دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د ډاکټر شریفې شریف څلور کیسې / لېمه عزیز 

د ډاکټر شریفې شریف څلور کیسې / لېمه عزیز 

ډېر وخت چې زه کیسې لولم ښځینه کریکټرونه او ښځینه لیدلوری پکې کم وي. یا یې هم واقعي انځورونه نه وي. د اغلې شریفې شریف د لنډو کیسو دوه ټولګې (چا و چا ویل) او (کړکۍ) چې مې ولوستلې د ښځو بخصوص د افغان ښځو یو رښتونی انځور مې سترګو ته درېده. دې کیسې په ساده موضوعاتو لیکلې، خو دومره ژورې یې لیکلې چې څوک فکر کولو ته هڅوي. زه په دې مقاله کې کوښښ کوم د دې په څلورو کیسو خبرې وکړم چې پورته یادو شویو ټولګو کې چاپ شوې دي.

 د «خاندانې» په نوم کیسه زموږ د تېر شل کلن تاریخ هغه ترخه تجربه ده چې ممکن ډېره کمه انځور شوې وي. په ځانګړې ډول چې په دې جګړه کې څومره ښځې وځورېدې ډېر کم خلک پرې غږېږي. دا کیسه په یوه واده کې د امریکایانو د بمبار پیښه ده، چې ناوې ټپې شوې وي. ناوې «خاندانه» نومېږي، خو د خپل نوم برعکس یې په ویر اخته کېږي. یوه امریکایۍ نرسه یې خواته راځي او افغان ترجمان یې ورته کیسه کوي. نرسه ګومان کوي چې دا به بیا واده وکړي، خو ترجمان ورته وايي چې دلته کونډه هسې هم څوک په ښه زړه نه کوي. دا بېسواده هم ده او لاس یې هم پرې شوی، اوس خو به بیخي څوک زړه ورته ښه نه کړي. نرسه د ناوې د کالیو رنګونو ته حیرانېږي، او وايي‌ چې زموږ ساده سپین کمیس وي خو ستاسې څومره رنګین دي. ترجمان ورته وايي‌ چې له دې وروسته به دا « تک تور اغوندي».

 په دې لنډه کیسه کې ډاکټره شریف هم موږ ته د تاریخ یو مهمه پیښه بیانوي، د جګړې کیسه چې بې شمېره بې ګناه وطنوال مو پکې ژوند له لاسه ورکړ. او هم د یوې ښځې بخصوص د یوې کونډې ښځې تصویر زموږ په ټولنه کې. زموږ ټولنه کې چې ښځه کونډه شي سپېره یې بولي، بیا به ژوند ته په رنګینو سترګو ونه ګوري. حتا نشي کولی رنګین کالي واغوندي، بیا باید ټول عمر د ماتم تور جامې واغوندي. همدا تصویر اغلې پروین فیض زاده ملال هم په خپل یوه شهکار نظم کې وړاندې کړی.

“د شګو کوټنۍ” بله کیسه ده چې زما یې ډېر پام ځانته واړوه. دا کیسه درې مرکزي کرکټرونه لري. یوه یې ګل بخته ده چې په کم عمر کې د مکتب پر ځای کار کولو ته اړه شوې ده او په یوه میلسمتون کې صفاکاره ده. بل یې جمال دی چې د ګلبختې دوی په کوڅه کې اوسي، د ښوونځي شاګرد دی او ګلبختې زړه پرې بایللی. او بله یې هم د جنرال لور ده چې هر سهار په موټر کې ځي، تور عینکې یې په سترګو وي، د جمال خوښېږي. خو د جنرال لور ړنده ده. دا کیسه په یوه کوڅه کې د بېلابېلو طبقو تصویر دی. هر یو کرکټر له بېلې اقتصادي طبقې دی. جمال دوی د متوسطې طبقې کورنۍ ده. د جنرال لور ډېر شتمن ښکاري او ګل بخته دومره غریبه ده چې په میاشت د ۵۰ ډالر کار کوي‌ او ټوله کورنۍ ساتي. دې کیسه کې د ګلبختې کرکټر ماته ډېر جالب و. دا یو ځای کې ځان سره وايي چې «که چېرې مکتب ته لاړه شم، او سبق ووایم بیا به له جمال سره ډېرې خبرې وکړم.» یانې دا پر ځان باور نه لري. خو که یې مکتب لوستی وای ښايي حتما یې جرات کولی شوای او ځان به دومره کم نه ورته ښکارېده. د کار په ځای کې له یوې میلمنې عطر او د مخ کریم پاتې کېږي، دا یې په حسرت وهي. لیکواله د یوې پېغلوټې نجلۍ د وړو، وړو هیلو تصویر راکوي چې ښايي موږ ته ډېرې عادي ښکاره شي. خو ډېر خلک شته چې هغوی ته به همدا واړه او ساده مسایل هم د ژوند لوی ارمانونه وي.

د کیسې یو بل پېغام ماته دا و چې جمال د جنرال لور په میینېږي خو ډېر یې په اړه معلومات نه لري. کله چې خبرېږي هغه ړنده ده، ټول بدن یې بې حسه کېږي. په دې معنی چې موږ د چا له ژونده نه یوو خبر چې واقعا څه تېرېږي، ډېر کله د خلکو په ظاهر تېروځو. له دې صحنې مې دا زده کړل چې باید ژوند کې هرې خبرې ته پام وکړو، ځان د هغه څه ډېر وابسته نه کړو چې بیا یې نه غواړو.

“وعده” په « چا و چا ویل» کتاب کې بله کیسه وه چې زما ډېره خوښه شوه. دا کیسه د سرور په نوم د یوه میړه په خیانت راڅرخي چې خپلې ښځې سره یې کوي. دی د مرجانې په نوم له یوې ښځې سره په اړیکه کې وي. د کیسې یوه صحنه کې چې کله سرور په پټه له کوره وځي داسې انځور شوې:

 «سرور ورو له ځایه جګ شو. د ګوتو په څوکو د خوب له کوټې نه ووت. خو یو ځل یې شاته وکتل چې ډاډه شي میرمن یې ویده ده او نه ده ویښه شوې. مازې د خوځښت غږ شو خپلې شونډې به یې سره وموښلې او کرار به ودرېده.»  

 دې صحنه کې سرور خپلې ښځې ته دروغ وايي. د ده ښځه ډېرې ښیګڼې لري، د ده او ماشومانو قدر کوي. سرور ته ګلاب وریادېږي چې ښځه یې نه ښایسته ده او نه هم ښه چلند ورسره کوي خو دی یې بیا هم نازوي. زموږ ټولنه کې ډېرې داسې پیښې شته چې په هره معنی ښه ښځه به لري‌ خو بیا به یې هم میړونه خیانت ورسره کوي. دروغ به ورته وايي، دوکه به ورسره کوي. 

سرور له خپلې ښځې او ماشومانو ډېر په مرجانې پام کوي، خو هغه یې دومره هم نه خبروي چې له بل چا سره کوژده کوي او له ده ځي. هغه بل ځای خپل ژوند جوړوي. سرور زنګونه ور وهي خو هغې نمبر بلاک وي، له دې سره سره هم دی غواړي‌ اړیکه وسره ولري. دلته لیکواله متضاد کرکټرونه راښيي، یو د ګلاب په څیر میړه دی چې سره له دې چې ښځه یې هغومره ښه نه ده خو دی ورته ژمن دی. خیال یې ساتي. بل د سرور غوندې میړه دی چې له وفادارې او مهربانې ښځه سره خیانت کوي. یو د سرور ښځه ده چې مهربانه او ښه ده او بل د مرجانې غوندې ښځه ده چې له واده شوي سړي سره اړیکه ساتي. یانې نه ټول انسانان له یوې مخې ښه دي او نه هم بد دي.

 “بخت بي بي” هم داسې کیسه وه چې ډېرې خبرې پرې کیدلی شي. د کیسې یوه صحنه داسې ده:

 « ـ ادې جانې! ببوجانې!

چېرته یې؟ لور دې د کال د ښه کارکوونکې جایزه وګټله. واخله! دا دې د ویاړ جایزه!

ـ ځه! ځه! اوس مې تاته هم څه ویلي‌ جایزې مایزې ته دې هم.

ـ اې ادې جانې دا د ویاړ جایزه ده. د ښه کار، لیاقت او په کار کې د صداقت. هر چاته یې نه ورکوي. د دوه سوه کارکوونکو تر منځ یې زه ټاکلې یم. وه خدایه! څنګه دې پوه کړم؟

ـ څه بد نصیبه لور راته په کور ناسته ده. د بخت کور لا په کوچنیوالي تالا کړی او نصیب یې ته دې اور لګولی.

 بخت بي بي چېغه کړه:

ـ ما تالا کړ؟ ما وکړل؟ ولې نه وایې چې ستا د پلار خوږ ملګري د جومات ملا صیب په روښانه ورځ د سبق په پلمه خپلې کوټې ته ننویستم.»

 د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په مسله کې باید یوه ښځه د بلې په درد ډېره پوه شي. درک یې کړي. خو چې کله یوه مور خپلې لور ته داسې خبرې کوي نو موږ به له نورو څه ګیله کوو. همدا زموږ د ټولنې یو حقیقي انځور دی چې میندې ډېر وخت د خپلو لوڼو ملاتړ نه کوي. او په هره خبره کې د نجلۍ نوم بدېږي. که لږ وړه خبره هم وشي نجلۍ به په سلو بدو نومونو یادېږي. خلک به هم په بد نظر ورته ګوري. د نارینه نوم څوک نه اخلي، نه یې ژوند خرابېږي. نو نجلۍ به هم قرباني وي‌ او هم به تاوان ورکوي. زموږ په دې ذهنیت د نجلۍ ژوند په لوی لاس خراب شي. کله، کله خو داسې وشي چې که وروسته نجلۍ هر څومره هم پرمختګ وکړي موږ ته به هېڅ وي. لکه د بخت بي بي مور چې ورته وايي‌ جایزه څه په خپل سر یا زما په سر ټومبې؟ اول دا ذهنت له کورنیو پیلېږي بیا په ټولنه کې عامېږي. 

 په ټوله کې دا دواړه کتابونه د ښځو په ځانګړې ډول د افغان ښځو ډېرې ناویلې کیسې راته کوي. ډاکټر شریفې شریف په ډېر مهارت او ځانګړتیا ساده مسایل په ژورو کیسو بدل کړي. په جنګ کې د یوې ژوبلې ناوې کیسه کوي، د یوې میرمنې چې میړه یې خیانت ورته کوي، د یوې پېغلوټې چې هیله یې ده درس ووايي او د یوې پېغلې چې د هوس قرباني شوې خو څوک یې بیا هم په «بخت» او ښه ژوند باور نه لري. ماته د دې کتابونو هره کیسه یوه دنیا وه. او ډېر څه مې ترې زده کړل.

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوې وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د ډاکترې شریفې شریف د ادبي فعالیتونو لمانځلو او د دوی د نوي چاپ شوي اثر “چا او چا ویل” مخکتنې ته جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب