵ ورځو کې په مسلسل ډول احتجاجي لیکونه وراستوي.

5 COMMENTS

  1. ککړ ګله،
    زه خو چې درته ګورم لږ نه چې ډېر بې سوره شانته راته ښکارې. فيصدي خو په نړيوال معيار له سلو درج ده. په سلو کې دومره او يا دومره، خو دا مې له تا نوې واورېده چې په سلونو دې زياته کړه. پاکستان خو له پوه او مجربو ډاکټرانو ډک دی داسې څوک نشته چې د وينې او ذهني غلامۍ فشار دې معاينه کړي. خدای مه کړه داسې چې يوه ورځ خپله ملا نصرالدين او د هغه خر درنه جوړ نه شي چې سست او کمزوري خره ته يې نوشادر په سومبۍ کې ايښي وو چې خر يې بيا تېز تللو او دی ور رسېدای نه شو، نو لږ ذره يې پخپله سومبۍ کې ايښي وو چې بيا دی د خر نه مخکې روان وو او خر يې ترې وروسته، نو چا ترې وپوښتل چې خير خو دی؟ څنګه داسې ترور ورور او ورخطا خوشې يې، نو هغه ورته ويلي وو چې خير مير پرېږده، خو ما را ايسار کړئ کنه راټينګېدای نه شم.
    نو ککړ ګله،
    ځان خو دې بې له هغې هم د پنجاب د ګټو بلهاري کړ داسې نه شي چې آخوا ته پر هاغه بل ګاونډي ورمخته نه شئ. درې ځلې خو يې درنه غول ايستلي دي چې دا ځل دې سمه چاره وکړي.
    تا دې خدای تباه وباه کړي ځان دې هم تباه کړ، موږ دې هم تباه کړ او خپل حرامي زيږېدلی ماشوم هېواد دی هم برباد کړ.

  2. دی سعید په لیکلو دی تایید ټاپه ولګی ده د کاکړ مور په تش دیګی کښی په سره ګرمی کښې تازه کوچ خرځوی او د زوی په سمبی کښی یو چين هم پاتی نده نو اوس مجبوره ده چی د پنجابیو مایه غوړی کړی

  3. تف لعنت په تا د پنجاب غلامه که د ته د پنجابي تر خوټو لاندي ځان واچوې بیا د هم مردار کړي او د ټولو ناخوالو پړه په موزي واچوي. لعنت ستا په نسل 🤮😡🐖

  4. ددی پنجابی غلام انورالحق څیره ډیره وحشی لیده کیږی ددی عجیبی څیری دا ادعاګانی پر خپلو تربیه شوو قدیانیو طالبانو باندی یوه ډورامه دی اما په واقعیت کښی زیات پنجابیان او هم د پنجابیانو غلامان د پښتنو تر شعار لاندی افغانستان ته داخل شوی دی او دا وحشی څیره انورالحق پدی بغارو باندی غواړی چی پنجابی پاکستانیان علنی افغانستان کښی ځای په ځای کړی !
    اصلآ تربیه شوی قدیانی طالبان او په هدایت سره تښتیدلی ملی خائین تنظیمونه او دیموکراتان د اجنبیو امرونو ته صادق دی دوی ته افغانستان ادنا اهمیت نلری تر څو چی ددوی رول په افغانستان کښی موجود وی نو افغان ملت به خپله ازادی او هم د خپلی خاوری استقلال ونلری !!!!

  5. سلام
    دریاضی او احصایی قانون ۵۰۰ سلنه منی دې کې غلطی نشته. نوې خبره هم نه ده. خو غلطی او بیغرتی له عبوری مبوری انورالجقده، انوار ده او که کوم بل افت ، پټکه هم کوی چې د کمزورو خلکو کار دی اصلا پوهان به ګواښ او پټکه بانذې باور نه لری .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب