پېړۍ که د پښت یا نسل په مانا واخلو او که یې سدۍ یا سلیزه وبولو، ګڼ انسانان په کې زېږي، خو یو یا څو په کې د حاجي شمروز ولي خېل غوندې د پېړۍ انسان شي.
د حاجي مما غوندې د پېړۍ په ځانګړي انسان بدلېدل وړیا، اسانه او د هر چا د وس خبره نه ده. د دې لپاره به د الهي لورینې ترڅنګ پرځان خاص نظم وضعه او دوامداره پیروي به یې کوې. یانې پرلپسې کوښښ به کوې، خپل عزت نفس، تقوا او ټولنیز اعتماد به ساتې. د خدای تعالی طاعت، د بندګانو خدمت او ریاضت به کوې. له خواخوږۍ او کمینۍ ډک زړه به لرې. ګڼې نورې انساني ښېګڼې او ځانګړنې به هم خپلوې او بیا به که خدای کول د حاجي مما مرتبې ته رسېږې.
حاجي مما د زر، زور، دبدبې، قد و قامت، کورنۍ او خېل نه، بلکې د خپلې کمینۍ، سنګینۍ، زړخوږۍ، نرمۍ، خواخوږۍ او خپلو نورو شخصیتي ښېګڼو او ځانګړنو له پلوه د عامو خلکو برعکس د خپلې پېړۍ ځانګړی انسان و. هغه له ډېرو ازمېښتونو، پړاوونو او تړکونو وتلی و.
پېړۍد خپلو میلیونونو انسانانو له منځ څخه د ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل غوندې په ژمنو، رښتینو، خواخوږو، پیاوړو او ځانګړو انسانانو ویاړي او حق یې دی چې ورباندې وویاړي، ځکه دغه وړ انسانان خپل ټول ژوند، فکر، پام، هڅې او کوښښونه د ټولنې ښه والي، د انسانانو نېکمرغۍ او سوکالۍ ته ځانګړي او نذرانه کوي.
د خپلې پېړۍ دغه ځانګړی انسان ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل د کابل ولایت د خاکجبار جنوب لویدیځ ته په غرنۍ سیمه ګړۍ کې د کېږدۍ پر غولي وزېږېده. غالباً د ۱۳۰۳ لمریز کال د اوړي ورځې شپې وې.
د ګران وطن غېږ او افغاني ټولنې له بطن څخه زېږېدلی او د همدغې ټولنې په متن او د ولسونو په منځ کې پایېدلی او را لوی شوی دغه نېکمرغه انسان په ډبرین ماحول کې وزېږېده، مګر د ښیښې او اوبو غوندې شفاف، نرم او مهربان و. تل یې کوښښ کاوه چې د خپلې ټولنې له نورو عامو خلکو سره یو رنګه، همرنګه او ګډ واوسي. هیڅ وخت یې له نورو ځان ګوښه، معتبر او لوړ نه باله، بلکې برعکس یې د دروېش دراني د دغه شعر په استناد نور تر ځان زیات بلل چې،
له ما ګوښه دي له ما ډېر لیرې ودان دي خلک
زه تورې خاورې یم او ستوري د اسمان دي خلک
حاجي مما که له درناوي خلک د اسمان ستوري بلل، مګر ځان یې هم له بې قدرۍ نه، بلکې په دې تورې خاورې باله چې انسان له خاورې پیدا دی. ګلان او نور ښایستونه هم له خاورې پنځېږي او د وطن خاوره هم د مور دغېږې غوندې ورته خوږه اېسېده ، ځکه نو خاوره ورته ډېره قدرمنه وه.
دغه د حب الوطنۍ احساس، مینې او تقدس یې ان له کمکینې زړه، ذهن او ټول حواس له ګران افغانستان سره داسې تړلي او پېیلي وو چې زړه یې شامدام له وطنه ځارېده. بده ورځ لا څه چې د پردیو مازې او کاږه کاته یې په وطن نه وو پیرزو.
هغه یوازې د هیواد په ښایستونو، موسمونو، غرونو، سیندونو، غلودانو، مېوو او ګلونو مئین نه وو، بلکې د هیواد لوېشت لوېشت خاوره، لمر وهلې تیږې، اغزي، خړې دښتې او ګړنګونه هم ورته د هیوادنۍ مینې په تقدس ګران وو. تل یې هڅه کوله چې په خپلو کیسو او مثالو سره وطندوستي او په هیواد د ویاړ احساس په ځوانانو او زلمکیانو کې وروزي.
د حاجي مما د زوکړې کال په مني کې د خاکجبار شمال ته په بند غازي کې له پلازمېنې کابل څخه راغلي مشران او د توابې مخور د غازي بند جوړولو ته له ډېرې خوښۍ په جامو کې نه ځایېدل.
د ۱۳۰۳ لمریز کال د عقرب په ۲۳ د شنبې په ورځ د بند غازي پر غاړه یو کنډک عسکرو او د توابې مشرانو په عسکري موزیک د وزیرانو، شورا د غړو، پوځي صاحب منصبانو او د پوهنې وزارت د استازو هرکلی او په ډهولونو او اتڼونو یې د غازي امیر بند په جوړولو خپله خوښي څرګنده کړه.
د توابې خلک د بند غازي تر جوړولو د یاد بند د پرانیستې مراسمو ته د غازي امان الله خان په ناڅاپه ورتګ لا ډېر خوشاله شول، مګر د کابینې غړي او لوړ پوړي چارواکي یې هک پک کړل، ځکه پاچا له وړاندې ورته ویلي وو چې د کارونو له امله په دغو مراسمو کې ګډون نشي کولی.
پاچا له کېناستو مخکې وویل، د هیواد له ابادۍ او د کرنې ودې سره د ځانګړې مینې او لېوالتیا ناڅاپه دلته راوستم، ما ویل چې د ښه راغلاست ترتیبات او تشریفات ونه نیسئ.
د سوداګرۍ او کرنې وزیر عبدالهادي خان د یادو مراسمو ګډونوالو ته وویل، د دې بریالۍ ورځې په لیدو ډېر زیات ویاړم چې د غازي امیر بند پرانیستې ته لوړپوړي مقامات او په خپله پاچا هم راغلی. لله الحمد چې د امانیه دورې د ودې او پرمختګ ارزښتناکې بېلګې د افغانستان د تاریخ په ځلانده پاڼو کې په زرین خط ثبت شوې. نن د دې عالیشان بند پرانیسته یې ثبوت دی. د دغه بند جوړول د ولس د هوساینې او غمخورۍ یوه څرګنده نښه او د ابادۍ اساس دی.
کلونه د دې درې اوبه وړیا بهېدې او ترڅنګ یې د بتخاک شاړه ځمکه تږې او وچه پرته وه، دا بند د پاچا د هوساینې او پرمختګ پلوي فکر او نېت یو څرک دی او د هغه په امر او لارښوونه جوړ شو.
د بتخاک د علاقه دار عبدالخالق خان له ښه راغلاست او مننې وروسته غازي امان الله خان او نور ګډونوال دغازي امیر بند د ډبرینې لوحې چاپېره ودرېدل. پاچا پر لوحه پرته سپینه ټوټه په خپلو لاسونو لیرې او د بند اوبه خوشې کړې. د بند فضا د اوبو شور، ځوږ او د خوښۍ چکچکو ونیوه. دغو مراسمو د مازدیګر تر پنځه نیمو بجو دوام وکړ او تیاره ماښام هر سړی په خپله غبرګه لاړ.
د ۱۲۹۹ لمریز کال د ثور په لومړۍ نېټه د دربار د یاور محمودخان بارکزي په څارنه، د علي جان خان په مشرۍ او د استاد ولي محمدخان او استاد محمدیعقوب خان کندهاري معمار باشي په معمارۍ د غازي امیر بند د جوړولو چارې پیل او د ۱۳۰۳ لمریز کال د عقرب په لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ بشپړې شوې.
بند غازي د ۷۲۰ زره او ۲۴۰ افغانیو په لګښت جوړ شو. ۱۰ زره ۴۷۱ جریبه وچه او شاړه ځمکه یې په کرنیزه ځمکه بدلوله او خړوبوله چې ۴۷۱۰ جریبه د حکومت او ۵۸۶۰ جریبه د سیمې د خلکو وه. د بند اوبه د ځمکې په تناسب د حکومت او ولس تر منځ ووېشل شوې.
همدارنګه د حاجي مما د زوکړې یانې په ۱۳۰۳ لمریز کال په پلازمېنه کابل کې پر مارشال شاه ولي خان هم د زوی زېری وشو. سردار عبدالولي زېږېدلی و.
حاجي شمروز ولي خېل په کیږدۍ او سردار عبدالولي په ماڼۍ کې وزېږېده.
حاجي مما د هیواد د یو ولسي، اطرافي او کوچي سپین ږیري او سردار صاحب د هیواد د مارشال په سلطنتي کورنۍ کې دنیا ته سترګې رڼې کړې.
حاجي مما د ګړۍ په خاورینه او ډبرینه غېږ کې د مور له مینې او مهربانۍ مه واره اړین خواړه، درمل او هیڅ هم نه لرل، مګر د سردار عبدالولي خدمت او د مور پالنې ته یې نه د خادمانو، نه د روغتیا پالو، نه د درملو او نه هم د اړینو خوړو کمی وو.
د کابل په څو کیلو مترۍ کې د دغو نوزېږو ماشومانو (حاجي شمروز او سردار عبدالولي) کورنیو د ژوند د طرز، امکاناتو او اسانتیاوو له پلوه یو له بل څخه د ځمکې او اسمان هومره توپیر درلود. د دغې پرتلنې موخه په سردار عبدالولي بدرخي نه، بلکې په هیواد کې د منابعو د ناانډوله وېش له امله د خدماتو او ټولنیزې بې عدالتۍ یوه بېلګه ده.
که څه هم دا په ظاهره د دې دوو کورنیو ترمنځ د ژوند د کچې، اسانتیاوو، امکاناتو او ټولنیز موقف توپیرونه برېښي، مګر په حقیقت کې د افغانستان د ښاري او کلیوالي ټولنو او خلکو ترمنځ د منابعو او خدماتو د ناانډولۍ یو روښانه انځور او هغه تریخ حقیقت دی چې د هیواد د ښاري او کلیوالي ټولنو په اړیکو او خواخوږۍ یې ناسم اغېز کړی. په هیواد کې د امنیت او ثبات پایې یې بنسټیز کېدو ته نه دي پریښي. د هیوادوالو ترمنځ یې د بې عدالتۍ او بې انصافۍ احساس، بدبینۍ او بدګومانۍ پیدا کړي. د دغو ناانډولیو او ټولنیزو بې عدالتیو اساسي چاره پکار ده.
په تېرو سلو کالو کې بېلابېلو حکومتونو د متوازن انکشاف، د منابعو د عادلانه وېش، ټولو ته د ژوند د اسانتیاوو او امکاناتو برابرولو، د ملي برنامو د پلي کولو او د ټولنې د روښانه او لوستی قشر او د ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل غوندې خیرخواه ولسي مشرانو په مرسته د خلکو د پوهاوي کچې د لوړولو او د زده کړو له لارې د ښاري او کلیوالي خلکو ترمنځ د ژوند د کچې توپیرونه، ټکرونه او واټنونه راکمولی او له منځه وړلی شو، خو درېغه چې د یرغلونو، جګړو، ناامنیو، بې غوریو او د ګاونډیو د بدرخیو او لاسوهنو له امله په دې برخه کې داسې اساسي ګامونه وانخیستل شول چې هیواد ارام او ولس هوسا کړي.
د همدغو ټولنیزو بې عدالتیو له امله د هیواد ډېر ښایستونه او استعدادونه ضایع او ژوند په کړاوو شو. حاجي مما د ډېرو نورو کلیوالي او اطرافي ماشومانو په څېر له کمکینې په مشقت او سختیو او سردار عبدالولي د لوستو او ښارمېشتو کورنیو د ماشومانو په څېر په پرېمانه نعمتونو، اسانتیاوو او امکاناتو کې را لوی شو.
حاجي شمروز ولي خېل چې لږ راغټکی شو، نو په توابه کې د ښوونځي شتون څه چې تصور یې لا نه و، ځکه یې په یبلو پښو او مښلو کالیو کې لېربه توب ته مخه کړه، مګر همزولی یې سردار عبدالولي په منظم لباس کې د وړکتون او ښوونځي په وره او انګړ پل ورکېښود.
د حاجي مما تنکی زلمیتوب د شپنۍ، مالدارۍ، بزګرۍ او بې وزلۍ په کړاوو تېر شو، د وړتیاوو وزرې یې همغسې ناغوړېدلې او بې الوته پاتې شوې، مګر سردار عبدالولي لا خط او برېت نه وو چې په الوتکه کې فرانسې ته د زده کړو لپاره ولاړ.
حاجي شمروز ولي خېل چې ولیدل په شپنۍ او مالدارۍ یې د ژوند اربه نه چلېږي، نو د یو بل مناسب روزګار په فکر او لټه کې شو. د خپل طبیعي ذکاوت او ځيرکتیا پر مټ د خپلې ناچارۍ د چارې په موخه په پوښتنه او ګیږنه کابل ته ورسېده.
هغه مهال ورته د کابل، ابادي، پاکي، نندارې او پرېماني خوند ورکړ. هرڅه ورته نااشنا، مګر په زړه پورې اېسېدل. لکه له یوې بلې قارې او کرې چې راغلی وي، هرڅه ته یې په حیرانۍ او مانادار انداز کتل. په ښار کې د خوړو او نورو توکو پرېمانۍ ته چورت وړی و.
خپل ویښ بخت د کابل په بازار کې چې هغه مهال یې ګڼه ګوڼه زیاته نه وه، په هندوانو وطندارانو ورسیخ کړ. هغوی ته پښه نیولی شو. خپله د زړه مدعا یې ورسره شریکه کړه او د چایو له غوړپولو وروسته یې ورسره د غرنیو بوټو د سوداګرۍ خبره غوټه او پخه کړه.
له هندوانو وطندارانو سره د کړي لوظ د پوره کولو لپاره چې خپل کور ته ورستون شو، نو د ښېځو، خوږه ولو او ادم ګوش موندلو او را اېستلو پسې یې پړی تر ملا او کولنګ په اوږه کړ.
هغه یوازې نه و، څو نور کسان یې هم د معلومې بیې او اجورې په بدل کې دې کار ته وګومارل او هغوی ته یې د اذوقې او نفقې یو نوی درک وموند. له هندوانو وطندارانو سره د غرنیو بوټو سوداګرۍ او کار خوند ورکړ. له هغوی سره یې د سوداګري تر څنګ انډیوالي او وطنداري هم پخه شوه.
غالبا په همدغو کلونو کې چې حاجي مما د هیواد په غرو او رغو کې د غرنیو بوټو د رااېستلو، وچولو او کابل ته د وړلو ستړې ګالله، سردارعبدالولي د انګلیستان پوځي پوهنتون کې نظامي زده کړې کولې.
حاجي مما چې څومره غټېده، نو همغومره یې بوختیاوې هم زیاتېدې. په زلمیتابه د کور د نفقې او زهیر پلار د مسوولیتونو ترڅنګ کرار کرار د کورنۍ ځینې ټولنیز مسوولیتونه، سوله ییزې او د خیرښېګڼې چارې هم ور ترغاړې شوې.
د پخواني پاچا د واکمنۍ په وخت کې چې سردار عبدالولي له زده کړو څخه هیواد ته راستون شو، نو په قلعۀ جنګي کې د يو ټولي قومندان شو، وروسته د يو کنډک قومندان، بيا د قول اردو درستيزوال او ورپسې د مرکزي قول اردو قومندان او په وروستیو کې د قوای مرکز قومندان شو.
د پاچا په وخت کې عسکري جبري وه. هر په شرایطو برابر کس باید خپله د مکلفیت دوره تېره کړې وای، خو عسکري خلکو ته یو اضافي بېګار ښکارېده، په همدې یې توره تېښته وه ترې. له دې نه وو خبر چې د عسکرۍ له برکته یې د هیواد بېلابېل ولایتونه او سیمې لیدلې. د نورو ژبو او قومونو له ځوانانو سره بلدېدل. ټولنیز چلند او د ژوند نظم یې زده کاوه. له وطن سره مینه او ژمنتیا یې زیاتېده. د هیواد د دفاع په خاطر یې د وسلو کارول زده کول. فکر یې بدلېده، ځینې مهارتونه، ژبې او کسبونه یې هم زده کول.
د حکومتولۍ او دولتدارۍ لومړنيو اصولو سره بلدېدل. له مجرمینو سره چلند یې زده کېده. لنډه دا چې عسکري د ځوانانو د مهارتونو د زده کړې، ولسي پیوستون او د یو بل د درک کولو او پېژندلو لپاره ګټوره پروسه وه، خو دا ګټې یې خلکو ته سمې نه وې تشریح شوې.
د هیواد د پخواني پاچا په وخت کې په څلوېښتمو کلونو کې څو ځله حاجي مما خپله غوټه او پنډکی وتاړه چې د عسکري مکلفیت څخه ځان بېغمه کړي، خو یوه او بل به پسې ور اچولې او په یوه او بله پلمه یې له عسکرۍ څخه راګرځاوه.
بالاخره یې چې د لوی اختر په دریمه په ورغېړي کې پنډکی وتاړه او مخه ښه یې واخیسته، نو سیخ عسکرۍ ته ولاړ. عسکري یې د کابل په نقلیه سیاسنګ کې وکړه، مګر هلته یې د سردار عبدالولي غوندې رتبې او منصبونه نه، بلکې د صاحب منصبانو منتونه واخیستل، خو د هیوادنۍ مینې په پار یې په سړه سینه وزغمل.
د ژوند په اوږدو کې حاجي مما په ولسي او اجتماعي او سردار عبدالولي په نظامي برخه کې د هیواد لپاره ډېر خدمتونه وکړل. حاجي شمروز ولي خېل د خپلې سیمې د یو قومي مخور ملک نظرمحمد عیسی خېل له لور سره د کوچیتوب په ژمنۍ مېنه کې واده وکړ او سردار عبدالولي د هیواد د پخواني پاچا محمدظاهرشاه زوم شو.
تر دغه مهاله د دوی ترمنځ د ژوند د اسانتیاوو، خدماتو او امکاناتو توپیریونه همداسې موازي روان وو. ترپایه دغه موازي خطونه نه نږدې شول او نه یې هم د نږدې کېدو هڅه وشوه، خو چې پر هیواد بده ورځ راغله، نو بیا یې دې توپیرونو ته ونه کتل. د ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل کورنۍ که په سقاوي اړودوړ کې زهیره شوه، د سردار عبدالولي کورنۍ هم ورڅخه خوندي نه وه.
په هیواد راغلیو ناورینونو او شویو یرغلونو له هر ډول توپیر پرته د میلیونونو نورو افغانانو په څېر د ارواښاد حاجي شمروز کلیوالي او کوچیانۍ او د مرحوم سردار عبدالولي ښاري او سلطنتي کورنۍ یوه له بله تېرې او پردیو هیوادونو کې مېشتې کړې. ارواښاد حاجي شمروز پښتونخوا ته کډوال شو او سردار عبدالولي د سردار محمد داوودخان له کودتاه وروسته ایټالیا ته تللی و.
د دوی دواړو او میلیونونه نورو هیوادوالو کورنۍ له هیواده ووتلې، مګر هغه برم، عزت، سکون، ډاډ او ارزښت چې له سرداره نیولې، تر بزګر، شپانه، لوستي، نالوستي، ښاري ، کلیوال او لنډه دا هر افغان چې په هیواد کې درلود، هغه هملته په هیواد کې پاتې شو. د کډوالۍ اغزن چاپیریال هر افغان ته دا ور وښودله چې وطن په رښتیا هم وطن وي. هغه خوند، سکون او ارامي چې د خپل وطن په غېږ کې وي، په پردیو وطنونو کې نشته.
له دغو پېښو څخه درس او عبرت اخیستل پکار دي. د واحد ملت په توګه ټول باید له زړه څخه دا وګڼو چې د نوح ع بېړۍ ته ورته وطن د ښاري، کلیوالي، سردار، بې وزلي او بل هر هیوادوال مشترک او د عزت کور دی او څوک هم باید په کمه ورته ونه ګوري. هر افغان باید د حب الوطني له مخې د هیواد ساتنې، ابادۍ او پرمختګ ته مټې رابډوهي.
څوک دې هم دا نه ګڼي چې که وطن ډوبېږي، نو دی به خوندي وي. یا یې نندارې ته لاس تر زنې کېني. د وطن د ډوبېدو او بربادۍ ننداره په حقیقت کې د خپلې بربادۍ هغه بې خونده ننداره ده چې نه په پښېمانۍ او نه هم په خواشینۍ جبرانېږي.
په وروستیو څه باندې سلو کالو کې د یرغلونو، ناورینونو، دوامداره جګړو، دربدریو، کډوالیو او جلاوطنیو پرمهال مو بار بار د هیواد د بربادۍ، بې نظامۍ او بې نظمۍ بې خوندۍ ولیدلې او جنتي هیواد مو د جګړې په دوزخمي لمبو کې وسوزېده، خو اساسي زده کړه مو ورڅخه ونه کړه.
په هیواد کې د تلپاتې امنیت او ثبات ملي ارمان ته د رسېدو په موخه ډېر کلونه وروسته د هیواد او ولس شریک غم، درد او خواخوږۍ له زرګونه کیلومتره لیرې واټن څخه ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل او مرحوم سردار عبدالولي په پښتونخوا کې په داسې حال کې سره مخ کړل چې نه کیږدۍ وه او نه هم ماڼۍ. دواړو د ژوند ډېر پسرلي شاته پریښي او په ویښتو کې یې سپین لګېدلي وو، مګر لا یې هم هیوادنۍ مینه، سپېڅلې افغاني ولولې او ملي جذبې تاندې او څپاندې وې.
په دغو کلونو کې ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل له خپلو ګڼو نورو خواخوږو او پر وطن زهیرو ملګرو سره د خبرو او جرګو له لارې د ګران افغانستان په وجود د تنظیمي جګړو د بل اور د وژلو لپاره دوامدارې هلې ځلې کولې بار بار یې په جنګ کې ښکېلې خواوې او ډلې د جګړو او وسلو پرځای جرګو او جوړ جاړي ته وهڅولې، خو درېغه چې د قدرت په هوس او د پردیو په اشارو مستو تنظیمي جګړه مارو د هیواد ګڼ تاسیسات، زېربناوې او ښایستونه د خپلمنځي جګړې د اور خوراک، کنډواله او د ایرو په څلیو بدل کړل.
په هیواد کې روانو جګړو، بربادیو، ویجاړیو او ناامنیو د حاجي شمروز ولي خېل او د هغه د ملګرو په څېر په ایټالیا کې پخوانی پاچا، سردار عبدالولي، د سلطنتي کورنۍ نور غړي او هر وطنپال افغان ناکراره کړی و او له همدې امله یې سردار عبدالولي پېښور ته واستاوه چې هیواد ته د تلپاتې سولې او امنیت د راستنېدو په موخه خپلې سوله ییزې هڅې او پلانونه له حاجي شمروز ولي خېل غوندې مصلحو، وطندوسته او سوله خوښو افغان مشرانو سره شریک کړي.
د سردار عبدالولي دې همدلته خدای مل او مغفرت نصیب شي. دا ځل مو د هیواد په یوه لیرې څنډه کې د حاجي مما له یو بل همزولي خبروم. د هلمند نهرسراج کانال هم د بند غازي غوندې د حاجي مما همزولی دی، ځکه په ۱۳۰۳ لمریزکال له دولتي بودجې څخه د یاد کانال د ځنډېدلو چارو بیا پيلېدو ته د پیسو له ځانګړي کېدو سره ګڼ هلمندیان خوښ او خوشاله شول.
پر پلازمېنه کابل د برتانوي طیارو د څلورو بمونو له غورځولو وروسته ، غازي امان الله خان د دوه ایټالوي او یوې روسۍ طیارې په اخیستلو سره په ۱۳۰۳ لمریز کال په شېرپور کې د افغان هوایي ځواک بنسټ کېښود. په دې حساب دغه بنسټ هم د حاجي مما همزولی دی. د همدغه کال د اسد په ۲۱ چې د پېښور له لارې افغانستان ته نوې طیارې راوړل شوې، نو اماني دولت یې رنګ وربدل او بهرنی نښان ورڅخه لیرې کړ او تر وزر لاندې یې په روښانه تورو الله اکبر ورباندې ولیکه.
همدارنګه د افغانستان لومړنی اساسي قانون چې هغه مهال یې نظامنامه بلله د حاجي مما د زوکړې یانې د ۱۳۰۳ لمریز کال په چنګاښ کې په پغمان کې جوړې شوې لویې جرګې تصویب کړ.
غازي امان الله خان د یاد کال د چنګاښ په ۲۲ د پغمان لویې جرګې ته خپله مفصله وینا په دې ټکو پیل کړه: ”ماته هغوی ډېر معزز او ښاغلي دي چې د شریعت او انسانیت ادابو مطابق نن په لویه جرګه کې له ما سره د هیواد د پرمختګ په اړه ازادانه بحث او خبرې وکړي. له ما، وزیرانو او د دولت مامورینو څخه اندکه وېره هم ونه لري. د مذاکراتو او اجرااتو په کلیاتو کې خدای حاضر او ناظر وګڼي. د هیواد، ملت او دولت ګټو ته پام وکړي. د شریعت د اصولو په رڼا کې وغږېږي او خپل ملي جرئت هیڅ له لاسه ورنه کړي. “
کابل ښاروالي هم د حاجي مما همزولې ده، ځکه په ۱۳۰۳ لمریز کال تاسیس شوه او په لومړي کال یې د کابل ښار په عوایدو د هېواد لس سلنه بودجه پوره کړه.
مستوراتو ښوونځی او کابل عربي دارالعلوم هم په ۱۳۰۳ لمریز کال کې جوړ شول.
سوریایي الاصل افغان ادیب خان په همدغه کال د امانیه ښوونځيو رئیس شو. نوموړی د علامه محمود طرزي اوښی و او د هغه له کورنۍ سره یو ځای افغانستان ته راغی او افغاني تابعیت ورکړل شو. ۱۷ کاله یې د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو او هیوادونو کې خدمت وکړ.
د افغانستان ملي موزیم چې هغه مهال یې”عجایب خانه” باله، د ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل د زوکړې یانې د ۱۳۰۳ لمریز کال د عقرب په ۲۵ له باغ بالا څخه د ارګ کوټي باغچې ته انتقال شو.
کوټي باغچه د ارګ په داخل کې په دری سوه متر مربع ځمکه جوړه دوه پوړیزه ماڼۍ ده چې په بېلابېلو وختونو کې د مقاماتو د استوګنې، کاري دفتر او حتی زندان په توګه کارېدلې ده.
د ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل د زوکړې یانې په ۱۳۰۳ لمریز کال انیس خپلواکه او انتقادي ورځپاڼه، نسیم سحر، حقیقت، د پوهنې وزارت معارف مجله او د مالیې وزارت ثروت ورځپانې خپل نشرات پیل کړل.
همدارنګه د راډیویي خپرونو د پیلولو په موخه اماني دولت په ۱۳۰۳لمریز کال انجنیر عطاالله جرمني ته د زده کړو لپاره واستاوه. نوموړی چې کال وروسته د راډیو له دوه لېږدونکو دستګاوو او څو جرمني متخصصینو سره هیواد ته راستون شو، نو هارتن پله ته نږدې کوټي لندني کې یې یادې دستګاوې نصب کړې او د لومړي ځل لپاره خلکو په کابل کې د راډیو غږ واورېده.
همدارنګه په ۱۳۰۳لمریز کال مرحوم عبدالهادی داوي، مولوی عبدالطیف مهاجر او د حبیبیه لېسې څو نورو زده کوونکو د حبیبیه ښوونځي، استقلال ښوونځي، تفریح او مهاجر په نومونو د فوټبال څلور ټیمونه جوړ کړل چې خپلمنځۍ سیالۍ به یې کولې.
د حاجي مما د زوکړې په کال پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۰۳ لمریز کال د سرطان په څلورمه د چهارشنبې په ورځ لیوید نیکولای ویچ پوین ستارک افغانستان ته د خپل مختار سفیر په توګه راواستاوه او په دې ډول افغانستان په هره برخه کې پرمختګونه لرل او نړیوالې اړیکې یې هم ورځ تر بلې پراخېدې، خو درېغه چې سقاوي اړو دوړ دا هر څه لولپه کړل. په هیواد کې راغلی نظم او ابادي یو ځل بیا په بې نظمۍ او بربادۍ بدل شول، دغه مهال حاجي مما د څلورو کالو و.
غازي محمدنادرخان او د هغه ملګرو د سقاوي له ځپلو وروسته واګې په لاس کې واخیستې، خپله پاچاهي یې اعلان کړه او افغانستان یې بېرته خپل مسیر ته ور وګرځاوه، خو درېغه چې په ۱۳۰۱۱ کال د هیواد دغه نومیالی غازي پاچا هم شهید کړای شو.
شهزاده محمدظاهر چې په تنکي زلمیتابه د خپل پلار ځایناستی شو، نو د چارو په ترسره کېدو یې ترونو ورسره همکاري کوله. دغه مهال حاجي مما د ښوونځي سن پوره کړی و، خو د ښوونځي د نشتوالي له امله یې لېربه توب ته مخه کړه.
قومي مشر حاجي شمروز ولي خېل د شورویانو پرضد د جهاد په موخه خپلې شخصي چارې پرېښودې، په توابه کې کور په کور او کلي په کلي وګرځېده. د هیواد په پت او عزت د ننګ په موخه یې د هر چا ور وروټکاوه. مشران، ځوانان او ټول یې په اعتماد کې واخیستل. د خپل ولسي محبوبیت له برکته د سرښندویه شاه زلمیو یوه لویه لیکه او لښکر پسې جوړ شو.
د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پر ضد د جهاد او مبارزې دغه راجوړه لیکه یې پیاوړې، مجهزه او منظمه کړه. د روسانو تر ماتې او وتلو پورې یې د هغوی داسې رهبري وکړه چې نه څوک ترې ازار شول او نه یې هم د شورویانو پر وړاندې یوه شیبه غفلت وکړ، خو درېغه چې دغه مهال یې د ګوتې د غمیو په څېر ډېر مجاهدین، ملګري او همزولي شهیدان شول.
ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل د ۹۷ کلن ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې له شمروز څخه للا، مما، اکا، امیرصاحب، قومندان صاحب، حاجي صاحب، مشر حاجي صاحب او رئیس صاحب شو، مګر دغو بېلابېلو لقبونو، موقفونو او منصبونو د هغه ښه خوی، کمیني، سنګیني، خواخوږي او نرمي کمه نکړه.
له هلکتوبه را نیولې تر زلمیتوب، زړبودۍ او ان مرګ پورې د هغه سوچ، هڅه او تدبیر دا نه وو چې د امتیازګیرۍ، فوق العاده ګۍ، منصب، موقف او نفوذ له پلوه له نورو جلا واوسي، مګر تقدیر د الهي لورینې او د هغه د ښو خویونو له برکته د پېړۍ د ځانګړي انسان په توګه وځلاوه.
حاجي مما ټول عمر د خدای په طاعت، د ولس او هیواد په خدمت، د ټولنې په سمون، د نورو په خیر ښېګڼه، د اولادونو او ځوانانو په سالمه روزنه، د ولسونو په پالنه او هوساینه تېر کړ، په عام ذهنیت او د نورو په زړه او ذهن کې د پېړۍ د ځانګړي، ښاغلي، ویاړلي او خپل وخت بې جوړې انسان په توګه وځلېد او ومنل شو او باید همداسې شوي وای، ځکه هغه د دې مستحق و او له نېکه مرغه چې دا حق، اکرام او اعزاز په ژوندونې ورته حاصل شو.
دغه جانانه، بې بدو، صابر، مطیع او قانع انسان نه د ژوند محرومیتونو زړه تنګی کړ، نه د ټولنې کړاوونو او ستونزو نهیلی کړ، نه د هیواد او ولس ناورینونو او ناخوالو ټکنی او بې حوصلې کړ. نه یې مادیاتو ته په زړه او ذهن کې ځای ورکړ. نه یې د نیمګړې دنیا ارګاه او بارګاه ته ارزښت ورکړ او نه یې هم د جایداد، موقف او منصب شوق او هوس په زړه ننوت. له دې ټولو بې پروا و.
هغه یوازې د انساني ژوند، ټولنیز عدالت، ابادۍ، د ټولنې د ثبات، د هیوادوالو د هوساینې، د نورو د اصلاح او سمون په هڅه او فکر کې و. خپلې سوله ییزې او ټولنیزې هڅې یې په همدغو موخو متمرکزې وې. خپل وس یې د نورو له لاسنیوي درېغ نه کړ.
په هره سختۍ کې یې خپل خدای ته رجوع او پر هغه توکل کاوه. په ډېره عاجزۍ یې خپل ځان، ولس او ټولو مسلمانانو ته د الهي نصرت، غیبي مرستې او بریا دعا کوله، ځکه یې نو د خپل ژوند په اوږدو کې د پرمختګ، سمون، بدلون او ښه والي ډېر پړاوونه ووهل او د نېکمرغۍ ګڼ مخونه یې ولیدل.
مکررو ستونزو د هغه مسیر او د ژوند هغه تګلوری او موخه چې د ځان لپاره یې ټاکلي وو او ور رسېدل یې غوښتل، بدل نشو کړای. په خپله پوهه، ځیرکتیا، زغم او الهي مرسته یې د خپل ژوند او لارې ډېرې ستونزې په ښه او اساسي توګه حل او هوارې کړې.
په بله مانا حاجي مما د ژوند د ګڼو ستونزو، ګردابونو، پېچومو، تروږمیو او کړلېچونو په منځ کې د خپل خالق په نصرت او ملتیا او د خپل ذکاوت او پوهې په رڼا خپلې عالي او انساني موخې په ډېر زغم او ځيرکتیا پل په پل تعقیب کړې.
د ژوند محرومیتونو، ستونزو او ناخوالو سره تقابل پختګۍ ته ورساوه . صبر، زغم، معقول تعامل او دا یې ور زده کړل چې پر ستونزو د لاسبرۍ لپاره باید دقیق او ژور فکر وکړي او داسې چلند او لاره اختیار کړي چې ستونزې او چلینجونه په اسانتیاوو او طلابي فرصتونو بدل کړي.
د خپلې هوساینې، سوکالۍ، نېکمرغۍ، بریاوو او پرمختګونو په هره لحظه کې یې د خپل پروردګار د مهربانۍ، لورینې او غایبانه مرستو شکرونه ادا کول. په خپلو او د نورو وړو وړو پرمختګونو باندې شکرونه اېستل.
له تېرو وختونو او لاسه وتلو فرصتونو پسې یې لاسونه نه مروړل. ځوانان او زلمکیان یې له وخت او فرصتونو څخه پر وخت او ښې ګټې اخیستنې ته هڅول. هغوی ته یې کاذب ډاډ او داسې هیله نه ورکوله چې ور رسېدل دې ناشوني وي، بلکې هغوی یې ذهنا داسې روزل او دېته چمتو کول چې باید زحمت وګالي او خدای د هیچا خواري هم عبث نه بیایي.
د خدای تعالی دغه مشکور بنده د ژوند په اوږدو کې انسانانو، پېریانو، لېوانو او نورو ناڅرګندو اشیاوو او کنګرېزیو زهیر کړ، خو د خدای تعالی د ځانګړې پاملرنې او ساتنې له برکته د هغو ټولو له زیانه خوندي شو. نه یې د چا بدګڼه او ناسم چلند زړه ته وغورځاوه. نه یې کینې ته په زړه کې ځای ورکړ او نه یې هم په زړه او ذهن کې د غچ اخیستنې فکر ور وګرځېده. له همدې امله هغه له نورو ځانګړی و.
په وطن او د هجرت دیار کې یې د پلار، مور، خویندو، ورور، وراره، زوی، اکاګانو، د تره زامنو او د ډېرو نورو مشرانو، خواخوږو، خپلوانو او نږدې ملګرو غمونه وګالل. د هغوی هر یوه وفات خواشینی کړ او د هغوی له کورنیو سره یې خپله غمشریکي وکړه.
سره له دې چې د هر یوه په مړینه به دومره غمجن او زهیر شو لکه مټ او د وجود اندامونه یې چې پرې شوي وي، ځکه هم یې د مجلس، هم د سلا او مشورو، هم د جرګو او مرکو او هم د هڅو او مبارزې او نورو ډګرونو ملګري یو له بل پسې له لاسه ورکړل.
د ګړۍ په غېږ کې زېږېدلي دغه لوی انسان بالاخره د ۱۴۰۱ لمریز کال د عقرب په ۱۸ له ژوند سره د تل لپاره مخه ښه وکړه او په دې ډول افغان وطن خپل یو بې ازاره، ارام، کمینه، دروند، حیاناک، مینه ناک، پرهېزګاره، دینداره او سخي بچی د تل لپاره له لاسه ورکړ او ټولنه د هغه له ښېګنو او خدمتونو څخه محرومه شوه.
د پېړۍ د دغه ځانګړي انسان او سردار عبدالولي مرګ هم د دوی د ژوند په څېر له یو بله متفاوت وو، ځکه سردار عبدالولي تر ده وړاندې د نوي ډیلي په یو روغتون ، مګر حاجي مما د پلازمېنې کابل په روغتون کې د درملنې پرمهال وفات شو، خو د سردار عبدالولي غوندې یې په جنازه کې د وخت پاچا نه، بلکې د پغمان ملنګ بابا ګډون وکړ او د هیواد دغه معزز او د پېړۍ ځانګړی انسان د مني په زېړي مازدیګر د محسن کلا د غره په لمن کې د خپلو ډېرو خپلوانو، دوستانو او خواخوږو په بدرګه خپل ابدي کور ته ور وکوچېده.
اروا یې ښاده، یاد یې تلپاتې او فردوس جنت یې ځای شه!
ډیره ښه لیکنه ده. د تاریخ یوه پاڼه ده. هیله ده د نورو سیمو نور ځوانان د دغه ډول مشرانو ژوند لیک هیر نه کړی. که موږ هر کلي کې، یا لااقل هره ولسوالی کی دا ډول مخور، پوه، ترقی پسند، عادل ، صادق او دکار مشران لرلای اوس به وطن ډیر پرمختګ کړی وای. خدای دی وبخښي الله پاک دی فردو س جنت ورته نصیب کړی.